یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 539

طالبانو؛مولوي عطاءالله فیضاني له تلویزوني خپرونو منع کړی

طالبانو له یو خصوصي ټلویزون څخه مولوي عطاءالله فیضاني شړلی.

فیضاني په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې شهرت ته رسېدلی وو؛ خو طالبانو د یاد ټلویزون مشرتابه ته ویلي، چې دغه مُلا باید لرې او پر ځای یې باید یو طالب مُلا مقرر شي.

فیضاني سره خپرونو کې تر ډېره ښځینه‌وو خپلې ستونزې شریکولې.

د تهران او واشنګټن ترمنځ؛د مذاکراتو څلورم پړاو وځنډید

د ایران او امریکا ترمنځ د غیرمستقیمو خبرو څلورم پړاو وځنډېد.

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر بن حمد البوسعیدي ویلي، چې د لوژستیکي دلایلو له امله، موږ د امریکا او ایران ترمنځ هغه ناسته بیا تنظیموو، چې ټاکل شوې وه د مې په درېیمه، د شنبې په ورځ په روم کې ترسره شي.

نوموړي زیاته کړې، چې نوی تاریخ به د دواړو لورو تر توافق وروسته اعلان شي.

د یادونې ده چې د تهران او واشنګټن ترمنځ څلورم پړاو خبرې راتلونکې شنبې ورځ پلان شوې وې.

پاکستانۍ رسنۍ:تېره شپه څلور هندي جنګي الوتکو د پاکستان پر فضاء ګزمې کړي

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې تېره شپه څلور هندي جنګي الوتکو کشمیر کې ګزمې کړې؛ خو له پاکستاني الوتکو سره د مخامخ کېدو وروسته بېرته وتلې دي.

پاکستاني چارواکي ادعا کوي چې هند ښايي په نږدې ساعتونو کې نظامي برید وکړي.

په ورته وخت کې، ګڼو پاکستاني چارواکو او سیاسیونو د هند پر وړاندې غږ پورته کړی او هند ته خبرداری ورکوي چې د هر ډول برید ځواب به ورکړي.

کارپوهان وایي، پاکستان هڅه کوي له نړیوالو ملاتړ ترلاسه کړي او پر هند د فشار فضا رامنځته کړي، څو د جګړې مخه ونیسي.

د یادونې ده، چې د دواړو هېوادونو اړیکې د پهلګام خونړۍ پېښې وروسته کړکېچنې شوې دي.

عاصم منیر:که هند د برید هڅه وکړه؛ موږ هم قوي ځواب ورکوو

د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر خبرداری ورکړی، چې که هند هر ډول د نظامي برید هڅه وکړي؛ نو پاکستان به یې په چټک، پیاوړي او پرېکنده ډول ځواب ورکړي.

هغه ویلي، موږ د هر ډول یرغل لپاره چمتو یوو او هر ډول برید ته به سخت، ژر او لا پیاوړی ځواب ورکړو.

نوموړي دا څرګندونې د نظامي تمریناتو پرمهال کړې دي.

بلاول بوټو:نړیواله ټولنه باید د احتمالي جګړې د مخنيوي لپاره مداخله وکړي

د پاکستان د خلکو ګوند مشر او پخوانی د بهرنيو چارو وزير، بلاول بوتو زرداري له نړيوالې ټولنې غوښتي چې د هند او پاکستان ترمنځ د احتمالي پوځي شخړې د مخنيوي لپاره مداخله وکړي.

هغه د پاکستان د وسله‌والو ځواکونو د چمتووالي يادونه کړې او ويلي چې که هند حمله وکړي، پاکستان به پر ځواب ورکولو آماده وي.

بلاول د هند او پاکستان ترمنځ د پخوانیو جګړو په تاريخ خبرې کړې او د شفافو تحقیقاتو غوښتنه يې کړې ده.

هغه خبرداری ورکړی که چېرې دا تحقیقات ترسره نشي، شخړه ممکن په بشپړه جګړه بدله شي.

زرداري زياته کړې چې دواړه هېوادونه اتومي قدرتونه دي او د اتومي شخړې خطر باید له پامه ونه غورځول شي.

جرمني؛د پناه‌ غوښتونکو لپاره نوي محدودیتونه اعلان کړل

د جرمني نوې حکومت د فریدریش مرتس په مشرۍ اعلان کړی چې د ثور له ۱۷مې څخه به د دغه هېواد پولې سختې وڅارل شي او د پناه‌ غوښتونکو د منلو په برخه کې به نوي محدودیتونه پلي شي.

د حکومت په وینا، دا اقدامات د غیرقانوني مهاجرت د مخنیوي او د ناقانونه مهاجرو د ژر بېرته استولو په هدف ترسره کېږي.

