پنجشنبه, مې 28, 2026
Home Blog Page 53

حامد کرزی:د نجونو پر زده کړو بندیز افغانستان د خطرناک بحران پر لور روان کړی

0

د هیواد پخواني ولسمشر حامد کرزي يو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو د بندیز د دوام په اړه جدي اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، که دا وضعیت دوام وکړي، هېواد به تر ۲۰۳۰ کال پورې له سختو بشري کمښتونو سره مخ شي.

کرزي د ملګرو کلتونو د ماشومانو صندوق د تازه راپور په حواله ویلي، چې د نجونو د تعلیم د بندیز له امله به افغانستان د څه باندې ۲۰ زره ښځینه ښوونکو او له ۵ زره زیاتو ښځینه روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخ شي، او د زده‌کړو بې‌برخې نجونې به له دوو میلیونو واوړي.

هغه ټینګار کړی چې د ښوونځیو او پوهنتونونو تړل کېدل نه یوازې د هېواد ملي وړتیا کمزورې کوي، بلکې افغانستان به له بهرنیو مرستو لا ډېر متکي کړي.

کرزي یو ځل بیا غوښتنه کړې چې د نجونو پر مخ دې د زده‌کړو دروازې ژر تر ژره پرانیستل شي، څو هېواد وکولای شي خپلې ستونزې د خپلو ځوانانو په مټ حل او له بهرنیو اړتیاوو ځان خلاص کړي.

سنتکام:د جرالد فورډ الوتکې وړونکې بېړۍ لا هم په سره سمندر کې فعاله ده

0

د امریکا مرکزي قومانداني (سنتکام) په اېکس شبکه کې د انځورونو په خپرولو سره ویلي چې د «جرالد فورډ» په نوم الوتکې وړونکې بېړۍ دا مهال په سره سمندر کې روانې دي او عادي هوايي عملیات ترسره کوي.

سنتکام زیاته کړې چې دغه بېړۍ خپل منظم ماموریت ته دوام ورکوي.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې دا بېړۍ به د ترمیم لپاره امریکا ته ستنې شي.

شهباز شریف:د ایران جګړې او افغانستان سره د پاکستان د لارې د بندیدو له امله د دغه هېواد اوونیز لګښت نږدې درې چنده شوی

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي چې د هرمز تنګي د وضعیت خرابېدو او له افغانستان سره د سوداګریزو دروازو د تړل کېدو وروسته د هېواد د تېلو اوونیز لګښت له شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالرو څخه نږدې ۸۰۰ میلیونه ډالرو ته لوړ شوی دی.

هغه ویلي چې په منځني ختیځ کې جګړې د سون توکو نړیوالې بیې لوړې کړې او د هرمز تنګي د کښتۍ تګ راتګ له فبرورۍ له ۲۸مې وروسته ګډوډ شوی، چې له امله یې د نړیوالو تېلو بازار سخت اغېزمن شوی دی.

هغه دا هم ویلي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ د لارو بندېدو د پاکستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړی او هېواد د فشارونو له زیاتېدو سره مخ دی.

شهباز شریف ټینګار کړی چې پاکستان د جګړې له پیل مخکې په اقتصادي برخه کې مثبتې نښې لرلې، خو د روانو نړیوالو کړکېچونو له امله د هېواد اقتصادي پرمختګ زیانمن شوی او د تېرو دوو کلونو هڅې له منځه تللې دي.

اکسیوس:ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر ضد د احتمالي پوځي عملیاتو نوې طرحې وړاندې کېږي

0

اکسیوس د دوو باخبره سرچینو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د پنجشنبې په ورځ د امریکا د مرکزي قوماندې (سنتکام) له مشر جنرال براد کوپر څخه د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقداماتو په اړه معلومات ترلاسه کړي.

د راپور له مخې، سنتکام داسې طرحه چمتو کړې چې پکې پر ایران لنډمهاله خو شدید بریدونه شامل دي، او ښايي د زیربناوو هدف ګرځول هم پکې وي.

