یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 511

قزاقستان:د قوشتیپې کانال جوړول به زمونږ د اوبو امنیت زیانمن کړي

‏د قزاقستان د اوبیزو سرچینو وزارت مرستیال، اسلان عبدالرحیم‌اوف وايي، چې د قوش تېپې کانال له جوړېدو سره به د دوی د اوبو امنیت زیانمن شي.

نوموړي ویلي، دا چاره پر ارال بحیرې او سیر دریا بده اغېزه کوي، چې له امله یې د دوی اوبه زیانمنیږي.

تر دې وړاندې هم د یاد هېواد چارواکو د قوش تېپې کانال جوړېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

بل لورته بیا د طالبانو حکومت تل ویلي، چې دوی د دغه کانال جوړېدو ته ژمن دي.

شاه‌محمود قریشي؛د زړه د حملې له کبله له زندان څخه روغتون ته وړل شوی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند یو مشر او د دغه هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د زړه ناروغۍ له امله له زندانه روغتون ته لېږدول شوی دی.

نوموړي نن سهار د لاهور په زندان کې د زړه سخت دردونه حس کړي، چې وروسته پي آی سي روغتون ته وړل شوی.

قریشي د ۲۰۲۲ کال تر اپرېل میاشتې د بهرنیو چارو وزیر و؛ خو د عمران خان د پلویانو په لاریونونو کې د ګډوډۍ له امله بندی شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې عمران خان تازه د حکومت سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا ښودلې.

د یادونې ده چې له قریشي سره یو ځای د PTI ګڼ شمېر مشران لا هم بندي دي.

لغمان؛د کور خاوند هغه طالب وژلی، چې کورته یې په پټه اوښتی و

د لغمان الینګار ولسوالۍ په سلینګار کلي کې یو سړي هغه طالب ویشتلی، چې د شپې یې په پټه کور ته اوښتی وو.

ځایي سرچینې وایي، چې وژل شوی کس جمیل احمد نومیږي، چې د ضیاءالله سنګري د ډلې کس او د استخباراتو غړی وو.

تر اوسه دا لانه ده معلومه چې یاد کس ولې په پټه یو کور ته اوښتی وو.

د معلوماتو له مخې، طالبانو د یاد کور خاوند نیولی دی.

امیرخان متقي؛د عباس عراقچي په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزير سيد عباس عراقچي په رسمي بلنه تهران ته تللی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې له نوموړي سره په دې سفر کې د طالبانو د اقتصاد وزارت مرستيال ډاکټر عبداللطيف نظري هم ملګری دی.

تکل زیاتوي، چې امیرخان متقي به د تهران د خبرو اترو فورم کې ګډون وکړي او له خپل ايراني سيال او نورو لوړپوړو چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه‌اړخيزو اړيکو په اړه به بحثونه وکړي.

ډونالډ ټرمپ:غزه کې د لوږې بحران باید جدي ونیول شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د څو عربي هېوادونو له سفر وروسته، په غزه کې د لوږې پراخ بحران تایید کړی او ویلي یې دي چې فلسطینیانو ته د مرستو استول اړین دي.

ټرمپ ویلي: «موږ باید دواړو خواوو ته پام وکړو، ځکه ډېر خلک په غزه کې وږې دي.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسرائیلو له خوا په غزه کې له پنجشنبې تر جمعې له ۲۵۰ زیات کسان وژل شوي، او دا بریدونه د مارچ د اوربند وروسته تر ټولو خونړي ګڼل شوي دي.

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو؛د افغان همکارانو د ژغورنې لپاره د ۲۰ زره ځانګړو ویزو غوښتنه کړې

د امریکا د کانګرس یو شمېر غړو د دغه هېواد د ملي امنیت کمېټې نه په یوه رسمي لیک کې غوښتنه کړې چې د ۲۰۲۶ کال بودیجه کې دې له امریکا سره د افغانان همکارانو لپاره ۲۰ زره اضافي ځانګړې ویزې تصویب کړي.

په لیک کې ټینګار شوی چې دا افغانان د طالبانو له‌خوا د جدي ګواښ سره مخ دي، ځکه له امریکایي ځواکونو سره یې همکاري کړې.

