سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 464

کونړ؛څوکۍ ولسوالۍ کې ۳۰ هکټاره ځنګل سوځېدلی

د کونړ ولایت د څوکۍ ولسوالۍ ۳۰ هکټاره ځنګلي سیمې د اور له کبله سوځېدلي دي.

ځايي سرچینې وایي، دا اور دوه ورځې وړاندې د «دیوه ګل» او «لام کنده» کلیو په شاوخوا کې د «ناجو» په ځنګلونو کې بل شوی و.

د طالبانو د معلوماتو له مخې، اور د شنبې په ورځ د غبرګولي ۳مه د سیمې د خلکو په هڅو مهار شوی؛ خو د اور لګېدنې د دقیق لامل په اړه څه نه‌دي ویل شوي.

طالب چارواکي زیاتوي، چې په دې ډول سیمو کې ډېر کله د شپنو بې‌احتیاطي د اور لګېدو سبب کېږي.

د طالبانو حکومت؛تورخم کې ۳۵ ټنه خراب کچالو بېرته پاکستان ته ستانه کړي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د تورخم له لارې افغانستان ته د ۳۵ مټریک ټنه خرابو کچالو د واردېدو مخه نیول شوې ده.

د یاد ریاست مشر محمد ولي محسن ویلي، دغه کچالو د نباتي قرنطین مدیریت له لوري د تورخم په ښارګوټي کې بې‌کیفیته او خوسا تشخیص شوي او بېرته پاکستان ته لېږل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا اقدام د خوراکي توکو د کیفیت ساتلو او د عامې روغتیا د خوندیتوب په موخه ترسره شوی دی.

هرات؛په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي خپله مېرمن، پلار او مور وژلي

د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې یو سړي د خپلې کورنۍ درې غړي وژلي دي.

د هرات د طالبانو امنیې قوماندانۍ په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، دغه سړي تېره شپه له خپلې مېرمن سر پرې کړی او خپل پلار او مور یې د چاقو په وسیله وژلي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې هم دا پېښه تاییدوي او وايي، قاتل له پېښې وروسته تښتېدلی دی.

امنیتي چارواکي وايي، د دې پېښې لامل تر اوسه څرګند نه دی او د قاتل د نیولو هڅې روانې دي.

کویټ؛د لسګونه زرو کسانو تابعیت لغوه کړی

د کویټ دولت د یو بې‌ساري اقدام په ترڅ کې د لسګونو زرو کسانو تابعیت لغوه کړی، چې لږ تر لږه ۲۶ زره ښځې پکې شاملې دي.

دغو کسانو زیاتره د واده له لارې کویټي تابعیت ترلاسه کړی و؛ خو په دې اړه د کویټ د تازه کړنلارو پر اساس، اوس له دغه تابیعت څخه محروم شوي دي.

راپورونه وايي، ځینې دا ښځې له څو لسیزو راهیسې په کویټ کې ژوند کوي.

باور دا دی، چې کویټ هڅه کوي په دې کار سره د خپل تابیعت باور نور هم لوړ کړي.

د امریکا سفیر احمد شرع ته:مننه، چې د ډونالډ ټرمپ پالیسي دې پلې کړې

په ترکیه کې د امریکا سفیر او د سوریې لپاره د ولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي، توماس باراک په استانبول کې د سوریې د موقت حکومت له مشر احمد شرع سره لیدلي او له هغه یې د داعش پر ضد اقداماتو، له اسرائیلو سره د اړیکو او د ټرمپ د پالیسۍ د پلي کولو له امله ستاینه کړې ده.

د ښاغلي باراک په وینا، دغه لیدنه تاریخي وه، ځکه چې له سوریې څخه د امریکا بندیزونه لېرې شوي او دواړو خواوو د پانګونې، پراختیا او د یوې نوې سوریې د معرفي کولو ژمنه کړې ده.

هغه زیاته کړې چې احمد شرع د بندیزونو د لغو کېدو ستاینه کړې او دا اقدام یې د امریکا او سوریې ترمنځ د نویو همکاریو لپاره مهم بللی دی.

ټرمپ هم، چې وروستی ځل یې له شرع سره په سعودي عربستان کې لیدلي و، له هغه اغېزمن شوی ښکاري.

هغه خبریالانو ته ویلي وو: «هغه یو ځوان، ښکلی، سخت‌دریځه سړی دی. پیاوړې سابقه لري. ډېر قاطع او جنګیالی دی.»

