چهارشنبه, اپریل 8, 2026
Home Blog Page 519

سارا ادم:د القاعده اوسنی مشر نړۍ ته یو بل سردرد جوړېدی شي

د سي ای اې پخوانۍ ماموره سارا ادم وایي، د القاعده اوسنی مشر حمزه بن لادن به نړۍ ته یو بل سر درد شي.

هغې د ملامحمد عمر د دولسم تلین په مناسبت لیکلي، چې عمر د حمزه د خسر په نوم مشهور دی او دی هم د خپل پلار او خسر په څېر پټېدو کې مهارت لري.

نوموړې حمزه بن لادن د درېیم نسل جهادي بللی دی.

پر کیف د روسیې برید ته د ټرمپ توند غبرګون؛«ولادیمیر بس کړه!»

0

د امریکا ولسمشر دونالد ټرمپ د روسیې له خوا د اوکراین پر پلازمېنه کیف وروستیو بریدونو ته توند غبرګون وښود.

هغه په خپله ټولنیزه شبکه “تروت‌سوشال” کې لیکلي چې دغه بریدونه غیر ضروري او په ناسم وخت کې ترسره شوي دي.

ټرمپ ویلي: «زه د روسیې له بریدونو څخه خوشحال نه یم. دا بریدونه غیر ضروري او په ډېر بد وخت کې ترسره شول. ولادیمیر، بس کړه! هره اوونۍ ۵ زره سرتېري خپل ژوند له لاسه ورکوي. راځئ چې د سولې تړون ته وروستۍ بڼه ورکړو!»

هغه د جګړې د دوام او انساني تلفاتو پر وړاندې ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان امنیتي غونډه؛که ارضي تمامیت ته مو ګواښ پېښ شو؛ نو جدي غبرګون به وښیو

0

د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف په مشرۍ امنیتي غونډه کې ویل شوي چې هند په یو اړخیز ډول د اوبو تړون د ځنډولو حق نه لري.

په دې ناسته کې د یاد هېواد دفاع وزیر ویلي، چې پاکستان له خپلو حقونو څخه دفاع ته چمتو دی.

یاده ناسته کې د هند د هوایي شرکتونو لپاره د پاکستان پر فضا تګ راتګ بند شو.

دوی ویلي، که د پاکستان ارضي تمامیت ته ګواښ پېښ شي؛ نو دوی به جدي غبرګون وښیي.

دا غونډه نن د هند د احتمالي بریدونو د څرنګوالي په اړه رابلل شوې وه.

اوکرین؛کیف کې د روسیې بریدونو ۸ کسان وژلي

0

د اوکراین چارواکي وايي، روسیې د شپې ناوخته پر پلازمېنه کیف او څو نورو ښارونو پراخ توغندیز او ډرون بریدونه کړي چې لږ تر لږه ۸ تنه پکې وژل شوي او تر ۷۰ زیات ټپیان شوي دي.

چارواکو دا د روان کال تر ټولو سخت برید بللی او ویلي یې دي چې لسګونه ودانیو ته زیان اوښتی.

په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي له نړیوالې ټولنې د ملاتړ غوښتنه کړې ده.

د حیرتان‌‌ـ‌مزار د اوسپنې پټلۍ تړون؛د دوو نورو کالو لپاره وغځېد

د حیرتان‌ـ‌مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د ساتنې، مراقبت او ګټې اخیستنې تړون د دوو نورو کالونو لپاره له ازبېکستاني کمپنۍ سره وغځول شو.

دا تړون ازبېکستان ته د ټولګټو وزارت د اوسپنې پتلۍ د مرستیال محمد اسحاق صاحبزاده د سفر پر مهال فځول شوی دی.

د دغه تړون له مخې به ازبېکستان د دغې پټلۍ د امکاناتو سنجولو په اړه د مطالعاتو مصرف په غاړه واخلي.

د امریکا حکومت؛جمو او کشمېر ته خپل وګړي له ورتګ منع کړي

0

د امریکا حکومت امریکایي وګړي د جمو او کشمیر سیمې ته له سفر منع کړي.

دوی یوې خبرتیا کې ویلي، چې د امریکا حکومت وګړو لپاره دغې سیمې ته سفر ممنوع دی.

د یادونې ده، چې د هند تر کنټرول لاندې کشمیر د وړمې ورځې تر برید وروسته له سختو امنیتي تدابیرو لاندې دی.

ران کمون:د حقاني ډلې او کندهار ترمنځ اختلاف په ښکاره کېدو دی

د امریکا د ځانګړو ځواکونو پخواني قومندان ران مک کمون ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د دې ډلې ترمنځ اختلاف پیدا شوی او دوی هیڅکله د یوې واحدې ډلې په توګه عمل نه دی کړی.

نوموړي ویلي، کندهار او حقاني ډله له یو بل سره ژور اختلاف لري؛ خو دغه اختلاف ته په چوپتیا سره دوام ورکوي.

کمون ویلي، کندهار ډله تندرویه ده، چې په تېرو څه باندې درې کالو کې یې ګڼ شمېر توند کارونه کړي؛ خو حقاني بیا یوازې مشاهده کړې او داسې ښکاري، چې اوس دا حالات بدل شوي دي.

ضمیر کابلوف:د کازان په ناسته کې به طالبانو سره د افغان‌ـ‌ټرانس په اړه خبرې وشي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې د کازان په ناسته کې به له طالبانو سره د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ په اړه خبرې وشي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان غني سرچینې، ستراتیژیک جغرافیوي موقعیت هم د پام وړ دی.

ضمیر کابلوف دا څرګندونې ایزوستیا ورځپاڼې ته کړې دي.

د یادونې ده، چې هغه تېره ورځ کابل کې د طالبانو حکومت د کورنیو او بهرنیو چارو وزارتونو سرپرستانو سره هم کتلي وو.

وال‌سټرېټ ژورنال:پر اوکراین د ناڅاپي مرستو بندېدل به ټرمپ اوکراین پر دوهم افغانستان بدل کړي

وال‌سټرېټ ژورنال لیکلي که ډونالډ ټرمپ غواړي په اوکراین کې یوې دوامداره سولې ته ورسېږي، باید پر دغه هېواد پوځي مرستې روانې وساتي.

په مقاله کې خبرداری ورکړل شوی چې ناڅاپي د مرستو بندیدل کولی شي اوکراین ټرمپ په دوهم افغانستان بدل کړي، لکه څنګه چې د بایډن د پرېکړې له امله افغانستان سقوط وکړ.

وال‌سټرېټ ژورنال دا هم ویلي چې روسیه اوس هم ستراتیژیک هدفونه لري او د چیچنیا تجربې ته په کتو، پوتین ښايي هر ډول هوکړه تر پښو لاندې کړي.

د ناټو یو لوړپوړي چارواکي هم کانګرس ته ویلي چې روسیه د جګړې حالت ته تللې او د چین، ایران او شمالي کوریا ملاتړ له ځان سره لري.

اکسیوس:ایلن ماسک او د امریکا د خزانې وزیر له یو بل سره لفظي شخړه کړې

0

اکسیوس راپور ورکړی، چې ایلن ماسک او د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بنسټ له یو بل سره لفظي شخړه کړې.

دا شخړه په سپینه ماڼۍ کې د یاد وزارت د مشرۍ پر سر رامنځته شوې.

راپور کې راغلي، چې شخړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په حضور کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې واک کې د ماسک له شرېکېدو وروسته؛ نوموړي ګڼ شمېر چارواکي نا ارامه کړي دي.