شنبه, مې 30, 2026
Home Blog Page 5

ناسا:په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره دایمي اډه جوړوو

د امریکا فضايي ادارې ناسا اعلان کړی چې غواړي په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره دایمي اډه جوړه کړي او د دې پروژې لومړني روباټي ماموریتونه به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.

د راپور له مخې، ناسا پلان لري د “آرټیمیس” پروګرام له لارې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته فضايي بېړۍ، روباټونه او بې‌پیلوټه وسایل ولېږي، څو د راتلونکو بشري ماموریتونو لپاره زمینه برابره کړي.

د دې پروژې موخه دا ده چې انسانان وکولای شي د اوږدې مودې لپاره په سپوږمۍ کې ژوند او کار وکړي او همداراز د مریخ راتلونکو ماموریتونو لپاره اړینې ټکنالوژۍ وازمویل شي.

ناسا ویلي، د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د اوبو د کنګل شوې زیرمو احتمال شته، چې راتلونکي فضانوردان به یې د څښاک اوبو، اکسیجن او د سون توکو لپاره وکاروي.

د پروژې په لومړیو پړاوونو کې به روباټي ماموریتونه ترسره کېږي، خو ټاکل شوې چې په ۲۰۲۷ کال کې انسانان بېرته سپوږمۍ ته ولېږل شي.

وروسته به هر کال نوې فضايي ماموریتونه هم ترسره کېږي.

ناسا وایي، وروستی هدف یې دا دی چې په سپوږمۍ کې د انسانانو دایمي حضور رامنځته کړي او هلته د اوسېدو بشپړ بنسټونه جوړ کړي.

اروپايي رسنۍ:ټولنیزې شبکې په اروپا کې د کرکې خپرولو مخه نه شي نیولی

اروپايي رسنۍ راپور ورکړی چې په اروپايي ټولنه کې ټولنیزې شبکې لا هم د کرکې خپروونکو مطالبو، نژادپالو څرګندونو او یهود ضد ویډیوګانو په مخنیوي کې پاتې راغلې دي.

د “اپیلز سنټر یوروپ” په نوم یوې خپلواکې ادارې ویلي، فیسبوک، ټیک‌ټاک، انسټاګرام او یوټیوب په ډېرو مواردو کې هغه محتوا نه ده لرې کړې چې د دوی د کرکې ضد پالیسۍ خلاف بلل کېږي.

د راپور له مخې، په ارزول شوو قضیو کې شاوخوا ۷۰ سلنه هغه پرېکړې بېرته رد شوې چې پکې ټولنیزو شبکو د کرکې خپروونکي مطالب آنلاین پرېښي وو.

راپور زیاتوي، په دغو مواردو کې نژادپاله تبصرې، د یهودانو ضد ویډیوګانې، د مذهبي اقلیتونو، کډوالو او همجنسبازانو پر ضد سپکاوی او ان د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوي جعلي ویډیوګانې هم شاملې وې.

یادې ادارې ویلي، ټیک‌ټاک تر ټولو کمزوری فعالیت درلود او تر هغې وروسته انسټاګرام، فیسبوک او یوټیوب یاد شوي دي.

د ادارې مسوولانو ټینګار کړی چې انلاین کرکه او ځورونه په واقعي ژوند کې هم پر خلکو او ټولنو منفي اغېزې کوي او ټولنیزې شبکې باید د خپلو قوانینو عملي کولو کې جدي چلند وکړي.

امریکا؛د جنګي الوتکې له لارې د بې‌پیلوټه الوتکو د کنټرول ازموینه وکړه

امریکايي دفاعي شرکت د امریکا له هوايي ځواک سره په ګډه داسې ازموینه ترسره کړې چې پکې د یوې جنګي الوتکې له لارې د بې‌پیلوټه الوتکې کنټرول ازمویل شوی دی.

د راپورونو له مخې، د دې ټکنالوژۍ موخه دا ده چې یو جنګي پیلوټ وکولای شي په یوه وخت کې څو بې‌پیلوټه الوتکې اداره او کنټرول کړي، څو پراخ هوايي عملیات ترسره شي.

