پنجشنبه, مې 28, 2026
Homeافغانستاند طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:افغان حاجیانو د حج...

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت:افغان حاجیانو د حج مهم مناسک په ښه ډول ترسره کړل

د طالبانو حکومت د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې افغان حاجیانو د حج مهم مناسک، د عرفات وقوف، مزدلفې ته تګ او په مِنٰی کې اړوند اعمال، په منظم او بریالي ډول ترسره کړي دي.

د وزارت په وینا، حاجیانو د لوی اختر په لومړۍ ورځ د جمراتو ویشتل او نور ضروري مناسک هم ادا کړي دي.

مسوولان وایي، په مِنٰی شریفه کې د افغان حاجیانو د هوساینې لپاره د استوګنې، خوړو او روغتیايي خدمتونو لازم ترتیبات نیول شوي او د خدمتونو بهیر په منظم ډول روان دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here