یکشنبه, اپریل 5, 2026
Home Blog Page 51

د ترکیې د ملي دفاع وزارت:د ایران هغه بالستیک توغوندي د ناټو لخوا شنډ شوي، چې د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو

د ترکیې د ملي دفاع وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، هغه بالستیک توغوندي چې له ایران څخه توغول شوي وو او د عراق او سوریې له هوايي حریم تر تېرېدو وروسته د ترکیې له فضایي حریم د تیریدو په حال کې وو، په ختیځ مدیترانې کې د ناټو د هوايي او توغندیز دفاعي سیستمونو له لوري په وخت هدف وګرځول شول او شنډ کړل شول.

د خبرپاڼې له مخې، د یادو مهماتو یوه ټوټه د هاتای ولایت د دورتیول ولسوالۍ کې لوېدلې، خو څرګنده شوې چې دا د هوايي دفاعي عملیاتو د مخنیوي مهماتو پورې اړه لري چې ګواښ یې په هوا کې له منځه وړی و.

په پېښه کې د مرګ‌ژوبلې یا ټپي کېدو راپور نه دی ورکړل شوی.

انقره همداراز ټولو اړخونو ته خبرداری ورکړی چې د شخړو د پراخېدو لامل کېدونکو اقداماتو څخه ډډه وکړي، او زیاته کړې یې ده چې له ناټو او نورو متحدینو سره به خپلې سلا مشورې جاري وساتي.

ضمیر کابلوف:روسیه چمتو ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي

په مسکو کې د طالبانو حکومت سفیر ګل حسن حسن د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال کابلوف د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستي کړکېچ ته اشاره کړې او دا یې د اندېښنې وړ بللی دی.

هغه ټینګار کړی چې دواړه هېوادونه باید اختلافات د خبرو او سیاسي تعامل له لارې حل کړي.

کابلوف همداراز ویلي چې که اړتیا وي، روسیه چمتو ده د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي ترڅو کړکېچ راکم او ثبات ته لاره هواره شي.

رویټرز:ډونالډ ټرمپ له لویو دفاعي شرکتونو غوښتي چې د وسلو تولید چټک کړي

رویټرز راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ اداره پلان لري د راتلونکې جمعې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د لویو دفاعي شرکتونو له اجراییوي مشرانو سره غونډه وکړي.

د راپور له مخې، د ټرمپ اداره غواړي د وسلو تولید چټک کړي او له دفاعي شرکتونو غواړي چې د وسلو د تولید کچه لوړه کړي.

دغه اقدام وروسته له هغې مطرح کېږي چې پنټاګون هڅه کوي د ایران پر وړاندې د وروستیو پوځي عملیاتو له امله د وسلو زیرمې بېرته بشپړې کړي.

راپورونه وايي چې د وسلو د تولید د زیاتوالي هدف د امریکا د پوځي اړتیاوو پوره کول دي.

راپورونه:د ایران جګړه کې امریکا ته نږدې دوه میلیارده ډالره زیان اوښتی

راپورونه ښيي چې د روانو پوځي نښتو په ترڅ کې امریکا د ایران پر وړاندې په عملیاتو کې درانه مالي او تجهیزاتي زیانونه لیدلي دي.

د ځینو سرچینو په وینا، له تېرو څلورو ورځو راهیسې نږدې دوه میلیارده ډالره پوځي وسایل او تجهیزات له منځه تللي دي.

د انادولو خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په قطر کې د العدید هوايي اډې یو پرمختللی رادار چې ارزښت یې شاوخوا ۱.۱ میلیارده ډالره اټکل شوی، د ایران د توغندیز برید له امله زیانمن شوی دی.

همداراز راپورونه وايي چې په کویټ کې د امریکا درې F-15E جنګي الوتکې له منځه تللې او په بحرین کې د امریکا د پنځم سمندري ځواک پر مرکز هم برید شوی دی.

بلخوا د امریکا د مرکزي قومندې قومندان ویلي چې ایران تر دې مهاله شاوخوا ۵۰۰ بالستیک توغندي او دوه زره بې‌پیلوټه الوتکې توغولي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د امریکا په ځوابي عملیاتو کې لسګونه زره پوځیان، سلګونه جنګي الوتکې، الوتک‌وړونکې بېړۍ او بمبار الوتکې برخه لري.

د ایران دفاع وزارت:لا مو خپلې تر ټولو پرمختللې وسلې نه دي کارولي

د ایران د دفاع وزارت اعلان کړی چې د امریکا او اسراییل پر وړاندې په روانو نښتو کې یې لا خپلې تر ټولو پرمختللې وسلې نه دي کارولي.

دغه وزارت ویلي چې تهران لا هم داسې پوځي ظرفیتونه لري چې تر اوسه نه دي کارول شوي او د اړتیا په صورت کې به وکارول شي.