سرچینې وایي، بل وړاندیز شوی پلان د هرمز تنګي د یوې برخې د نیولو په اړه دی، څو دا مهمه نړیواله سوداګریزه لاره بیا د تجارتي بېړیو پر مخ پرانېستل شي.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې دا عملیات ممکن د ځمکنيو ځواکونو کارول هم ولري.

اکسیوس زیاتوي چې په غونډه کې ښايي د ځانګړو ځواکونو هغه عملیات هم مطرح شي چې هدف یې د ایران د لوړ غلظت لرونکي یورانیمو زیرمو ترلاسه کول دي.

مولوي عبدالسلام حنفي؛د راستنېدونکو د ستونزو د ارزونې په موخه ننګرهار ته تللی

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د یوه پلاوي په مشرۍ ننګرهار ته سفر کړی، چې د کور او ښار جوړونې وزیر نجیب‌الله حقاني هم ورسره مل دی.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ښاغلي حنفي اړوندو مسوولینو ته سپارښتنه کړې چې له پاکستان څخه راستنېدونکو کډوالو ته غوره او منظم خدمات وړاندې کړي، څو د هغوی اړتیاوې په سمه توګه پوره شي.

په اعلامیه کې همداراز راغلي چې نوموړي په ننګرهار کې د راستنېدونکو دایمي مېشتېدنې بهیر ارزولی او د دې بهیر د لا ښه تنظیم لپاره یې لازمې لارښوونې کړي دي.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو کې له پاکستان څخه د افغانانو د راستنېدو بهیر چټک شوی او هره ورځ زرګونه کسان خپل هېواد ته راګرځي.

ډونالډ ټرمپ؛د هرمز تنګي نوم خپل نوم «د ټرمپ تنګی» ته بدل کړی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشیال کې د هرمز تنګي یوه نقشه خپره کړې چې پکې د دې مهم سمندري تنګي نوم «د ټرمپ تنګي» ته بدل شوی ښودل شوی دی.

تر اوسه د دې اقدام په اړه د سپینې ماڼۍ رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی، خو دا کار په داسې وخت کې کېږي چې په سیمه کې سیاسي او پوځي ترینګلتیاوې زیاتې شوې دي.

د هرمز تنګی د نړۍ له مهمو ستراتیژیکو لارو څخه ګڼل کېږي، چې د نړیوالو نفتو د لېږد یوه لویه برخه ترې تېرېږي.

د امریکا د کورنیو چارو وزیر:پر ایران اقتصادي فشار د ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي لپاره زیاتېږي

0

د امریکا د کورنیو چارو وزیر، داګ برګم ویلي چې ایران د نفتو له عوایدو څخه تر ۲۴ پورې وسله‌والو ډلو ته مالي ملاتړ ورکاوه، او واشنګټن هڅه کوي د اقتصادي او انرژۍ فشارونو په زیاتولو سره د ترهګرۍ د تمویل مخه ونیسي.

برګم وویل: «هغوی د نفتو له پیسو څخه تر ۲۴ بېلابېلو ترهګرو ډلو ته مالي ملاتړ ورکاوه. نو ځکه دا محاصره یوازې فزیکي نه ده، بلکې اقتصادي محاصره هم ده، څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی نور د نړۍ په کچه د ترهګرۍ او برمته نیولو لپاره نغدې پیسې ونه لري.»

هغه زیاته کړې چې د ایران حکومت په اصل کې هماغه د سپاه پاسداران دی چې یو نفتي هېواد اداره کوي، او د واشنګټن فشارونه پر تهران د دې لپاره دي چې د سیمې او نړۍ په کچه د نیابتي ډلو مالي سرچینې وتړي.

برګم وویل: «موږ باید نور د ایران نوم ونه کاروو، بلکې باید هغه یوازې سپاه پاسداران وبولو. موږ له یوه ترهګر سازمان سره مخ یو چې د نفتو میدان لري، او لکه څنګه چې د امریکا ولسمشر ویلي، هغوی له پوځي پلوه مات شوي دي.»