د دغه هېواد د لومړي وزیر د دفتر مشر تورستن فرای ویلي، چې د اروپایي اتحادیې د اصولو له مخې باید پناه‌ غوښتونکي په هغه لومړي اروپایي هېواد کې چې ورته داخلېږي، د پناه غوښتنه وکړي؛ خو اکثره یې مستقیماً جرمني ته ورځي.

سره له دې چې ائتلافي ګوندونه دغه تګلاره تائیدوي؛ خو د سوسیال دموکرات ګوند ځینې غړي دا ګام «غیرقانوني او ناکام» بولي.

نعیم وردګ: نړیواله ټولنه دې همکاري وکړي، اقتصادي وضیعت مو خرابېږي!

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال محمد نعیم وردګ ویلي، نړیواله ټولنه د ښځو، ماشومانو او کارګرو د حقونو په برخه کې دوه‌ګونی چلند کوي.

نوموړي دا څرګندونې د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت یوې غونډې ته کړې.

هغه زیاته کړې، که یو حکومت له نورو هېوادونو سره تعامل ونه لري؛ نو دا وضعیت د هېواد پر سوداګرۍ او اقتصادي راکړې ورکړې مستقیم اغېز کوي.

نعیم دا هم ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره له تېرو نږدې څلورو کلونو راهیسې ستر ظلم روان دی.

نوموړي د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې موضوع ته په اشارې ویلي، نړیوال باید له افغان ولس سره د عدالت پر بنسټ چلند وکړي.

روسي سناتور:د ټرمپ د اوکراین جګړې د پای ته رسولو هڅه له افغانستانه د امریکا ماتې سره تړلې ده

د روسیې سناتور الکسي پوشکوف ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي اوکراین کې روانه جګړه ژر پای ته ورسوي، ځکه د افغانستان د جګړې تجربې پر هغه ژور اغېز کړی دی.

نوموړي په خپل ټیلیګرام چینل لیکلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو شرموونکي وتل د ټرمپ پر لیدلوري تاثیر کړی او نه غواړي امریکا د اوکراین په جګړه کې ښکېله پاتې شي.

ټرمپ مخکې هم ویلي، چې که هغه ولسمشر وای، د اوکراین جګړه به نه پیلېدله.

امیرخان متقي:«اسلامي امارت» له امریکا سره د اړیکو پراخېدو هیله لري

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي ویلي، چې موږ هیله لرو چې له امریکا سره اړیکې په تدریجي ډول پراخې شي.

نوموړي دا څرګندونې الجزیره شبکې سره په تازه مرکه کې کړې دي.

متقي ویلي، که د افغانستان اوسني واقعیتونه د ناسمو تبلیغاتو پر ځای په پام کې ونیول شي، نو د اړیکو د ښه‌والي لپاره واقعي فرصت رامنځته کېدای شي.

هغه زیاته کړه چې نه غواړي د تېرو کلونو ترخې تجربې تکرار شي.

د نوموړي په وینا، عمومي عفوه اعلان شوې او اوس افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، چیرته چې حکومت د خلکو استازیتوب کوي.

متقي دا هم ویلي، چې په هېواد کې کومه منظم اپوزیسیون یا مخالفه ډله نه شته.

نوموړي پر افغانستان لګول شوي بندیزونه ناعادلانه بللي او ټینګار یې کړی چې باید د قانوني سوداګرۍ او دوه اړخیزو همکاریو لپاره دا بندیزونه لرې شي.

د طالبانو بیلابیل نظرونه؛ د عابدې ځان وژنه یې د کورنۍ شخړې عامل ګڼلې

د غور طالب چارواکي وايي، چې د عابدې په نوم مېرمن د اجباري واده له امله نه، بلکې له خاوند سره د څلور کلونو شخړو له امله ځان وژنه کړې.

دوی ویلي، کله چې د دوی دوسیه تر محکمې ورسېده، نو درې ګونو محکمو د کره شواهدو او اسنادو له ارزونې وروسته، خپله فیصله اعلان کړه، چې پکې د دې مېرمنې د خاوند په ګټه تمامه شوه، خو د دوی په وینا، دې مېرمنې د محکمې د حکم له تطبیق څخه لا مخکې ځان ته اور اچولی او مړه شوې ده.

په ورته وخت کې د طالبانو د امر بالمعروف وزارت وياند سيف خېبر ويلي، چې په غور کې عابدې د کورني تاوتریخوالي له امله ځان ته اور اچولی.

هغه زياته کړې، چې پېښه د طالبانو له غړو سره تړاو نه لري او دا موضوع د بهرنیو استخباراتو لخوا طالبانو پورې تړل شوې.

بل لورته د عابدې کليوالو بيا د پېښې پر مهال ويلي و، چې کورنۍ يې غوښتل هغه د طالبانو يو غړي ته په نکاح ورکړي او وروسته له هغه چې طالب جنګياليو د هغې د وړلو لپاره کور محاصره کړ؛ نو عابدې ځانته اور واچوه.