جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 541

اورزولا فن:اروپایي کمېسیون به د هغو کسانو ترڅنګ ودریږي چې د امریکا له تعرفو اغېزمن شوي

0

د اروپایي کمېسیون مشره، اورزولا فن در لاین، د امریکا تعرفې د نړیوال اقتصاد لپاره یو سخت ګوزار بللی او ویلي یې دي چې دا به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې میلیونونو خلکو ته ناوړه پایلې ولري.

هغې د تعرفو پر ضد د یووالي ټینګار کړی او ویلي چې اروپا به د هغو کسانو تر څنګ ودرېږي چې د امریکا د تعرفو تر مستقیم اغېز لاندې راغلي دي.

د اروپایي کمېسیون مشرې زیاته کړې چې له فولاد، موټرو جوړونې او روغتیایي برخو سره ستراتیژیکې خبرې اترې به ترسره شي، او په راتلونکي کې به نور سکتورونه هم پکې شامل شي.

د ګرځندوی او سفر سایټ:افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر کم شوی

د ګرځندوی او سفر په نوم یو سایټ ویلي، چې د امنیتي اندېښنو او بشري حقونو د نقض له کبله افغانستان ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر کم شوی دی.

یاد سایټ افغانستان ته د کاناډایي وګړو د سفر په اړه ویلي، چې تاوتریخوالی او د بې ثباتي زیاتېدل د دې چارې سبب شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت وایي، د دوی له راتګ سره افغانستان ته د بهرنیو سیالانیانو د راتګ شمېر زیات شوی.

خلیلزاد:د پاکستان اوسنی حکومت په دغه هېواد کې د درې لویو بحرانونو اصلي لامل دی

0

افغان سولې لپاره د پاکستان ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان حکومت اساسي اصلاحاتو ته اړتیا لري.

نوموړي ویلي، چې د پاکستان اوسنی نظام په دغه هېواد کې د امنیتي، سیاسي او اقتصادي بحرانونو اصلي لامل دی.

هغه یو وار بیا د عمران خان په ازادولو، د تحریک انصاف ګوند، حکومت او نورو سیاسي جریانونو ترمنځ په خبرو ټینګار کړی.

خلیلزاد تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې که د پاکستان حکومت عمران خان له بنده ازاد نه کړي؛ ښايي ژر سقوط شي.

لانګ وار ژورنال:له طالبانو سره د ټرمپ تعامل دا ښیي چې دا ډله د القاعده په اړه له حساب کتابه پاکه شوې

د لانګ وار ژورنال ویب‌سایټ ویلي چې د سراج‌الدین حقاني د نیولو لپاره د جایزې لغوه کول د ټرمپ ادارې د طالبانو سره د تعامل د پخوانۍ تګلارې دوام ښيي.

په مقاله کې د زلمي خلیلزاد د افغانستان سیاسي ډګر ته د بېرته راستنېدو یادونه هم شوې ده.

د لانګ وار ژورنال مدیر ویلي، چې د ټرمپ ادارې له طالبانو سره تعامل دا ښيي چې دغه ډله به القاعدې ته د پټن‌ځای برابرولو لپاره حساب ورنکړي.

د مقالې له مخې، که څه هم د ټرمپ اداره لومړۍ اداره نه ده چې ترهګرو ته امتیازات ورکوي؛ خو دا پرېکړه د حقاني شبکه پیاوړې کولی شي.

د لانګ وار ژورنال مطلب وايي چې د دوحې تړون د طالبانو سره د مذاکراتو پایله وه، چې د امریکايي ځواکونو د وتلو سبب شو.

چین:که امریکا تعرفې لغوه نه کړي؛ نو زمونږ د متقابل اقدام انتظار دې وباسي

0

د چین د سوداګرۍ وزارت له امریکا حکومت څخه غوښتي چې ژر تر ژره یو اړخیز تعرفې لغوه کړي او اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.