ذبیح الله مجاهد، روسیې ته:افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی، اندېښنې مه کوئ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د دفاع وزیر اندري بلوسوف هغه څرګندونې په کلکه رد کړې چې افغانستان یې د ترهګرۍ سرچینه بللې وه.

ښاغلي مجاهد ویلي، دا اندېښنې بې‌ځایه دي او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.

بلخوا، تېره ورځ د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې بلوسوف ویلي وو چې افغانستان لا هم بې‌ثباته دی او د ترهګریزو ګواښونو مهمه سرچینه پاتې ده.

د طالبانو حکومت وایي چې په افغانستان کې هېڅ بهرنۍ وسله‌واله ډله نشته او ټول هېواد د دوی تر کنټرول لاندې دی.

دغه راز د طالبانو حکومت ډاډ ورکوي چې هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو پر ضد وکاروي.

امریکایي رسنۍ:د کابل د ابي ګیټ په برید، پاکستان کې نیول شوی تورن، امریکا کې د ۲۰ کلونو بند سزا سره مخ دی

یو تن چې د (داعش) له خراسان څانګې سره د تړاو په شک تورن و، د ۲۰۲۱ کال د کابل هوايي ډګر د برید په تړاو په امریکا کې د توطیې په جرم مجرم وپېژندل شو.

محمد شريف‌الله د فدرالي محکمې له لوري د ترهګرۍ د ملاتړ په تور محکوم شوی او تر ۲۰ کلونو پورې د بند له سزا سره مخ دی. خو منصفه پلاوي ونه شوای کولی پرېکړه وکړي چې آیا د برید مرګونه مستقیم د هغه د کړنو پایله وه که نه، چې دا به د لا سختې سزا لامل ګرځېدلی وای.

د یادونې وړ ده چې د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۲۶مه د کابل هوايي ډګر «ابي ګېټ» دروازه کې په ځانمرګي برید کې شاوخوا ۱۶۰ افغانان او ۱۳ امریکايي سرتېري ووژل شول.

د محکمې له لوري تر اوسه د سزا وروستۍ نېټه نه ده اعلان شوې.

د راپورونو له مخې، محمد شريف‌الله لومړی په پاکستان کې نیول شوی و او وروسته امریکا ته وسپارل شو، څو هلته محاکمه شي.

کارولین لیوېت:مېړه مې ۳۲ کاله رانه مشر دی؛ خو ورسره ډېر خوښ او بریالی ژوند لرم

0

د امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې، کارولین لیوېت د خپل شخصي ژوند په اړه په تازه څرګندونو کې ویلي چې د هغې واده له یو شتمن او تر ځان ډېر عمر لرونکي کس سره غیرمعمولي دی؛ خو زیاتوي چې دا اړیکه یې بریالۍ او خوښه ده.

لیوېت، چې ۲۸ کاله عمر لري، له خپل مېړه نیکولاس ریکیو سره د پام وړ د عمر توپیر لري، ځکه نوموړی شاوخوا ۶۰ کلن دی.

هغې ویلي چې مېړه یې د ژوند په ستونزمنو پړاوونو کې بشپړ ملاتړ ورسره کړی او هغه یې تر ټولو ښه پلار بللی.

لیوېت دا هم ویلي چې د ژوند د فشارونو سره سره، د خپل مېړه ملاتړ د هغې لپاره ډېر ارزښت لري او خپل واده یې بریالی او ثابت ګڼلی.

د معلوماتو له مخې، دواړه په ۲۰۲۲ کال کې هغه مهال سره وپېژندل، کله چې لیوېت د کانګرس لپاره ټاکنیز کمپاین کاوه.

وروسته یې اړیکه مینې ته واوښته او په ۲۰۲۳ کال کې کوژده وشوه.

راپورونه وايي چې دوی یو زوی هم لري چې په ۲۰۲۴ کال کې زیږېدلی دی.