د افغان متحدینو د ملاتړ قانون له مخې، دا برنامه په ۲۰۰۹ کال کې پیل شوې وه.

تر دې وړاندې، یو شمېر نور امریکایي چارواکو هم له حکومت غوښتي وو چې له افغان همکارانو سره بشري مرستې زیاتې کړي.

ای بي سي نیوز:د ټرمپ اداره پلان لري یو میلیون فلسطینیان له غزې لیبیا ته په دایمي ډول انتقال کړي

د امریکا ای‌بي‌سي نیوز راپور ورکړی چې د ټرمپ اداره د یوه پلان ارزونه کوي چې له مخې به یې تر یو میلیون پورې فلسطینیان د غزې تړانګې څخه لیبیا ته په دایمي ډول انتقال شي.

راپور زیاتوي، دغه طرحه جدي شوې او له لیبیايي چارواکو سره خبرې هم شوي؛ خو تراوسه نهايي توافق نه دی شوی.

په بدل کې امریکا ښايي د لیبیا کنګل شوې شتمني ازاده کړي.

بل لورته حماس دا طرحه رد کړې او ټینګار یې کړی چې فلسطینیان یوازې خپله پرېکړه کوي.

ایران ته د احمد مسعود له سفر وروسته؛ټولنیزو رسنیو کې د مقاومت په نوم جبهې قوماندانان بیا را څرګند شول

په ټولنیزو رسنیو کې د مقاومت په نوم جبهې د دوو مخکښو قوماندانانو، خالد امیري او حسیب پنجشیري، تازه انځورونه خپاره شوي دي.

سرچینې وایي چې دا انځورونه نوي دي او دواړه قوماندانان دا مهال د افغانستان په غرنیو سیمو کې حضور لري.

حسیب پنجشیري په یوه ویډیو کې ویلي: «وطن مو د طالبانو تر اشغال لاندې دی او موږ د خپل وطن د آزادۍ لپاره مبارزه کوو.»

دا انځورونه وروسته له هغه خپریږي چې د دغه جبهې مشر احمد مسعود ایران ته سفر کړی دی او هلته یې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیدلي دي.

د یادونې ده چې خالد امیري او حسیب پنجشیري د پخواني حکومت د ځانګړو ځواکونو غړي وو.

شیخ هبت‌الله؛تازه یو شمېر ګمارنې ترسره کړې

د طالبانو حکومت مشر شیخ هبت‌الله اخوندزاده په خپل حکومت کې یو شمېر ګمارنې ترسره کړې.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې د شیخ هبت‌الله په امر مولوي حبیب‌الله شاکر د بامیان د نوي امنیه قومندان په توګه، سید محمد حنیف عباده د سمنګانو امنیه قومندان په توګه او ملا رحمت‌الله ناظم د دفاع وزارت د توپچي ریاست رئیس په توګه ټاکلي.

امیرخان متقي، جي‌شنکر ته:پاکستان په بې اساسه څرګندونو غواړي د کابل او ډهلي اړیکې خرابې کړي

هندوستان ټایمز ویلي، چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د هند د بهرنیو چارو له وزیر جي‌شنکر سره په تلیفوني خبرو کې د پاکستان هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې هند د افغانستان په خاوره د توغندیو برید کړی.

هندوستان ټایمز زیاتوي، چې متقي دا راپورونه «بې‌اساسه» بللي او ویلي، چې دا ډول هڅې د کابل او نوي‌ډهلي ترمنځ د بې‌باورۍ د رامنځته کولو لپاره دي.

یادې رسنۍ دغه راز ویلي، چې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراخېدو، د سوداګرۍ د خنډونو د لرې کولو، او د افغان مهاجرو د مرستې پر اړتیا هم خبرې کړې.

هندوستان ټایمز زیاته کړې، چې په دې تلیفوني تماس کې جي‌شنکر یو ځل بیا ټینګار کړی چې د افغانستان لپاره د ټول‌شموله حکومت جوړېدل ضروري دي، او باور لري چې د افغانستان خاوره باید د هېڅ بل هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.