کارپوهان وایي، دغه ډول پرمختللې ټکنالوژي به د راتلونکو جګړو بڼه بدله کړي او د هوايي عملیاتو په برخه کې به د چټک غبرګون، دقیقو بریدونو او همغږۍ وړتیا نوره هم لوړه کړي.

امریکايي پوځ هڅه کوي د مصنوعي ځیرکتیا او بې‌پیلوټه سیستمونو په کارولو سره خپلې هوايي وړتیاوې عصري او پرمختللې کړي.

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:افغان حاجیانو د حج مهم مناسک په ښه ډول ترسره کړل

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې افغان حاجیانو د حج مهم مناسک، د عرفات وقوف، مزدلفې ته تګ او په مِنٰی کې اړوند اعمال، په منظم او بریالي ډول ترسره کړي دي.

د وزارت په وینا، حاجیانو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د جمراتو ویشتل او نور ضروري مناسک هم ادا کړي دي.

مسوولان وایي، په مِنٰی شریفه کې د افغان حاجیانو د هوساینې لپاره د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو لازم ترتیبات نیول شوي او د خدمتونو بهیر په منظم ډول روان دی.

نور جلال جلالي:د اختر ورځو کې دې روغتیايي مرکزونه فعال وساتل شي

د طالبانو حکومت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د لوی اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې د وزیر محمد اکبر خان تخصصي او ثالثي روغتون څخه لیدنه کړې او هلته یې د روغتیايي خدمتونو بهیر ارزولی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، نوموړي د بستري ناروغانو د احوالو پوښتنه کړې او د اختر په ورځو کې یې د روغتیايي خدمتونو پر دوام ټینګار کړی دی.

مولوي جلالي روغتیايي کارکوونکو ته سپارښتنه کړې چې د اختر په رخصتیو کې دې هم هېوادوالو ته غوره او پر وخت روغتیايي خدمات وړاندې کړي او روغتیايي مرکزونه دې په بشپړ ډول فعال وساتل شي.

روسیه:د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو د حل لپاره منځګړیتوب ته چمتو يو

د روسیې د امنیت شورا مرستیال الکساندر وندديکتوف ویلي، مسکو چمتو دی چې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ د اختلافاتو په حل کې مرسته وکړي.

ونددیکتوف دا څرګندونې د پاکستان د لومړي وزیر د ملي امنیت له مرستیال سلاکار ازاد سجاد خان سره د لیدنې پر مهال کړې دي.

نوموړي ویلي، روسیه غواړي د افغانستان او پاکستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه وضعیت بېرته عادي شي او دواړه لوري خپلې ستونزې د خبرو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

هغه زیاته کړې، که اسلام‌اباد مناسب وګڼي، روسیه چمتو ده چې په دې بهیر کې هر اړخیزه مرسته او همکاري وکړي.

دغه لیدنه د مسکو د نړیوال امنیتي فورم په څنډه کې ترسره شوې، په داسې حال کې چې د پاکستان او د طالبانو د حکومت ترمنځ اړیکې په وروستیو میاشتو کې د سرحدي او امنیتي ستونزو له امله ترینګلې شوې دي.

روسیې تر دې وړاندې هم څو ځله د دواړو لورو ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی و.

بنګله‌دېش؛د “ډونالډ ټرمپ” په نوم مېښه د قرباني کېدو پر ځای ژوبڼ ته ولېږدول شوه

په بنګله‌دېش کې یوه سپینه مېښه چې پر سر یې زېړ وېښتان دي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نوم په ټولنیزو رسنیو کې ډېره مشهوره شوې ده.

دغه مېښه چې د لوی اختر د قربانۍ لپاره بازار ته وړاندې شوې وه، د اختر په لومړۍ ورځ د ځایي چارواکو له لوري له حلالېدو ژغورل شوې ده.

