پنجشنبه, جولای 2, 2026
Home Blog Page 477

د هند د بهرنیو چارو وزارت:له متقي سره په پوره لیوالتیا په دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوو

د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند رندیر جیسوال ویلي چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي ته نوي ډهلي کې تود هرکلی شوی دی.

جیسوال په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د هغه له راتګ خوښ یو او تمه لرو چې د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو موضوعاتو په اړه مفصلې او رغوونکې خبرې وکړو.»

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه هند ته سفر کړی دی.

ډونالډ ټرمپ:د حماس او اسراییل د اوربند هوکړه د تلپاتې سولې لومړنی ګام دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل ټولنیز پلیټفارم «تروت سوشل» کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د هوکړې پخلی کړی او ویلي یې دي چې بندیان به ژر خوشې شي او اسراییلي ځواکونه به تر «توافق شوي کرښې» شا ته لاړ شي.

ټرمپ دا اقدام د تلپاتې او پیاوړې سولې لومړنی ګام بللی او دا ورځ یې د عرب او اسلامي نړۍ، اسراییل، ګاونډیو هېوادونو او متحده ایالاتو لپاره یوه لويه ورځ ګڼلې ده.

هغه همداراز د دې تاریخي موافقې د ترلاسه کولو په برخه کې د قطر، مصر او ترکیې د منځګړتوب ستاینه کړې ده.

زلمی خلیل‌زاد:د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند پر هوکړې ډېر خوښ یم

0

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په خپل ایکس‌پاڼه کې د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې پر سر د موافقې هرکلی کړی دی.

خلیل‌زاد دغه هوکړه چې د ډونالډ ټرمپ د طرحې پر بنسټ شوې، د بنديانو د خوشې کېدو او د اسراییلي ځواکونو د شا تګ برخه هم پکې شامله ده، “یو د اميد ډک پړاو” بللی دی.

هغه هیله څرګنده کړې چې دا ګام د تاوتریخوالي د کمېدو او د اوږدمهاله سولې پر لور د حرکت پیل وګرځي.

د حماس او اسراییل؛د سولې د هوکړې د لومړۍ مرحلې د پلي کېدو پر مفادو موافقه وشوه

0

د قطر لومړي وزیر اعلان کړی چې منځګړیو هېوادونو د حماس او اسراییل ترمنځ د اوربند د لومړۍ مرحلې د پلي کېدو پر ټولو مفادو او کړنلارو هوکړه کړې ده.

دا څرګندونې وروسته له هغې وشوې چې امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دواړو لورو ترمنځ د سولې د هوکړې د لاسلیک اعلان وکړ.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ویلي، «د خدای په مرسته» به ټول اسیران بېرته هېواد ته راستانه شي.

د قطر لومړي وزیر زیاته کړې چې دا موافقه به د جګړې د پای، د اسراییلي او فلسطیني بندیانو د خوشې کېدو او د بشري مرستو د داخلېدو سبب شي.

د فرانسې خبري اژانس:نن به ۲۰ اسراییلي بندیان د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي

0

د فرانسې خبري اژانس ویلي چې ۲۰ ژوندي اسراییلي بندیان به د شاوخوا ۲ زره فلسطیني بندیانو په بدل کې خوشې شي او دا تبادله به د موافقې د عملي کېدو له پیل څخه په ۷۲ ساعتونو کې ترسره شي.

راپورونه وايي موافقت‌نامه به د پنجشنبې په ورځ د غرمي پر وخت لاسلیک شي او په راتلونکو ورځو کې به د بندیانو خوشې کېدل پیل شي؛ د دغه توافق عمومي چوکاټ او د جنګ د لومړي پړاو نور جزئيات هم د منځګړو هېوادونو تر منځ په خبرو کې ترتیب شوي دي.

د راپورونو له مخې، که موافقه په بشپړ ډول عملي شي؛ نو اسراییلي اسيران به ژر تر ژره خوشې شي او په بدل کې به له زندانونو له شاوخوا ۲ زره فلسطینیانو شمېر خوشې کېدل پیل شي؛ خو د عملي تطبیق او مهال‌ویش په اړه لا هم ستونزې او پوښتنې شته.

