یکشنبه, جولای 5, 2026
Homeافغانستاند انګورو د حاصلاتو زياتوالی؛د پروان، بغلان او کندز بڼوال د ښه...

د انګورو د حاصلاتو زياتوالی؛د پروان، بغلان او کندز بڼوال د ښه بازار غوښتنه کوي

د پروان، بغلان او کندز ولایتونو د انګورو بڼوال وایي، سږ کال د مناسبې هوا، پر وخت ورښتونو او د باغونو د ښه پالنې له امله د انګورو حاصلات د تېر کال په پرتله د پام وړ زیات شوي دي.

بڼوال وايي، د انګورو د کیفیت او تولید له زیاتوالي خوښ دي، خو ټینګار کوي چې که مناسب بازار او د پلور اسانتیاوې برابرې نه شي، نو ښايي د دوی اقتصادي ګټه محدوده پاتې شي.

د کرنې سکټور مسوولان هم د انګورو د حاصلاتو د زیاتوالي پخلی کوي او وایي، د اقلیمي شرایطو ښه‌والي او د باغدارۍ د پرمختللو لارو چارو کارولو د تولید په لوړولو کې مهم رول لوبولی دی.

دوی هیله څرګندوي چې د کورنیو او بهرنیو بازارونو پراختیا به د بزګرانو عواید لوړ کړي او د باغدارۍ سکټور به لا پیاوړی شي.

پروان، بغلان او کندز د افغانستان له هغو ولایتونو څخه دي چې د انګورو د تولید له مهمو سیمو شمېرل کېږي او هر کال یې د انګورو ډېره برخه د هېواد بېلابېلو بازارونو ته عرضه کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here