پنجشنبه, اکتوبر 9, 2025
Home Blog Page 4

ملګرو ملتونو؛د افغانستان د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت وغځاوه

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۶مه پرېکړه وکړه چې د افغانستان لپاره د بشري حقونو د ځانګړي راپور ورکوونکي ماموریت یو ځل بیا وغځوي.

د شورا په وینا، دا اقدام د دې لپاره شوی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو څارنه، د شواهدو راټولول او نړیوالو ته د راپور ورکول دوام ومومي.

په پرېکړه کې همداراز د افغانستان د حساب ورکونې لپاره د یو خپلواک څېړنیز میکانېزم جوړېدو ته هم اجازه ورکړل شوې ده.

د بشري حقونو د څار سازمان ویلي، دا پرېکړه د افغان ولس، په ځانګړي ډول د ښځو او بشري حقونو د مدافعانو، د غږ د ژوندي ساتلو لپاره حیاتي ارزښت لري.

راپور ورکوونکی به د طالبانو د فرمانونو، د بیان د ازادۍ د محدودیتونو، د بندیانو د شکنجو او د ښځو د حقونو د نقض په اړه څېړنې او راپورونه وړاندې کوي.

د اسراییلو او حماس استازو؛د غزې د جګړې د ختمېدو لپاره په مصر کې خبرې پیل کړې

0

د اسراییلو او حماس استازو د دوشنبې په ورځ په مصر کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د طرحې پر بنسټ خبرې اترې پیل کړې.

دا خبرې د شرم‌الشیخ په ښار کې د امریکا، قطر او مصر په منځګړیتوب روانې دي.

د ټرمپ د طرحې له مخې، جګړه به ودرېږي، بندیان به تبادله شي او د غزې خلکو ته به پراخه بشري مرسته ورسېږي.

راپورونه وايي، د خبرو لومړۍ ورځ د اسراییلو د وتلو، د حماس د بې‌وسلې کېدو او د بندیانو د تبادلې پر موضوعاتو تیره شوه.

د فلسطیني سرچینو په وینا، حماس د دایمي اوربند او د اسراییلو د وتلو د دقیق مهال‌ویش غوښتنه کړې، خو د اسراییلو استازو ویلي چې ځواکونه به یوازې د ټرمپ د پلان له مخې تر “زرد کرښې” پورې شا کېږي.

سره له دې چې ټرمپ له اسراییلو غوښتي بمبارونه ودروي، د غزې چارواکي وايي بریدونه لا هم روان دي.

د غزې د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ د ۱۹ کسانو د وژل کېدو راپور ورکړی دی.

اېکسپریس ټریبیون:جنرال عاصم ملک به د ای ایس ای مشر پاتې شي

0

د پاکستان امنیتي سرچینو اېکسپریس ټریبیون ته ویلي، جنرال محمد عاصم ملک به د دغه هېواد د استخباراتي ادارې (ای ایس ای) د مشر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي.

عاصم ملک د ۲۰۲۴ کال د سپتمبر په میاشت کې د جنرال ندیم انجم پر ځای د ای ایس ای مشر ټاکل شوی و او تمه کېده چې سږ کال تقاعد وکړي.

د راپور له مخې، د هغه د دندې د تمدید پرېکړه د دوشنبې په ورځ، د تلې ۱۴مه، شوې ده.

له دې وړاندې د پاکستان د لوی درستیز جنرال عاصم منیر د کار موده هم دوهم ځل لپاره وغځول شوه.

نصیر احمد اندېشه:خوښ یم، چې افغانستان کې د بشري حقونو د شواهدو موندلو لپاره اداره جوړه شوه

په سویس کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه، د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت پرېکړه لیک د تصویب هرکلی کړی دی.

هغه ویلي، دا پرېکړه لیک بې له منفي رایې او مخالفت څخه تصویب شوې چې دا ښيي طالبان په نړیوال ډګر کې د ملاتړ لپاره هېڅ هېواد ته ځای نه‌دی پرېښی.

اندېشه زیاته کړې، د طالبانو سره اوسنۍ اړیکې یوازې معامله او لنډمهاله دي.

هغه خپلو ملګرو، د مدني ټولنې او د ښځو د خوځښت فعالانو، او نړیوالو بنسټونو ته د دې میکانیزم د جوړېدو په برخه کې د همکارۍ له امله مبارکي ورکړې.

امیر خان متقي؛د مسکو فارمټ اوومې ناستې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د روسیې فدراسیون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د “مسکو فارمټ” مشورتي غونډې په اوومه ناسته کې د ګډون لپاره نن مسکو ته روان شوی.

دا لومړی ځل دی چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د یاد فارمټ په ناسته کې د رسمي غړي په توګه ګډون کوي.

ټاکل شوې ده چې امیر خان متقي به په دې غونډه کې د افغانستان او سیمې د اړیکو د لا پراختیا او ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه د طالبانو حکومت دریځ او لیدلوری د ګډونوالو هېوادونو استازو ته وړاندې کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې د دې سفر هدف د افغانستان په اړه د سیمه‌ییزو همکاریو پراختیا، متقابل تفاهم او د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا هڅې دي.

زلمی خلیلزاد:په ۲۰۲۰ کال کې د ملا برادر او ټرمپ ترمنځ خبرې په سوله‌ییز ډول پای ته ورسېدې

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد ویلي، د ملا برادر او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د مارچ ۲۰۲۰ کال تلیفوني خبرې دوستانه او مثمرې وې، چې په درناوي سره پای ته رسېدلې.

هغه ویلي، د خبرو ژباړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو مسلکي ژباړونکي کوله.

خلیل‌زاد پر هغو رسنیو نیوکه کړې چې د دې مکالمې په اړه جعلي او بې‌باوره خبرونه خپروي او ویلي یې دي، چې هغه څوک چې نه رښتینې سرچینې لري، نه د پالیسي جوړوونکو لاسرسی، او نه د ژورنالیزم اصول مراعاتوي، دروغ خپروي.

د بشري حقونو مدافعانو؛د افغانستان د سرغړونو د څېړنې د خپلواک میکانیزم هرکلی کړی

‏د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې (HRD+) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا هغه پرېکړه لیک ستایلی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کوي.

ټولنې دا پرېکړه د افغان قربانیانو او مدني ټولنې لپاره تاریخي ګام بللی او ویلي یې دي چې دا به د حقیقت‌موندنې، حساب‌ورکونې او انتقالي عدالت د پلي کېدو زمینه برابره کړي.

دغې ټولنې ټینګار کړی چې دا اقدام که څه هم ناوخته شوی، خو د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو فعالانو د زړورتیا نښه ده، او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دغه میکانیزم عملي کول بې له ځنډه پیل کړي.

ذبیح‌الله مجاهد:هېچا ته به اجازه ورنکړو چې د بګرام اډه ونیسي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د «سکای نیوز» سره په مرکه کې ویلي، هېچا ته به اجازه ورنکړي چې د بګرام هوايي اډه تر خپل کنټرول لاندې راولي.

نوموړي ټینګار کړی چې افغانان به د هېڅ شرط او فشار لاندې خپله خاوره بل چاته ورنه‌سپاري.

مجاهد همداراز څرګنده کړې چې د «اسلامي امارت» او امریکا ترمنځ د کابل او واشنګټن د سفارتونو د بېرته پرانیستلو په اړه خبرې شوې دي.

د ملګرو ملتونو شورا؛د افغانستان د بشري حقونو د څار خپلواکې ادارې د جوړېدو مسوده تصویب کړه

‏د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا نن دوشنبه د اروپايي ټولنې لخوا وړاندې شوې مسوده تصویب کړه.

د فرانسې خبري اژانس د معلوماتو له مخې، په دغه مسوده کې ویل شوي، چې د افغانستان لپاره باید یوه خپلواکه اداره جوړه شي، ترڅو په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او بشري حقونو د سرغړونو اړوند شواهد راټول، تحلیل او وساتي.

تر اوسه د طالبانو حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران له روسیې سره؛د جنګي الوتکو د اخیستو شپږ میلیارده یورو تړون کوي

0

د دفاعي چارو ځینو وېبپاڼو راپور ورکړی چې د روسیې د «کرت» دفاعي کمپلکس له افشا شویو اسنادو څرګندیږي، چې ایران پلان لري د شاوخوا شپږ میلیارد یورو په ارزښت له مسکو څخه ۴۸ جنګي الوتکې «سوخو-۳۵» واخلي.

د راپور له مخې، دا اسناد د روسیې د «کنسرن ټکنالوژۍ رادیو-الکترونیک» له شرکت څخه خپاره شوي چې د دولتي «روستک» یوه څانګه ده.

ویل شوي، دغه اسناد د الوتکو د برېښنايي جګړې او راډیويي سیستمونو بشپړ فهرست هم لري چې د ایران لپاره ځانګړي شوي دي.