سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 524

ډنمارک؛د پښتون ژغورنې غورځنګ لخوا د افغان کډوالو د جبري اېستلو پر ضد لاریون شوی

د پښتون ژغورنې غورځنګ ډنمارک څانګې نن د دغه هېواد اغوس کې د افغان کډوالو د جبري اېستل کېدو په غبرګون کې لاریون کړی.

حماسه میډیا ته په رالېږل شویو معلوماتو کې ویل شوي، چې لاریون کوونکو له افغان کډوالو سره د پاکستان چلند غیر انساني او غیر اسلامي بللی.

د یادې څانګې مشر میرویس سالم وزیر ویلي، دوی شاهد دي چې پاکستان افغان کډوالو سره غیر انساني کړنې روانې کړي دي.

د یادونې ده چې روانه اوونۍ پشتون ژغورنې غورځنګ په ډېرو هېوادونو کې لاریونونه پیل کړي.

ډیلي میل:برېتانوي سیلاني له یو طالب ساتونکي سره جنسي اړیکه ټینګه کړې

بریتانوي سیلاني تویوسي اوسېدین ویلي، چې افغانستان کې یې له یو طالب سره جنسي اړیکه ټینګه کړې.

بریټانوي رسنۍ ډیلي میل ویلي، چې ۳۰ کلن اوسېدن چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راغلی وایي، یو هوټل کې له طالب امنیتي ساتونکي سره مخ شوی او بیا یې ترې غوښتي چې له ده سره ډوډۍ او فلم یوځای وګوري.

نوموړی ډیلي میل ته زیاته کړې، تر دې وروسته یې طالب ساتونکی ملګری شو، چې بیا یې جنسي اړیکه هم ټینګه کړه.

د هغه په خبره، طالبان رومانتیکه اړیکه او په ځانګړي ډول ښکلول ډېر خوښوي او دا طالب ښه پوهېده چې څه وکړي.

نوموړی وایي، هڅه یې کوله چې په دا ډول اړیکو کې محتاط اوسي.

هغه دا هم ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې یې ۶۹ هېوادونو ته سفر کړی، ویلي، هڅه کوي چې په هر هېواد کې ځانګړې تجربې ولري، حتی که هغه هېوادونه محدودیتونه ولري.

دغه ګرځندوی ویلي چې له امنیتي ستونزو، د طالبانو له پراخ شتون، او د خلکو له سخت وضعیت سره هم مخ شوی و، او حتی څو ځل یې دا احساس کړی چې شاید له دغه سفره ژوندی ونه وځي.

سعودي عربستان:په شپږ ورځو کې له ۲۰ زرو زیات ناقانونه مهاجرین مو نیولي

0

د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حمل له ۲۱مې تر ۲۶مې پورې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ۲۰ زره او ۶۶۸ ناقانونه مهاجرین نیول شوي، چې له دوو زرو زیاتې یې ښځې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه کسان د اقامې، سرحدي امنیت او کار د قوانینو د نقض له امله نیول شوي، او ۳۶ سلنه یې د یمن، ۶۱ سلنه د ایتوپیا او ۳ سلنه د نورو هېوادونو اتباع دي.

دغه وزارت وايي، تر ۱۲ زرو زیات مهاجرین اخراج شوي او خبرداری یې ورکړی چې د ناقانونه مهاجرت مرسته کوونکي تر ۱۵ کلونو زندان او درنو جریمو سره مخ کېږي.

سراج الدین حقاني؛ کابل کې له نږدې دوه میاشتنې ځنډ وروسته نن وزارت ته ورغلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني کابل کې له نږدې دوه میاشتنې ځنډ وروسته نن دغه وزارت ته ورغلی.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي، چې کورنیو چارو وزارت د رهبري غونډه نن د وزارت د سرپرست وزیر، خلیفه سراج‌الدین حقاني په مشرۍ د وزارت د غونډو په تالار کې ترسره شوه.

قانع زیاته کړې، چې په دغه ناسته کې د وزارت معینانو او اړوند لویو رئیسانو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې سراج الدین حقاني ویلي، چې د کورنیو چارو وزارت ټول منسوبین د ولس د خدمت لپاره توظیف شوي او باید د خلکو هوساینه او د هغوی امنیت خپل لومړیتوب وبولي.

