دوشنبه, اپریل 6, 2026
Home Blog Page 542

جنوبي وزیرستان؛ټي‌ټي‌پي د پوځ پر کمپ برید کې لس پاکستاني پوځیان وژلي

0

د جنوبي وزیرستان د انګور اډې په سرخوار سیمه کې ټي‌ټي‌پي ډلې د پوځ پر کمپ برید کړی.

دا برید تېره شپه ترسره شوی، چې په کې لس پاکستاني پوځیان وژل شوي.

سرچینې وايي، چې کمپ د ټي‌ټي‌پي لاس ته لوېدلی او پاکستاني سرتېري ورنه تښتېدلي.

تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویل شوي؛ خو د معلوماتو له مخې، په دغه کمپ کې یو شمېر وسلې او تجهیزات د ټي‌ټي‌پي لاس ته لوېدلي دي.

حماس:تېره شپه مو د اسرائیل پر یو شمېر سیمو توغندیز بریدونه وکړل

0

حماس ویلي، چې تېره شپه یې د اسرائیلو پر یو شمېر ښارونو توغندیز بریدونه کړي.

یادې ډلې ویلي، چې دا بریدونه یې غزه کې د روانې نسل وژنې په غبرګون کې کړي دي.

د اسرائیل پوځ هم منلې، چې لس توغندي پر دوی توغول شوي؛ خو یو یې پر خپل ځای لګېدلی.

تر اوسه د تلفاتو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

ازادۍ جبهه:کندز کې مو څلورو طالب سرتیرو ته مرګ ژوبله اړولې

کندز کې څلورو وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د ازادۍ جبهې وایې په یو اپراتیفي عملیاتو کې یې د کندز ښار د خان اباد بندر سیمه کې د طالبانو په پوستې برید کړی.

دغې جبهې په ایکس پاڼې لیکلي چې پدې برید کې یو طالب سرتیرې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.

طالبانو تردې مهاله پدې اړه څه ندي ویلي

افغان طالبان او ملي ګټې

لیکوال: رحیم ناصر
د سیاسي او امنیتي چارو څیړونکی

په حيث د يو باخبره پښتون افغان يا يو هوښيار تحليلګر، دا ضروري ده چې طالبان د تېر وخت د عينکو له لارې و نه ګورو، بلکې د موجوده ميداني واقعيتونو، حکومتي چلند، سيمه‌ييز توازن او داخلي ثبات پر بنسټ تحليل وکړو.

د پښتونخوا د ملي عوامي ګوند مشر محترم محمود خان اڅکزي دا خبره «چې د موجوده افغانستان طالبان په کلکه افغانان دي او په ملي ګټو پوه دي» څرګنده حقیقت دی.

تریخ حقیقیت هم دا دی چې د افغانستان طالبان په عملي توګه افغانان دي.

که څه هم د طالبانو پر حکومت ډېری انتقادونه شته، لکه د ښځو پر تعليم بنديز، د سياسي مظاهرو منع کول، او د رسنيو پر ازادۍ محدوديتونه؛ خو دا پاليسۍ د دې معنا نه لري چې د افغانستان د اوسني دولت جوړونې ټولې هڅې بايد رد شي.

دا چلند احساساتي، يو اړخيز او د تنګ نظر نښه ده، چې نه يوازې د افغان ولس لپاره زيان رسوونکی دی، بلکې د سيمې د سولې لپاره هم خطرناکه تمامېدلی شي.

افغانستان چې نن کوم حالت ته رسېدلی، دا يوازې د طالبانو د واک نه دی، بلکې دا د يو پراخ سياسي، ټولنيز او سيمه‌ييز بدلون نښه ده.

د څلورو لسيزو جګړو، بهرنيو مداخلو، نيابتي جګړو او سياسي بې‌ثباتۍ له کبله افغانه ټولنه ټوټې شوې وه.

