یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د ستورمزلي عبدالاحد مومند جسد له...

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:د ستورمزلي عبدالاحد مومند جسد له جرمني څخه سبا کابل ته لېږدول کېږي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند جسد به د هغه د کورنۍ پر غوښتنه سبا (دوشنبه د چنګاښ ۱۵مه) له جرمني څخه کابل ته راولېږدول شي.

وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په همدې ورځ به د عبدالاحد مومند د جنازې لمونځ د کابل په عیدګاه جومات کې ادا شي.

د خبرپاڼې له مخې، په دې جنازه کې به د حکومتي چارواکو ترڅنګ د هغه د کورنۍ غړي، خپلوان، همکاران او ګڼ شمېر ښاریان هم ګډون وکړي.

وروسته له جنازې به د نوموړي مړی د کابل په تپه مرنجان هدیره کې خاورو ته وسپارل شي.

عبدالاحد مومند څو ورځې وړاندې په جرمني کې د ناروغۍ له امله وفات شوی و.

نوموړی د افغانستان لومړنی ستورمزلی و چې په فضا کې یې پښتو ژبه وویله او قرآن کریم یې هم له ځان سره فضا ته یووړ.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here