د پاکستان مخابراتو اداره کاروونکو ته:احتیاط وکړئ، چې دوښمن هېواد د دندو په نوم د حساسو ځایونو عکسونه درنه غواړي

0

د پاکستان د مخابراتو ادارې (PTA) خپلو کاروونکو ته د خبرداري پیغامونه لیږلي.

په دغه پیغام کې خلکو ته ویل کېږي چې د دښمن هېواد استخباراتي ادارې د ټولنیزو شبکو له لارې د دندو د اعلان په نوم ځوانان دوکه کوي او د حساسو ځایونو انځورونه او موقعیتونه ترې غواړي.

دوی په ښکاره ډول د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:امیرخان متقي د خپل هندي سیال په بلنه په رسمي سفر نوي ډهلې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر د هند د بهرنیو چارو وزیر په رسمي بلنه نن نوي دهلي ته سفر وکړ.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، تمه ده د دې سفر پر مهال د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او نور لوړپوړي چارواکي د سیاسي، اقتصادي، تجارتي او سیمه‌ییزو اړیکو د پراختیا په اړه بحثونه وکړي.

تکل زیاته کړې چې دا سفر د افغانستان او هندوستان ترمنځ د اړیکو د لا نږدې کېدو په موخه ترسره کېږي.

تحریک انصاف ګوند:علي امین ګنډاپور د عمران خان په امر له دندې استعفا ورکړه

0

پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز خبر ورکړی چې د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور د تحریک انصاف ګوند د مشر عمران خان په امر له خپلې دندې استعفا ورکړې ده.

د تحریک انصاف عمومي منشي سلمان اکرم راجه د ګنډاپور استعفا تایید کړې او ویلي یې دي چې سهیل افریدي به ډېر ژر د خیبر پښتونخوا د نوي اعلی وزیر په توګه دنده پیل کړي.

راجه زیاته کړې چې دا پرېکړه د سیمې د خراب امنیتي وضعیت او د ګوند د نوې تګلارې د عملي کولو برخه ده.

فضل محمود فضلي:د جنګسالارانو دوهم نسل بګرام ته د امریکا د رابللو په پلمه د افغان ولس پر ضد د امریکایي جهاد د دریمې څپې د پیل هڅې کوي

د چارو ادارې پخواني رییس فضل محمود فضلي ویلي، چې ‏د اتیا‌مو او نویمو کلونو د جنګسالارانو دوهم نسل بګرام ته د امریکې د بیا رابللو په پلمه غواړي د افغان ولس په ضد د “امریکايي جهاد” دریمه څپه پیل کړي.

ښاغلي فضلي، په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې دغه پلان او دې ته ورته زاړه شعارونه په نوي نړیوال وضعیت کې هېڅ اغېزناک یا قانع‌کوونکی نه دي.

هغه وایي:«خو دوی باید په یاد ولري چې دا زوړ او تکراري شعر، په نوي نړیوال وضعیت کې نور هیڅ بدرګه کوونکی نه لري.

نوموړي زیاته کړې، چې بهرنیان نه یوازې زموږ د هېڅ سیاسي او نظامي ستونزې حل نه دي، بلکې زموږ ستونزې لا پسې زیاتوي.

د طالبانو حکومت:اریانا افغان هوايي شرکت له ګټې پرته د وچو او تازه میوو صادرات پيلوي

د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت په مشرۍ د ملا عبدالغني برادر په ګډون ناسته شوې، چې پکې د افغانستان د وچو او تازه میوو د صادراتو پر پراختیا خبرې شوې دي.

په ناسته کې اریانا افغان هوايي شرکت ته سپارښتنه شوې، چې له ګټې پرته د دغو میوو صادرات پیل کړي.

همداراز شرکت ته د دوو کارګو الوتکو د پېرلو دنده سپارل شوې، چې د پېرلو بودجه به د طالبانو د حکومت له لوري برابریږي.