سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 466

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت؛کابل کې د طالب ځواکونو او وسله والو ترمنځ د جګړې پخلی کړی

د کابل ښار پنځلسمه ناحیه کې د طالب ځواکونو او مخالفو وسله والو ترمنځ نښته شوې.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د نښتې پخلی کړی؛ خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

بل لورته بیا د طالب استخباراتو اړوند المرصاد رسنۍ ویلي، چې قصبه کې د داعش پر یو پټنځای عملیات روان دي.

دا خبر د بشپړیدو په حال کې دی.

هه‌نګاو:د افغانې کډوالې کبرا رضایي جسد تهران کې په یوه کثافت‌دانۍ کې موندل شوی

د بشري حقونو سازمان “هه‌نگاو” د راپور له مخې، د ۲۶ کلنې افغانې کډوالې کبرا رضايي جسد له ۵۰ ورځو وروسته په تهران کې وموندل شو، چې د بدن ځینې غړي یې پرې شوي وو.

راپور وايي، رضايي چې د تهران په ورامين کې اوسېده، مړی یې خلکو د کثافاتو په منځ کې موندلی دی، چې له جنتیکي ازموینو وروسته د هغې هویت تایید شو.

هه‌نگاو زیاتوي، د ایران امنیتي ځواکونو د هغې د ښخولو مخه نیولې، ځکه تر اوسه یې د دفن قانوني اجازه نه ده صادره شوې.

د هنګري لومړی وزیر د اوکراین جګړې په اړه:نه غواړو، چې یو بل افغانستان مو د کور په خوا کې پیدا شي

د هنګري لومړي وزیر ویکتور اوربان ویلي، هېواد یې نه غواړي د اوکراین جګړه کې ښکېل شي او نه غواړي “یو نوی افغانستان” یې د دروازې تر څنګ را وټوکېږي.

هغه دا څرګندونې د فرانسې په مونتارجي ښار کې د ښي اړخو محافظه‌کارو ګوندونو په غونډه کې کړې.

اوربان اروپايي مشران تورن کړي چې خلک د اوکراین جګړې ته هڅوي.

نوموړي ویلي، دا جګړه نه شي ګټل کېدای او یوازې مرګونه لري.

هغه زیاته کړې چې اروپا سولې، اوربند او خبرو ته اړتیا لري، نه جګړې ته.

د نوموړي په وینا، هېواد یې نه غواړي زامن یې د جګړې له ډګره په تابوتونو کې راستانه شي.

اوربان د اروپا د “نظامي اقتصاد” پر لور تګ هم وغانده.

جرمنۍ ورځپاڼه:طالبان افغانې ښځې له چکر منع کوي؛ خو بهرنیو ښځو ته په ډاډه زړه افغانستان کې د چکر اجازه ورکوي

د جرمني ورځپاڼې فرانکفورتر الګیماینه څایتونګ په یوه تازه راپور کې ویلي، چې طالبان په داسې حال کې بهرنیو ښځینه سیلانیانو ته د تاریخي ځایونو د لیدو اجازه ورکوي، چې افغان ښځې بیا له پارکونو، موزیمونو او تاریخي ځایونو څخه منع شوي دي.

راپور وايي، طالبانو د دې بندیز دلیل دا ښودلی چې ښځې او نارینه باید په ګډه خوښۍ و نه لمانځي، خو دا اصول پر بهرنیو ښځو نه تطبیقېږي.

د راپور لیکواله زیاتوي، چې طالبان د بهرنیانو له تګ څخه ملاتړ کوي، ځکه دا بهرنۍ پیسې راوړي او غواړي نړیوال اعتبار یې ښه وښيي.

په ۲۰۲۴ کال کې له ۸۴۰۰ ډېر بهرني سیلانیان افغانستان ته تللي، چې دا شمېر د تېرو دوو کلونو پرتله لوړ دی.

راپور وایي، افغان ښځې نه شي کولای د هرات تاریخي کلا، د بابر باغ، او د کابل ملي موزیم ته لاړې شي؛ خو بهرنیان کولای شي د طالبانو له هرکلي سره دا ځایونه وویني.

ګلبدین حکمتیار:نه د دشت لیلې د واقعې تکرار وطن جوړوي او نه هم د خلکو له ارادې پرته واکمني

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپل اختریز پیغام کې ویلي، د افغانستان د تېرو جګړو تجربه ښيي، چې د تلپاتې سولې یوازینۍ لاره، د ټولو خواوو ترمنځ رښتینې او بې‌قید و شرطه خبرې دي.

هغه خبرداری ورکړی چې د پخوانیو تاوتریخجنو لارو تکرار او پر بهرنیانو تکیه، هېواد بېرته فاجعو ته بیايي.

حکمتیار ټینګار کړی چې واک باید د خلکو د رایې او ملي ارادې له لارې، په سوله‌ییز ډول انتقال شي او هېڅ څوک د زور، کودتا یا بهرني ملاتړ له لارې واک ته نه‌شي رسېدای.

نوموړي د مارشال عبدالرشید دوستم وروستیو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي، چې د دې ډول ظلمونو مخنیوی باید وشي.

هغه زیاته کړې، اړینه ده یو داسې ملي شورا جوړ شي، چې د خلکو ریښتینی استازیتوب وکړي او ملت باید په ټولو ملي پرېکړو کې مستقیم ګډون ولري.

