پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 54

د امریکا دفاع وزارت:ایران سره په روانه پوځي جګړه کې لګښتونه ۲۵میلیارده ډالرو ته رسیدلي

0

د امریکا دفاع وزارت وايي چې له ایران سره د روانې پوځي جګړې لګښت تر اوسه شاوخوا ۲۵ میلیارده ډالرو ته رسېدلی، چې دا د پنټاګون له لوري د دې کمپاین لومړنی رسمي او واضح مالي اټکل بلل کېږي.

د پنټاګون سرپرست محاسب جُولز هرسټ د امریکا د استازو جرګې د وسله‌والو خدماتو کمیټې ته ویلي چې د دې لګښت ډېره برخه په مهماتو، هوايي بریدونو، سمندري عملیاتو او د پوځي تجهیزاتو په بیا ډکولو لګېدلې ده.

هغه زیاته کړه چې یوازې د جګړې په لومړۍ اوونۍ کې شاوخوا ۱۱ میلیارده ډالر مصرف شوي وو.

د دفاع وزارت چارواکي وايي، سره له دې چې یو لنډ اوربند هم رامنځته شوی، خو د عملیاتو بشپړ پای لا نه دی روښانه او لګښتونه روان دي.

د دوی په وینا، د منځني ختیځ د دې کمپاین ټولیزه بیه ښايي تر سلګونو میلیارده ډالرو هم واوړي، ځکه د وسلو او دفاعي سیستمونو د بیا برابرولو اړتیا ډېره زیاته ده.

پنټاګون ویلي چې د اضافي بودجې غوښتنه به ډېر ژر کانګرس ته وړاندې کړي، خو وروستی رقم به هغه وخت اعلان شي کله چې د جګړې د ټولو لګښتونو بشپړه ارزونه وشي.

د فوټبال نړیوال فدراسیون(فیفا)؛د افغانستان ښځینه فوټبال ټیم ته په نړیوالو سیالیو کې د لوبیدو اجازه ورکړه

د فوټبال نړیوال فدراسیون (فیفا) د یوې نوې پرېکړې له مخې افغان ښځینه فوټبال ټیم ته اجازه ورکړې چې بېرته په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړي.

دغه پرېکړه د فیفا شورا په غونډه کې د کاناډا په وانکوور ښار کې تصویب شوې، چې له مخې یې په استثنايي حالاتو کې هغه ټیمونه هم په رسمیت پېژندل کېږي چې د خپلو شرایطو له امله له سیالیو پاتې شوي وي.

د افغان ښځینه ټیم پخوانۍ کپتانه خالده پوپل ویلي، دا به د افغان ښځو لپاره د مقاومت یو مهم سمبول وي او دوی به د کډوالۍ په ټولنو کې د نجونو استعدادونو ته وده ورکړي.

افغان ښځینه ټیم له ۲۰۱۸ کال راهیسې نړیوالو سیالیو کې برخه نه ده اخیستې، او په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د سپورټ بندیزونو له امله ډېری لوبغاړې بهر ته کډه شوې.

د فیفا مشر جیاني انفانتینو ویلي، دا پرېکړه به افغان لوبغاړو ته دا زمینه برابره کړي چې له بشپړ نړیوال رسمیت سره سیالیو ته راستانه شي.

ټاکل شوې افغان ښځینه ټیم په جون میاشت کې بېرته سیالیو ته راوګرځي.

روسیه؛د اوکراین له ویرې د بریا ورځې پوځي پریډ په محدود ډول ترسره کوي

0

د روسیې چارواکو اعلان کړی چې د مسکو د «بریا ورځې» سږنی پوځي پریډ به د اوکراین له لوري د احتمالي بریدونو د ګواښ له امله په محدود ډول ترسره شي.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف ویلي چې د ترهګریز ګواښ له امله ټول امنیتي تدابیر نیول کېږي؛ خو پریډ به بیا هم د مسکو په سره میدان کې ترسره شي.

