د امریکا فضايي ادارې ناسا اعلان کړی چې غواړي په سپوږمۍ کې د انسانانو لپاره دایمي اډه جوړه کړي او د دې پروژې لومړني روباټي ماموریتونه به په ۲۰۲۶ کال کې پیل شي.
د راپور له مخې، ناسا پلان لري د “آرټیمیس” پروګرام له لارې د سپوږمۍ جنوبي قطب ته فضايي بېړۍ، روباټونه او بېپیلوټه وسایل ولېږي، څو د راتلونکو بشري ماموریتونو لپاره زمینه برابره کړي.
د دې پروژې موخه دا ده چې انسانان وکولای شي د اوږدې مودې لپاره په سپوږمۍ کې ژوند او کار وکړي او همداراز د مریخ راتلونکو ماموریتونو لپاره اړینې ټکنالوژۍ وازمویل شي.
ناسا ویلي، د سپوږمۍ په جنوبي قطب کې د اوبو د کنګل شوې زیرمو احتمال شته، چې راتلونکي فضانوردان به یې د څښاک اوبو، اکسیجن او د سون توکو لپاره وکاروي.
د پروژې په لومړیو پړاوونو کې به روباټي ماموریتونه ترسره کېږي، خو ټاکل شوې چې په ۲۰۲۷ کال کې انسانان بېرته سپوږمۍ ته ولېږل شي.
وروسته به هر کال نوې فضايي ماموریتونه هم ترسره کېږي.
ناسا وایي، وروستی هدف یې دا دی چې په سپوږمۍ کې د انسانانو دایمي حضور رامنځته کړي او هلته د اوسېدو بشپړ بنسټونه جوړ کړي.