نوموړي ویلي چې د اساسي قانون نشتوالی یو جدي خلا ده او یوازینی مشروع بنسټ د نوي اساسي قانون د تدوین لپاره، باید د خلکو له خوا ټاکل شوې شورا وي.

مسعود پزشکیان:د حجاب د اجباري کولو ملاتړی یم

‏د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، یو ځل بیا د حجاب د اجباري کولو ملاتړ کړی دی.

هغه په یوه پیغام کې چې پر ایکس شبکه خپور شوی، لیکلي: «لکه څنګه چې د حجاب اجباري کول خلک ناراضه کوي، همداراز لوڅ‌توب هم د خلکو له خوا د منلو وړ نه دي.»

نوموړي زیاته کړې چې د حضرت علي (رض) له وینا یې زده کړې چې د خدای رضا د خلکو د رضا په جلبولو کې ده.

پزشکیان تر دې مخکې هم د ښځو د حجاب اختیاري بڼه غندلې وه.

نوموړي تر دې وړاندې په یوې غونډه کې د حجاب اختیاري لرونکو مېرمنو انځورونه د تاسف وړ بللي او د «بې حجابۍ» پر ضد یې د جدي اقداماتو سپارښتنه کړې ده.

د کالیفورنیا والي:د ټرمپ له‌خوا د ملي ګارډ ځای پر ځای کول غیرقانوني دي

د امریکا د کالیفورنیا والي، ګاوین نیوسام، د لاس‌انجلس په مظاهرو کې د ټرمپ له‌خوا د ملي ګارډ د سرتېرو ځای پر ځای کول «غیرقانوني» بللي دي.

نوموړي ویلي، دا کار د ایالتي واکونو خلاف دی او له ولسمشره یې د دغه امر د بېرته اخیستو غوښتنه کړې.

مظاهرې چې د کډوالۍ د سختو سیاستونو پر ضد روانې دي، درې ورځې به دوام ولري.

پولیسو ځینې مظاهرې غیرقانوني اعلان کړې او له مظاهره‌چیانو سره یې نښتې شوي دي.

سپینې ماڼۍ د نیوسام څرګندونې رد کړې او ویلې یې دي چې د نظم ساتنه اړینه ده.

امریکایي پولیسو؛په سانفرانسسیکو کې۶۰ مظاهره‌چیان نیولي

د امریکا پولیسو په سانفرانسسیکو کې شاوخوا ۶۰ تنه مظاهره‌چیان نیولي دي.

دا مظاهرې د یکشنبې په ورځ د ټرمپ د مهاجرتي تګلارو پر ضد د مهاجرتي خدماتو ودانۍ مخې ته شوې وې.

مظاهرې چې په لومړي سر کې سوله‌ییزې وې، وروسته د پولیسو سره په نښتو واوښتې.

په دې نښتو کې دوه پولیس افسران هم ټپیان شوي دي.

ورته مظاهرې په لاس‌انجلس کې هم روانې دي، چې خلک پکې د مهاجرینو د نیولو او شړلو پر ضد غږ پورته کوي.

ډونالډ ټرمپ:هغه کسان باید ونیول شي، چې د لاس انجلس د نا ارامیو پر مهال یې مخونه پټ وه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتنه کړې، چې هغه معترضین دې ونیول شي چې د لاس‌انجلس د ناارامیو پر مهال یې خپل مخونه پټ کړي وو.

دغه مظاهرې د ټرمپ د کډوالۍ پر ضد د سیاستونو په مخالفت کې پیل شوې وې او اوس یې بڼه پراخه شوې ده.

ټرمپ ویلي، د کالیفورنیا والي گوین نیوسام او د لاس‌انجلس ښارواله کارن باس باید له خلکو بښنه وغواړي.

د مظاهرو د پراخېدو سره، ټرمپ د ملي ګارد استولو امر هم ورکړی.

هېواد ته د بیا ستنېدو بلنې په اړه د اسماعیل میاخیل غبرګون:خلک هم تاسې وژلي او بخښنه هم تاسې کوئ؟

‏د ملي ټلویزیون پخواني مشر اسماعیل میاخیل د طالبانو له خوا د اختر په مناسبت د عفوې اعلان ته په غبرګون کې ویلي، چې طالبان دا صلاحیت نه لري چې ملت ته عفوه وکړي.

هغه وایي، دوی (طالبان) باید له ولسه بخښنه وغواړي.

نوموړي لیکلي: «پاتې شوه د راستنېدو خبره. وطن یوازې خاوره نه ده، وطن یوازې سرحد، غرونه، کلي او کوڅې نه دي. وطن عزت، وطن فزیکي، فکري او رواني امنیت دی، وطن عدالت او حق دی.»

میاخېل زیاته کړې، طالبانو له افغانانو سره جګړه کړې، له امریکایانو سره یې سوله کړې، او اوس پر ولس د بښنې احسان کوي، چې دا د منلو نه ده.

هغه لیکلي:«له دې هر څه سره سره افغانانو بیا هم تاسې سره سولې ته غاړه کېښوده؛ خو تاسې له امریکا سره سوله وکړه او په افتخار به مو ویلې چې په میاشتو میاشتو مو یو خارجي نه دی وژلی. ستاسې دوښمني پرون او نن له افغانانو سره وه.»

نوموړي غوښتنه کړې چې که طالبان ریښتیا د افغانستان بقا غواړي، باید ولس‌واکي رامنځته کړي، د مخالفینو غږ واوري او له ولسه مشروعیت تر لاسه کړي.