د روسیې د دفاع وزارت هم څرګنده کړې چې سږ کال به په پریډ کې درانه پوځي وسایط، ټانکونه او د پوځي ښوونځیو زده‌کوونکي ګډون ونه لري، او دا پرېکړه یې د اوسني امنیتي وضعیت له امله بللې ده.

دغه بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې اوکراین په وروستیو کې د روسیې په ځینو سیمو کې خپل بریدونه زیات کړي دي.

کیف وایي چې یوازې نظامي هدفونه په نښه کوي؛.خو مسکو بیا اوکراین د ترهګریزو فعالیتونو په ترسره کولو تورنوي.

د یادونې ده چې دا لومړی ځل دی چې د اوکراین د جګړې له پیل راهیسې په مسکو کې د بریا ورځې پریډ له درنو پوځي تجهیزاتو پرته ترسره کېږي.

شهباز شریف:د ایران او امریکا د جګړې له امله د ستونزو یو غر زموږ مخې ته ولاړ دی

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د منځګړیتوب هڅې لا هم روانې دي، خو د سولې خبرې اوس مهال له خنډ سره مخ شوې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لپاره هڅې کېږي، خو په وینا یې، د مذاکراتو بهیر د بېلابېلو ستونزو له امله په ټپه درېدلی دی.

شهباز شریف د هېواد د اقتصادي وضعیت په اړه هم خبرې کړې او ویلي یې دي چې د ستونزو یو غر زموږ مخې ته ولاړ دی، په ځانګړي ډول یې د سون‌توکو د بیو لوړېدو ته اشاره کړې ده.

هغه ډاډ څرګند کړی چې حکومت د دغو ستونزو د حل لپاره کار کوي او په وینا یې، تمه ده چې دا ننګونې به په نږدې راتلونکې کې حل شي.

د بریتانیا لومړی وزیر:لندن کې پر دوه تنو د چاقو برید د ژورې اندېښنې وړ دی

0

د بریتانیا لومړي وزیر کی‌یر استارمر ویلي چې په لندن کې د چهارشنبې ورځې د چاقو برید، چې له امله یې دوه کسان ټپیان شوي، ژور اندېښمنوونکی دی.

نوموړي په پارلمان کې د استازو د پوښتنو په ځواب کې ویلي چې دا پېښه د ټولو لپاره د اندېښنې وړ ده او زیاته کړې چې د پارلماني غونډې تر پیل مخکې د پېښې په اړه خبر شوی و.

استارمر ټینګار کړی چې پولیسو د پېښې په اړه څېړنې پیل کړې دي او ویلي چې ټول باید له دې بهیر سره مرسته وکړي، څو حقیقت روښانه شي.

هغه همداراز څرګنده کړې چې حکومت د دا ډول جرمونو پر وړاندې جدي دریځ لري او ټینګار یې کړی چې په وروستیو کې د دې ډول پېښو زیاتوالی د لا قوي اقداماتو اړتیا ښيي.

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت:کابل کې د ۵جي انټرنېټ ازمایښتي پړاو پیل شو

د طالبانو حکومت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت چارواکي وايي، په کابل ښار کې د لومړي ځل لپاره د ۵جي انټرنېټي خدماتو ازمایښتي پړاو پیل شوی دی.

د وزارت د ویاند عنایت‌الله الکوزي د معلوماتو له مخې، د افغان بېسیم مخابراتي شرکت له لوري په ۷۴ مخابراتي انتنونو کې د انټرنېټ ظرفیت ۵جي ته لوړ شوی، چې دا به د انټرنېټ د سرعت او کیفیت په ښه‌والي کې مهم بدلون راولي.

د افغان بېسیم مسؤلینو ویلي چې دا پروژه اوس مهال ازمایښتي ده او تر بشپړې ارزونې وروسته به هڅه وشي چې دغه خدمات د هېواد نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

ندا محمد ندیم:پر کونړ بریدونه د افغان ځوانانو حوصله نه شي ماتولای

د طالبانو حکومت د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم د کونړ پر وروستیو بریدونو سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې دا ډول پېښې به د افغان زده‌کړیالانو پر عزم او زده‌کړو هېڅ اغېز ونه لري.