په داسې حالاتو کې که يوه داسې ډله چې پخوا يې جهادي يا توندلارې بڼه لرله، اوس د حکومت واګې په لاس کې اخلي او د دولت ادارې فعالوي؛ نو د دوی پر نيت او ستراتيژۍ يو بې‌طرفانه جاج اړين دی.

دا رښتيا ده چې د طالبانو پر ځينو پاليسيو کلک انتقاد کېدای شي، لکه د ښځو تعليم بندول او د ولسي مظاهرو پر حق بنديز، چې د اندېښنې وړ حالت یې رامنځته کړی.

دا ګامونه د نړيوالو بشري حقونو له اصولو سره سمون نه لري او د افغان ولس يو پراخ نفوذ پکې اندېښنه لري؛ خو پوښتنه دا ده چې آيا يوازې د دغو دوه مسايلو پر بنسټ د طالبانو ټول حکومت ردول عاقلانه کار دی؟ که نه، بايد هغه برخې هم وڅېړو چيرته چې د اصلاح اميد يا د بدلون نښې هم ښکاري؟

د طالبانو د حکومت تمرکز اوس پر هغو بنيادي برخو دی چې د يو دولت د بقا او ثبات لپاره اړين دی: امنيت، ملي يووالی، اقتصادي بيا رغونه، او د ژبني، قبيلوي همغږۍ تأمين.

د ښځو د تعليم موضوع که څه هم ډېره مهمه او پېچلې ده؛ خو طالبان دا مؤقتاً شاته اچوي تر څو لومړنۍ اړتياوې لکه امنيت او اقتصادي ثبات سمبال کړي.

د دوی دا ستراتيژيک اولويتونه منل يا نه منل کېدای شي؛ خو دا له پامه غورځول يو تحليلي بې‌انصافي ده.

په امنيتي ډګر کې طالبانو مهم ګامونه اخيستي دي.

د داعش خراسان ډلې پر ضد ګڼ شمېر عمليات ترسره شوي، چې پکې د هغوی مشران وژل شوي دي.

په ځانګړې توګه په ننګرهار، کندوز او کابل کې د امنيتي عملياتو له لارې دا ښکاره شوه چې طالبان نور يوازې يو جهادي ډله نه ده، بلکې د يو دولت د امنيتي ځواک په څېر عمل کوي.

د هېواد په ډېری برخو کې د ننه جګړو شدت کم شوی، او د طالبانو شتون د وېرې نه، د امنيت نښه ګرځېدلې ده.

د انتقام له اړخه هم د طالبانو اوسنی چلند د پخوا په پرتله نرم شوی دی.
د نهمې لسیزې طالبانو او د 2021تمو طالبانو ترمنځ واضحه توپير ليدل کېږي.

پخوا له مخالفينو سره په بې‌رحمۍ چلند کېده، خو اوس عامه بخښنه اعلان شوې او د سياسي مخالفينو سره نسبتاً نرم چلند کيږي.
که څه هم په ځينو سيمو کې شکايتونه شته؛ خو د طالبانو عمومي چلند د يو مثبت تحول نښه ده.

طالبانو د ځوانانو په برخه کې هم غير متوقع خو مثبت ګامونه پورته کړي دي.
د افغان کرکټ لوبډلې فعاليتونه دوام لري، نړيوالو لوبو ته د تګ اجازه ورکړل شوې، او لوبغاړي د حکومتي ملاتړ نه برخمن دي.
نه يوازې دا چې ورزشي فعاليتونه نه دي بند شوي، بلکې ځينو مواردو کې هڅول شوي هم دي، چې دا د هغو کسانو لپاره يو جواب دی چې طالبان يوازې مذهبي سخت‌دريځي ګڼي.

د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د طالبانو چلند تر ډېره عملي او د ملي ګټو پر بنسټ ولاړ دی.
که څه هم نړۍ تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی؛ خو طالبانو د امريکا سره خپلو اړيکو ته په ډېر احتياط پرمختګ ورکړی.

دا د بګرام هوایي اډې په هکله روان اوسنی مجلس یې یو روښانه مثال دی چې طالبان د ملي ګټو لپاره نور له سلا، او مفاهمت څخه کار اخلي.