نوموړي د امنیتي ځواکونو د مثبت تعامل، مکلفیتونو ته ژمنتیا او ولس سره همغږي ضروري بللې.

خالد حنفي:دعوت، امارت او جهاد تر فردي عبادتونو غوره ټولنیز عبادتونه دي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي وايي، چې دعوت، امارت او جهاد ټولنیز عبادتونه دي او ټینګار یې کړی، چې دا عبادتونه تر فردي عبادتونو غوره دي.

هغه په دې غونډه کې د طالبانو مسوولین او عالمان د ټولنې رهبران بللي دي.

حنفي دغه راز ټینګار کړی، چې هغه خلک هم باید ونیول شي، چې خپلې لوڼې په زوره په نکاح ورکوي.

د یادونې ده، چې دغې ناستې کې د ویډیو اجازه نه وه ورکړل شوې.

اوکراین کې اوربند؛مسکو او کیف کې د یو بل ۵۰۰ بندیان خوشې کړي

0

د روسیې دفاع وزارت له اوکراین سره د ۴۹۲ جنګي اسیرانو د تبادلې خبر ورکړی دی.

یاد وزارت ویلي، چې دواړو هېوادونو د یو بل ۲۴۶ بندیان خوشې کړي دي.

دا بندیان د متحده عربي اماراتو په منځګړیتوب ازاد شوي.

د بندیانو دا تبادله په داسې حال کې کېږي، چې دمګړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د عیسویانو د اختر په مناسبت ۳۰ ساته اوربند هم ټینګ شوی.

بنین هېواد؛القاعده ددې هېواد په نظامي اډو برید کړی، او نږدې ۷۰ پوځیان یې وژلي

0

القاعده پورې تړلې یوې ډلې بنین هېواد کې پر دوو نظامي اډو بریدونه کړي، چې لږ تر لږه یې په کې ۷۰ پوځیان وژلي دي.

رویټرز راپور ورکړی، چې یاد هېواد په دې وروستیو کې د نا امنیو شاهد دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغه هېواد په شمالي ساحل سیمه کې د داعش ډلې حضور پیاوړی شوی دی.

بنین لویدیځه افریقا کې پروت هېواد دی، چې ډېر وګړي یې مسلمانان او عیسویان دي.

نایجریا؛نامعلومه وسله والو ۵۶ کسان وژلي

0

نا معلومو وسله والو د نایجریا په مرکز کې شپږپنځوس کسان وژلي دي.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، چې دا پېښه په بنو ایالت کې رامنځته شوې ده.

تر اوسه د یادې پېښې په اړه نور جزیات نه دي ورکړل شوي.

د نایجریا حکومت ویلي، چې په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي.

د طالبانو حکومت؛د ترانسفورت او هوایي چلن وزارت یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر لاړ

د طالبانو حکومت د ټرانسپورت او هوايي چلن وزارت اړوند یو پلاوی ایران ته په رسمي سفر تللی دی.

دا پلاوی د یاد وزارت د پروژو د پلان، څېړنې او تطبیق د رییس په مشرۍ دغه هېواد ته تللی دی.

د ټرانسپورټ او هوايي چلن وزارت د دغه سفر موخه دواړو هېوادونو کې د ټرانزیټي موټرو د تیرپارک او د ټرانسپورټي زېربناو د پراختیا لپاره د ځمکې مالومول ښودلي دي.

زیلنسکي:پر روسیې باور نشي کېدای او له دې مخکې یې څو ځله د اوربند طرحه رد کړې

0

د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي وايي، پر روسیې باور نشي کېدلای او دوی څو ځله د اوربند طرحه رد کړې ده.

هغه دا خبرې وروسته تر هغې کوي، چې ولادمیر پوتین د عیسویانو د اختر له کبله اوکراین کې دېرش ساته اوربند اعلان کړ.

پوتین هیله څرکنده کړې، چې اوکرایني ځواکونه به هم دغه لنډ مهالي اوربند ته ژمن پاتې شي؛ خو په ورته مهال یې بیا خپلو سرتېرو ته امر کړی، چې احتمالي برید ته چمتو وي.

دا اوربند تېر ماښام پیل او د نن ورځې تر پایه به دوام وکړي.