نوموړي په اسعداباد کې د یوې دیني غونډې پر مهال ویلي چې که څه هم وروستیو بریدونو مرګ‌ژوبله اړولې؛ خو افغان ځوانان به خپل تعلیمي مسیر ته دوام ورکړي او له ستونزو سره به مقابله وکړي.

ندیم، چې د ټپي شویو زده‌کړیالانو د پوښتنې لپاره هم ورغلی و، ټینګار کړی چې افغانان کمزوري نه دي او د ده په وینا، د دې ډول بریدونو پر وړاندې به مناسب ځواب ورکړل شي.

د راپورونو له مخې، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه اووه تنه وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي، چې ډېری یې ملکي وګړي او زده‌کړیالان دي.

شیخ هبت‌الله:طالب چارواکي دې د علماوو مشورې واوري او درناوی دې وکړي

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده د مالیې وزارت د مسؤلینو لپاره په جوړ شوي دوه ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ویلي چې د اسلامي نظام مسؤلیت د شریعت پلي کول دي او ټولو مسؤلینو ته لازمه ده چې د خپلو دندو اړوند شرعي زده‌کړه ترلاسه کړي.

نوموړي له طالب چارواکو غوښتي چې د علماوو مشورې واوري، درناوی یې وکړي او د دیني ارزښتونو په پیاوړتیا کې خپل رول ادا کړي.

هغه همداراز د بیت‌المال پر ساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په ګمرکونو کې راټولېدونکې عواید د خلکو مال دی، نو باید له ډېر احتیاط سره مصرف شي او یوازې د عامه ګټو لپاره وکارول شي، نه د شخصي موخو لپاره.

نوموړي زیاته کړې چې چارواکي باید ځانونه د خلکو خادمان وبولي، د خلکو اړتیاوو ته رسېدنه وکړي او د اسلامي اصولو په چوکاټ کې د ټولنې خدمت وکړي.

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند الوخېل سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه دولتي اعلان شوه

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اړوند د الوخېل په سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه د محکمې د پرېکړې له مخې د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.

د چارواکو په وینا، دا ځمکه چې په دوو جلا کادستري برخو کې شامله ده، د قانوني اسنادو، املاکي ثبتونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته د دولت په نوم ثبت شوې ده.

وزارت ټینګار کړی چې دغه ساحه به د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپارل شي، څو راتلونکې کې یې د ساتنې او قانوني کارونې چارې تنظیم شي.

د عدلیې وزارت زیاتوي چې د دولتي ځمکو د تثبیت او له غاصبینو د بېرته اخیستلو بهیر په ټول هېواد کې دوام لري او دا اقدام د عامه شتمنیو د ساتنې په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

نړیوال بانک:د انرژۍ بیې به سږکال په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو ډېرې لوړې شي

0

راپورونه وایي، د فارس خلیج په سیمه کې د روانو کړکېچونو له امله نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بیو په اړه نوې ارزونې خپرې کړې دي.

د نړیوال بانک کارپوهان اټکل کوي چې د انرژۍ بیې به سږکال شاوخوا ۲۴ سلنه لوړې شي، چې دا به د ۲۰۲۲ کال د روسیې او اوکراین جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه وي.

په راپور کې ویل شوي چې د انرژۍ د بیو دغه زیاتوالی نه یوازې د تېلو او ګازو بازار اغېزمنوي، بلکې د نړیوال تولید پر سکتور هم فشار راولي او ښایي د بیو د نورو ناڅاپي لوړیدو لامل شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انرژۍ د بیو دوامداره لوړوالی کولای شي په نړیوالو بازارونو کې د بې‌ثباتۍ لړۍ نوره هم چټکه کړي او د اقتصاد پر بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرېږدي.