سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 523

تهران؛له افغانستانه د غوښې اخیستو لېوالتیا لري

د طالبانو حکومت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت معین او په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست علي رضا بیکدلي د کرنې او مالدارۍ په برخو کې د همکاریو د پراخېدو په هدف سره ولیدل.

د کرنې وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د وزارت مرستیال صدراعظم عثماني په دې ناسته کې ویلي، د کوکنارو کښت د مخنیوي لپاره اړینه ده چې له ګاونډیو هېوادونو سره همغږي رامنځته شي، ترڅو افغان بزګرانو ته د عاید بدیل برابر شي او ګاونډي هېوادونه د نشه‌يي توکو له ناوړه اغېزو خوندي پاتې شي.

په دې لیدنه کې د ایران د سفارت سرپرست، علي‌رضا بیکدلي ویلي چې تهران لېواله دی له افغانستانه غوښه وارد کړي، او غواړي په کرنه او مالدارۍ کې له افغانستان سره همکاري پراخه کړي.

دغه لیدنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا په هدف ترسره شوې ده.

هند ته د جی ډي ونس سفر؛یو شمېر هندیان وایي، له واشنګټن سره د نوي ډهلي سوداګریزو اړیکو ته خوشبینه دي

0

هند ته د امریکا د مرستیال ولسمشر له سفر سره سم، یو شمېر هندیان وايي، خوشبینه دي، چې د نوي ډیلي او واشنګټن ترمنځ به سوداګریزې اړیکې پیاوړې شي.

د ولسمشر ټرمپ د دویمې واکمني له پیل راهیسې دا لومړی ځل دی، چې لوړ پوړی امریکايي چارواکي هند ته ځي.

د دغه سفر موخه د دواړو هېوادون ترمنځ د اقتصادي فرصتونو په اړه خبرې او یوه دوه اړخیزه سوداګریزه هوکړه بلل شوې.

د ولسي جرګې پخوانی غړی؛عبدالظاهر قدیر په دوبی کې د امریکا استخباراتو له لوري نیول شوی

د ولسي جرګې پخوانی غړی عبدالظاهر قدیر، د متحده عربي اماراتو په دوبی ښار کې د امریکا د استخباراتي پولیسو له لوري نیول شوی دی.

دا خبر د هغه وراره جلال قدیر تأیید کړی او ویلي یې دي چې د ظاهر قدیر له لوري وروستی تماس د حمل ۲۶مه نېټه د دوبی له هوايي ډګره شوی و.

جلال قدیر وايي، له هغه وروسته د ظاهر قدیر ټولې اړیکې پرې شوې دي او تر اوسه نه دی معلوم چې نوموړی چیرې دی.

نوموړی زیاتوي: «خپل کاکا مو موږ ته هماغه شېبه خبر راکړ چې د امریکا استخباراتي پولیسو ونیوه، خو تر هغې وروسته له نوموړي سره هېڅ تماس نه دی شوی.»

د متحده عربي اماراتو حکومت تر دې دمه د نوموړي د نیول کېدو په اړه کوم رسمي دریځ یا اعلامیه نه ده خپره کړې.

د کاتولیک مذهب مشر؛پاپ فرانسس د ۸۸ کالو په عمر ومړ

0

د نړۍ د کاتولیک مذهب مشر پاپ فرانسس ومړ.

هغه نن پرځایي وخت اوه بجې د ژوند پور پرې کړ.

فرانسس، له تېرو دوو میاشتو راهیسې له سختې ناروغۍ کړېده، چې نن یې د ۸۸ کالو په عمر ساه ورکړه.

د کابل او قزاقستان ترمنځ؛سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړیږي

د طالبانو حکومت او قزاقستان هوکړه کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ کچه درې میلیارده ډالرو ته لوړه شي.

دا هوکړه د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د اقتصاد وزیر ترمنځ لیدنه کې شوې ده.

په دې لیدنه کې نورالدین عزیزي ویلي، دواړه لوري دا ظرفیت لري، چې د سوداګرۍ دا کچه تر دې نوره هم لوړه کړي.

د اسراییلي پوځ لخوا؛غزه کې د ۱۵ روغتیايي کارکوونکو وژل مسلکي ناکامي بلل شوې

0

د اسراییل پوځ منلې چې تېره میاشت د رفح ښار ته نږدې په یوه برید کې د ۱۵ روغتیايي کارکوونکو وژل کېدل یوه مسلکي ناکامي وه.

یاد پوځ ویلي، د دې پېښې د پایلو له امله یو نظامي قومندان له دندې لرې کېږي.

اسراییلو ویلي، چې یاده پېښه د مارچ میاشتې په ۲۳مه نېټه رامنځته شوې وه.

د یادونې ده چې دغې پېښې د نړیوالو سخت غبرګونونه راپارولې وه.

د قزاقستان؛د لومړي وزیر مرستیال نن په یو رسمي سفر کابل ته راغلی

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د دغه هېواد د اقتصاد وزیر سیریک ژومانگارین نن په یو رسمي سفر کابل ته را ورسېد.

هغه د کابل هوايي ډګر کې ویلي، چې نن به د دواړو هېوادونو ترمنځ یو مهم اقتصادي تړون ترسره شي.

بل لورته بیا قزاقستاني رسنیو ویلي وو، چې نوموړی ښايي د طالبانو له چارواکو سره د کتنو ترڅنګ په قزاق ـ افغان نندارتون کې هم ګډون وکړي.

ټرمپ:هیله لرم روسیه او اوکراین روانه اوونۍ د سولې هوکړې ته ورسېږي

0

د امریکا ولسمشر هیله څرګنده کړې چې روسیه او اوکراین به روانه اوونۍ کې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوې هوکړې ته ورسېږي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې تر هوکړې وروسته به دواړه هېوادونه له امریکا سره د سترو سوداګریزو معاملاتو پیل وکړي.

ټرمپ د یکشنبې په ورځ، پر خپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» لیکلي، چې کییف او مسکو به له امریکا سره، چې دا مهال په اقتصادي پرمختګ کې ده، ستره سوداګري پیل کړي او ډېرې شتمنۍ به تر لاسه کړي.

صادق خان:پاکستان د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره ۲۴ ساعته مرکز پرانیست

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق ویلي، چې پاکستان یو نوی مرکز پرانیستی، ترڅو له افغان کډوالو سره د ستونزو په ځانګړې توګه د پولیسو د ناوړه چلند په اړه مرستې وکړي.

نوموړي زیاته کړې، چې دغه مرکز به د “فډرال کنټرول خونې” په نوم ۲۴ ساعته او د اونۍ په هره ورځ فعال وي، څو د هغو افغان کډوالو شکایتونو ته رسیدنه وکړي، چې د خپل هېواد افغانستان ته د بېرته ستنېدو پر مهال د پاکستاني پولیسو له خوا له بد چلند سره مخ شوي وي.

محمد صادق څرګنده کړې، چې دا اقدام د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار کابل ته د وروستي سفر وروسته عملي شوی دی.

ذبیح الله مجاهد:پرون ورځ اسلامي امارت مهاجرینو ته شپږ میلیونه افغانۍ مرسته ویشلې

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وایي، چې د مهاجرینو د ستونزو د حل لپاره د عالي کمېسیون بېلابېل کمیټې هره ورځ په دوامداره ډول فعالیت کوي، چې پکې د مهاجرینو ثبت، انتقال، د خدمتونو وړاندې کول او نقدي مرستو وېشل شامل دي.

نوموړي د ترسره شویو چارو په تړاو ویلي، چې پرون یکشنبه لږ تر لږه ۶۲۳ کورنۍ ثبت شوي، ۷۴۷ کورنۍ انتقال شوې او ۵۸۹ کورنۍ په موقتي ډول په کمپونو کې ځای پر ځای شوي دي.

د مجاهد په وینا، له شپږو میلیونو زیاتې افغانۍ هم یادو مهاجرینو ته د نقدي مرستو په توګه وېشل شوي دي.

د یادونې ده چې دا مرستې او اقدامات د طالبانو له خوا د هغو مهاجرینو د حالت د ښه‌والي لپاره ترسره کېږي، چې په دې وروستیو کې له ایران او پاکستان څخه راستنېږي.