بله دا چې د ترهګرۍ په ضد مسئلو کې طالبانو د امريکا ځينې اندېښنې منلې دي، تر څو له بشپړ نړيوال يوازیتوب څخه ځان خلاص کړي او دا ښه کار دی.

له چين سره هم طالبانو هوښيار او مفاهمتي چلند غوره کړی دی.
د چين پانګه‌والو ته د کانونو، مخابراتو او انرژۍ په برخو کې د پانګونې بلنه ورکړل شوې.
چين د طالبانو سفير هم ومانه، چې دا د طالبانو لپاره يو مهم نړيوال پرمختګ و.

که وګورو، له ايران سره که څه هم ځينې کړکېچونه وو، په ځانګړې توګه د سرحدي اوبو په مسئله کې؛ خو دا اختلافات د خبرو له لارې حل شوي دي.
همداسی له تاجکستان، ازبکستان او نورو مرکزي آسيا هېوادونو سره د سوداګريزې او انرژۍ اړيکې دوام لري.

له پاکستان سره اړيکې څه ناڅه پېچلې دي، په ځانګړي ډول د ټي‌ټي‌پي په مسئله کې.
پاکستان هم په دې خپه دی چې ګویا ما تاسو شل کاله ساتلي واست، نن ستاسو هر ګام زما د ملي ګټو په ضد دی، هغه که له هند سره اړیکې وي او که سیمه‌ییز امنیتې چارو کې ځانګړې پریکړې کول.
پاکستان هم په بیلابیلو طریقو (هوايي برید کول، کډوال وژل، په نړیوال فورم باندی په طالبانو نیوکې کول دي) هڅې تر لاسه کړي چې په طالبانو فشار راوړي؛ خو ګټه یې نه ده کړې.
وجه فقط د طالبانو ګامونه، د افغانستان د اوږد مهاله ګټو ته دوام ور کول دي چې د اسلام اباد نه ده خوښه.

له هند سره اړیکې جوړول د طالبانو يو زړور ګام دی.
که څه هم سياسي اړيکې يې ښې دي،؛ خو طالبانو د اشرف غني دورې پروژې او اقتصادي فعاليتونه جاري ساتلو ته علاقه ښودلې، چې دا د دوی عملي چلند څرګندوي.

موږ دا ویلی شو چې د طالبانو اوسنی حکومت له هر پلوه مثالي نه دی، او ډېری بشري حقونو سره تړلي مسايل لا هم موجود دي؛ خو پر دغو کمزوریو بنياد د ټولو مثبتو اړخونو، عملي اقداماتو او د ملي ګټو پر بنسټ پاليسيو غندنه يو غير منصفانه چلند دی.

د طالبانو د بريا يا ناکامۍ فيصلې بايد يوازې د مذهبي سخت دريځۍ يا د لويديځ د ټاکل شويو ډيموکراتيکو معيارونو له مخې ونشي، بلکې بايد دا وکتل شي چې طالبان افغانستان تر کومه حده يو باثباته، خپلواک او سوله‌ييز دولت ته بدلولای شي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ یې کټ مټ دلته خپروو.

عمر داودزی:د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله سیاسي عمر پای ته رسېدلی

د کورنیو چارو پخوانی وزیر عمر داودزی وایي چې د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخندزاده سیاسي عمر پای ته رسېدلی.

نوموړي چې د تاج الدین سروش سره یې خبرې کولې ویلي، طالبانو د ملا هبت‌الله د مشرتابه د ساتلو لپاره ډېره هڅه وکړه، خو اوس د تحریک دننه د مخالفتونو څپه مخ په پراخېدو ده.

داوودزي ټینګار کړی، چې د طالبانو د صفونو دننه داسې څېرې زیاتې شوې چې د رهبرۍ بدلون غواړي او فعالانه هڅه کوي نور غړي هم له ځان سره یو ځای کړي.

