پنجشنبه, مې 21, 2026
Homeکورپاڼهپنجاب؛د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۰ نور کسان مړه شوي

پنجاب؛د وروستیو ورښتونو او سیلابونو له امله ۲۰ نور کسان مړه شوي

پاکستاني چارواکي وایي چې د پنجاب ایالت د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۲۰ کسان مړه شوي او ګڼ شمېر نور له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي دي.

دوی وايي چې د درېیو لویو سیندونو د اوبو د زیاتوالي له امله پراخ سېلابونه راوتلي، چې له امله یې کلیوالې سیمې لاندې شوې دي.

راپورونه ښيي چې د ټول هېواد په کچه د وروستیو طبیعي پېښو له کبله تر ۸۰۰ ډېر کسان مړه شوي، پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې او سلګونه زره کسان بې‌ځایه شوي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here