دې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بیجینګ د واشنګټن له دې اقداماتو سره مخالف دی او د خپلو حقونو او ګټو د ساتنې لپاره به متقابل اقدامات وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نه یوازې پر ټولو وارداتي توکو ۱۰ سلنه تعرفه لګولې، بلکې د چین پر اجناسو یې ۳۴ سلنه او د اروپايي توکو پر اجناسو یې ۲۰ سلنه تعرفه هم وضع کړې ده.

حماس:د اسرائیل له لوري د اوربند جوړې شوې طرحې ته به ځواب ورنکړو

0

حماس وایي چې د اسرائیل له لوري وړاندیز شوي اوربند طرحې ته به ځواب ورنه کړي.

حماس زیاتوي چې د منځګړو هیوادونو، لکه مصر او قطر، له طرحې څخه ملاتړ کوي.

د حماس له لوري د قطر او مصر د موافقې تر منلو وروسته، اسرائیل ویلي چې د امریکا په همکارۍ د غزې لپاره پر نوې اوربند طرحه کار کوي.

رویټرز ویلي، چې دا طرحه د جنورۍ د ۱۷مې نېټې پر توافق ولاړه ده او اوربند به د ۵۰ ورځو لپاره غځوي.

په دې موده کې، د پاتې بندیانو د تبادلې تر څنګ، د راتلونکو مسایلو په اړه هم خبرې اترې کیږي.

د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار:طالبان نه مسلمان دي او نه هم زمونږ وروڼه دي

د پاکستان د لومړي وزیر پخوانی سلاکار مصطفی کهوکهر له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د حکومت پر هڅو سخته نیوکه کړې او ویلي:« طالبان نه مسلمانان دي او نه وروڼه.» هغه د نجونو د ښوونځیو د تړلو په ګډون د ښځو پر وړاندې د طالبانو کړنو ته په اشارې سره ویلي چې دغې ډلې د اسلام څېره بدنامه کړې او دغه مبین او ښکلی دین یې مسخره کړی دی.


نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې تېره میاشت کابل ته د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي صادق خان له سفر وروسته دواړو لورو په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د پټنځایونو، د ټرانزیټ او اقتصادي مسایلو په اړه د خبرو د بیا پیل لپاره منډې رامنډې راپیل کړي دي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر:د عدلیې نړیوالې محکمې ته له ایرانه شکایت کوو

0

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوئل ویلي، چې هېواد به یې نړیوالې عدلیې محکمې ته له ایرانه شکایت وکړي.

نوموړي ویلی، ایران د بندیانو حقونه نه مراعتوي او له دوی سره ناوړه چلند کوي.

هغه هیله څرګنده کړې چې د پاریس لخوا وړاندیز شوي بندیزونه، چې د ایران د دولتي یرغمل نیولو له پالیسۍ سره تړاو لري، د اپرېل په ۱۳مه د اروپايي اتحادیې له خوا تصویب شي.

د امریکا کانګرس غړي؛ظاهر اغبر امریکا ته دعوت کړی

د امریکا کانګرس یو غړي تیم بورچت، تاجکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر ظاهر اغبر امریکا ته دعوت کړی.

بورچت پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اغبر ته یې د صالح په څېر بلنه ورکړې.

نوموړي لیکلي، چې سفیر اغبر په زړورتیا سره، د کابل له حکومت منلو ډډه وکړه او په واقعي معنی یې د افغانستان د خلکو استازولي وکړه.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د بورچت لخوا امرالله صالح ته په بلن‌لیک کې د ولسمشر خطاب شوی وو.

ذبیح الله مجاهد:تېر کال مو پر کونډو، یتیمو او معلولینو دولس نیم میلیارده افغانۍ وېشلې دي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، تېر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته دولس نیم میلیارده افغانۍ بودجه ځانګړې او پر دوی وېشل شوې ده.

نوموړي ویلي، ټول هېواد کې 653زره ۲۶۵ تنه کونډې، یتیمان او معلولین شته، چې ۱۶۷ زره او ۶۴۵ تنه یې د دوی د حکومت، ۱۲۲ زره او ۲۹۹ د جمهوریت او پاتې نور بیا د بېلابېلو عواملو له کبله په دغه ډله کې شامل شوي.