هغه خبرداری ورکړی، که دا کسان ونه‌شي کولای د طالبانو په نظام کې اصلاحات راولي، نو د طالبانو د واک دوام به نور ناممکن شي.

نوموړي په پای کې وویل: «که طالبان غواړي چې خپل امارت وژغوري، باید ملا هبت‌الله قرباني کړي او بل چا ته د مشرتابه چانس ورکړي څو تحریک له اوسني بحران څخه وباسي.»

ذبیح الله مجاهد:بګرام هوایي اډه کې د امریکا الوتکې ناسته نه ده کړې او نه هم اجازه ورکوو

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د بګرام هوایي اډې کې د امریکایي الوتکې د ناستې خبره رد کړې ده.

ښاغلي مجاهد ویلي چې افغانستان ته د امریکایي پوځیانو بیا راتګ ناشونی دی.

نوموړی په دې اړه خپرېدونکي اوازې یوازې د عامه ذهنونو د خرابولو هڅه بولي.

ایران؛که امریکا پر مونږ برید وکړ؛ نو سیمه کې به یې اډې په نښه کړو

0

رویترز خبري اژانس د یو ایراني لوړ پوړي چارواکي له قوله ویلي، که امریکا پر دوی برید وکړي؛ نو دوی به یې د سیمې هېوادونو کې اډې په نښه کړي.

یاد چارواکي ویلي، چې ایران د ټرمپ د مستقیمو خبرو وړاندیز نه دی منلی؛ خو غیر مستقیمو خبرو ته لېواله دی.

سرچینه، چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وایي، ایران کوېټ، قطر، ترکیې، عراق، امارات او بحرین ته خبرداری ورکړی، چې که د دوی له خاورې په ایران برید وشي؛ نو دا به یو دوښمنانه عمل وي.

امرخېل د پاکستان سیاسي ګوندونو ته:د افغان کډوالو د عزت او حیثیت ساتلو لپاره بېړني ګامونه واخلئ

د ننګرهار پخواني والي ضیاءالحق امرخېل د پاکستان پر سیاسي احزابو غږ کړی، چې د افغان کډوالو د راوتلو مسئله کې د کډوالو حیثیت او عزت ساتلو کې مهم رول ولوبوي.

هغه ویلي، چې د کډوالو راوتلو باندې نیوکه نه کوي؛ خو په دا ډول را اېستل نه دي پکار.

نوموړي زیاته کړې، چې د کډوالو د را اېستلو بهیر خواشینونکی دی، مالونه یې لوټ کېږي او له درده ډک سپکاوي سره مخ دي.

امریکایي رسنۍ:د نجونو د زده‌کړو پر سر د طالب مشرانو اختلافات ژور دي

امریکایي رسنۍ ان‌بي‌سي د طالبانو د درې لوړ پوړو چارواکو په حواله ویلي چې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز پر سر طالب چارواکي خپلو کې مخالف دي.

دغو سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط یادې رسنۍ ته ویلي، چې دا اختلاف ډېر کله د کابل او کندهار ترمنځ وي او د کندهار ځینې قومندانان هم دا یوه اشتباه بولي.

سرچینه زیاتوي، یو شمېر نور طالب چارواکي بیا فکر کوي چې د نجونو د زده‌کړو پلوي طالبان د هبت الله پر ضد دي.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم منلې وه، چې د دوی ترمنځ د نظر اختلاف وجود لري.

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر:له امریکا سره مو مستقیمې خبرې هم نه دي رد کړې.

0

د ایران د وسله والو ځواکونو مشر محمد باقري وايي، چې علي خامنه‌يي له ټرمپ سره پر غیر مستقیمو خبرو اترو هوکړه کړې.

هغه په اشاروي ډول ویلي، چې دوی مستقیمې خبرې هم نه دي رد کړې.

نوموړی وايي، د خامنه‌يي دا اقدام ښيي، چې مونږ د جګړې پلوي نه یوو؛ خو هر برید ته به قوي ځواب ووایو.