راپورونه وایي، وروسته له هغې چې د مېښې انځورونه او ویډیوګانې پر ټولنیزو شبکو ډېرې خپرې شوې، چارواکو پرېکړه وکړه چې نوموړې مېښه به د قربانۍ پر ځای د بنګله‌دېش پلازمېنې ډاکه یوه ژوبڼ ته ولېږدول شي.

د مېښې ځانګړې بڼې او د “ټرمپ” په نوم شهرت د خلکو پام ځانته اړولی او په انټرنېټ کې یې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

بیړنی خبر؛ ایران د امریکا د ځوابي بریدونو په غبرګون کې په کویټ کې امریکايي پوځي اډه په نښه کړې

ایراني ځواکونو اعلان کړی چې په کویټ کې یې د امریکا یوه پوځي اډه د توغندیز برید هدف ګرځولې ده.

د ایران دولتي رسنیو ویلي، دا اقدام د امریکا وروستیو بریدونو ته “ځوابي غبرګون” و.

تر اوسه د برید د مرګ‌ژوبلې او زیانونو په اړه رسمي معلومات نه دي خپاره شوي، خو سیمه کې امنیتي حالت ترینګلی شوی او امریکايي ځواکونو د لوړې تیارسۍ اعلان کړی دی

حکمتیار:د افغانستان د بحران حل یوازې د بې‌قید او شرط مذاکراتو او د کورنۍ جګړې په پای کې دی

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي چې د افغانستان د روان بحران د حل، واقعي سولې او ثبات یوازینۍ لار دا ده چې ټول اغېزمن داخلي لوري له قید او شرط پرته صادقانه مذاکراتو ته کښېني او پر اساسي ملي اصولو توافق وکړي.

هغه ټینګار کړی چې افغانان باید نور د قدرت ترلاسه کولو او په واک کې د پاتې کېدو لپاره د جګړې لار ونه کاروي او نه هم د بهرنیو هېوادونو په ملاتړ د خپلو سیالانو د ماتولو هڅه وکړي.

د نوموړي په وینا، کورنۍ جګړه باید “د تل لپاره تحریم او پای ته ورسول شي.”

حکمتیار همداراز ویلي چې د هېواد مشر باید د خلکو د اکثریت په خوښه وټاکل شي، نه د زور او تحمیل له لارې.

هغه زیاته کړې چې مشر باید “امیر وي، نه آمر”، یعنې د ولس په مشوره حکومت وکړي، د خلکو پر وړاندې ځان مسئول وبولي او د خپلو پرېکړو حساب ورکړي.

نوموړي د اسلامي اصولو پر بنسټ د اهل، امانتدار او وړ اشخاصو د ټاکلو غوښتنه هم کړې او خبرداری یې ورکړی چې د اړیکو، قومولۍ او شخصي ملګرتیا پر اساس ګمارنې د ملت او نظام پر وړاندې خیانت ګڼل کېږي.

په کانګو کې د ایبولا ویروس نوې خطرناکه څپه؛نړیوال روغتیايي بېړنی حالت اعلان شو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د سپینې ماڼۍ د کابینې په غونډه کې ویلي، وروستۍ موخه دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي.

روبیو ټینګار کړی چې وروستیو پېښو یو ځل بیا وښوده چې ایران د نړۍ د ترهګرۍ تر ټولو ستر ملاتړی هېواد دی او باید د داسې وسلو د ترلاسه کولو اجازه ورنه کړل شي.

هغه ویلي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ لومړیتوب تل مذاکرات او د ډیپلوماسۍ له لارې یوې هوکړې ته رسېدل و، او دا بهیر د سټیو ویټکاف، جیرډ کوشنر او د ولسمشر د مرستیال جی‌ډي وېنس له لارې دوام لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، که د یوې موافقې زمینه برابره شي، واشنګټن د هغې ملاتړ کوي او د پرمختګ ځینې نښې هم لیدل شوې دي.

هغه خبرداری ورکړی، که ډیپلوماسي نتیجه ورنه کړي، ولسمشر نور انتخابونه هم لري.

روبیو ټینګار کړی چې تر هغه وخته چې ډونالډ ټرمپ ولسمشر وي، ایران به هېڅکله اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا نه کړي.