تر دې مخکې د سپاه پاسداران د لوی قومندان یو سلاکار هم ادعا کړې وه چې ایران به ډېر ژر داسې وسلې معرفي کړي چې د هغه په وینا، امریکا تر اوسه نه دي لیدلي.

د طالبانو حکومت د ترانسپورت وزارت:د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته د افغانستان پر فضا د الوتنو شمېر زیات شوی

د طالبانو حکومت د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ویاند حکمت‌الله اصفي ویلي چې د افغانستان له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتنو شمېر په وروستیو ورځو کې زیات شوی دی.

د نوموړي په وینا، که څه هم د زیاتوالي دقیق ارقام او له دې درکه ترلاسه کېدونکې عواید نه دي اعلان شوي؛ خو د ایران د هوايي حریم له تړل کېدو وروسته ډېری نړیوالې الوتنې د بدیلې لارې په توګه د افغانستان فضا کاروي.

د فلایټ رادار ۲۴ ویب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، پر ایران د امریکا او اسراییلو له بریدونو وروسته ګڼې الوتکې د ایران له فضايي حریم څخه مخ اړولی او د سیمې په نورو لارو، په ځانګړي ډول د افغانستان پر فضا، تېرېږي چې له امله یې د عبوري الوتنو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده.

چارواکي وایي، دا بدلون کولای شي د ترانزیټي عوایدو په زیاتېدو کې اغېز ولري.

بریټانیا؛د افغانستان په ګډون پر څلورو هېوادونو د ویزو بندیز اعلان کړ

د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د څلورو هېوادونو پر اتباعو به د ویزو محدودیتونه ولګول شي.

په دغو هېوادونو کې افغانستان، میانمار، سوډان او کامېرون شامل دي.

د یاد وزارت په وینا، د دغو هېوادونو د محصلینو ویزې به وځنډول شي او افغان وګړو ته به د کار ویزې هم پای ته ورسول شي.

برېټانیا ویلي چې دا پرېکړه د پناه غوښتنې د دوسیو د زیاتوالي له امله شوې او د لومړي ځل لپاره یې د بندیدو تګلاره عملي کړې ده.

چارواکو ټینګار کړی چې د ویزو په پالیسۍ کې دا بدلون د مهاجرت د بهیر د کنټرول لپاره ترسره کېږي.

زلمی خلیلزاد:د پاکستان د ولس او حکومت ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ملګرو ملتونو له لوري د افغان ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې په اړه خپاره شوي راپور ته په غبرګون کې ویلي چې د پاکستان عام خلک د هغو تګلارو ملاتړي نه دي چې له امله یې افغان ملکي وګړي زیانمن کېږي.

نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د ولس او د دغه هېواد د واکمنو بنسټونو ترمنځ واټن ورځ تر بلې پراخېږي.

خلیلزاد زیاته کړې چې د سیمې ثبات هغه مهال شونی دی چې ملکي وګړي خوندي وي او د تاوتریخوالي سیاستونه پای ته ورسېږي.

مارکو روبیو:د ایران پر وړاندې به نور سخت ګامونه هم واخیستل شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو خبرداری ورکړی چې پر ایران د فشار او پوځي اقداماتو بهیر لا پای ته نه دی رسېدلی او په راتلونکو ورځو کې به نور سخت ګامونه هم واخیستل شي.

هغه ټینګار کړی چې د تهران پر وړاندې به راتلونکي اقدامات لا پراخ او اغېزناک وي.

روبیو همداراز په دوبۍ کې د امریکا د قونسلګرۍ اړوند د یوې پېښې په اړه ویلي چې د پارکینګ په ساحه کې د ډرون د لګېدو راپورونه ترلاسه شوي، خو ټول کارکوونکي شمېرل شوي او خوندي دي.

د نوموړي په وینا، امنیتي ارزونې روانې دي او د سیمې وضعیت له نږدې څارل کېږي.

پاکستان:د ایران لخوا پر سعودي برید به د ګډ دفاعي تړون له مخې بې ځوابه نه پاتې کېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال اسحاق ډار ویلي چې خپل ایراني سیال عباس عراقچي ته یې خبرداری ورکړی چې پر سعودي عربستان دې برید نه کوي، ځکه اسلام‌اباد له ریاض سره ګډ دفاعي تړون لري.

د فایننشل ټایمز د راپور له مخې، اسحاق ډار ویلي چې دغه تړون پاکستان اړ باسي څو د بهرني پوځي برید په صورت کې د سعودي ملاتړ وکړي.

دا تړون تېر کال د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان او د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف له خوا لاسلیک شوی و.

په ورته مهال، ایراني ډرونونو په ریاض کې د امریکا سفارت او د راس تنوره د تېلو ستر تاسیسات په نښه کړي دي.

ایران خبرداری ورکړی چې که بریدونه دوام وکړي، د سیمې اقتصادي مرکزونه به هم هدف وګرځوي.