پاکستان؛شهباز شریف هڅه کوي د هند پر وړاندې د سیمې هیوادونو ملاتړ جذب کړي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ترکیې، آذربایجان، ایران او تاجیکستان ته شپږ ورځنی سیمه‌ییز سفر پیل کړی.

د دغه سفر موخه د هند له خوا د وروستیو بریدونو پر مهال د یادو هېوادونو له ملاتړه مننه او د دوه اړخیزو اړیکو پیاوړتیا بلل شوې ده.

د پاکستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، شهباز شریف به د دې سفر په ترڅ کې د کوربه هېوادونو له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو مسایلو او نړیوالو تحولاتو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې، هغه د مې پر ۲۹مه په تاجیکستان کې د یخچالونو نړیوال کنفرانس کې هم ګډون وکړي.

له بلې خوا، پاکستان یو دیپلوماتیک کمپاین پیل کړی چې د هند د وروستي برید په تړاو نړیوال ملاتړ جلب کړي.

سرګي لاوروف:روسیه د استانبول د سولې خبرو ته ژمنه ده؛ خو لویدیځ د ګډوډۍ هڅې کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، چې هېواد به یې له اوکراین سره د استانبول د سولې مذاکراتو له لارې شویو توافقاتو ته ژمن پاتې شي.

لاوروف دغه څرګندونې د مسکو په یوه خبري ناسته کې کړې او د اوکراین له خوا پر روسیې د وروستیو بې‌پېلوټه بریدونو غندنه یې کړې ده.

هغه ادعا کړې چې دا بریدونه د بریتانیا، جرمني او فرانسي په ملاتړ ترسره شوي، او هدف یې د سولې د خبرو ګډوډول دي.

لاوروف زیاته کړه: «سره له دې چې پر روسیې بریدونه کېږي، موږ د استانبول د خبرو اترو بهیر ته دوام ورکوو او خپلو ژمنو ته وفادار یو.»

کریم خرم:ښايي افغانستان دا ځل د چین او امریکا د رقابت ډګر وګرځي

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رئیس کریم خرم ویلي، چې ۲۱مه پېړۍ د چین او امریکا ترمنځ د نړیوال رقابت داسې پېړۍ ده، لکه ۲۰مه پېړۍ د شوروي او امریکا ترمنځ او ۱۹مه پېړۍ د بریتانیا او روسیې ترمنځ وه.

هغه د امریکا د استخباراتي ادارې (CIA) د ۲۰۲۵ کال د راپور په اړه ویلي، چې چین د امریکا اصلي سیال او حتی دښمن ګڼل شوی.

د نوموړي په خبره، چین یوازینی ځواک دی چې د امریکا نړیواله برتري ننګولی شي.

خرم زیاته کړې، چې افغانستان د خپل جغرافیایي موقعیت له امله تل د سترو قدرتونو د لوبو قرباني شوی، او اوس بیا هم په داسې سیمه کې پروت دی چې ښايي د چین او امریکا ترمنځ د نوي رقابت ډګر شي.

نوموړي ټینګار کړی، که افغانستان په نړیواله کچه د یوه مشروع دولت او متحد ملت په توګه مطرح شي؛ نو کولای شي، چې له دغه رقابت څخه ګټه واخلي.

افغان ژباړن؛جمال ولي امریکايي پولیسو وژلی

د امریکا د ویرجنیا ایالت په فیرفکس ښار کې یو افغان له پولیسو سره د نښتې پر مهال وژل شوی دی.

وژل شوی افغان جمال ولي نومیږي، چې پخوا یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د ژباړن دنده ترسره کوله.

پولیسو ویلي، جمال ولي له خپل سرعت څخه په چټکۍ موټر چلوو، چې پولیسو ورته د درېدو امر کړی؛ خو هغه له درېدو سره سم، پر پولیسو ډزې کړې.

نوموړی، چې ۳۶ کاله عمر یې درلود، مېرمن او څلور ماشومان یې بې سرپرسته شول.

امریکا؛کالیفورنیا کې د سوداګریزې الوتکې سقوط ۶ کسان وژلي

د امریکا د کالیفورنیا ایالت په سن دیکو ښار کې د مونتګومری-ګیبز هوايي ډګر ته څېرمه د «سسنا ۵۵۰» سوداګریزې الوتکې د سقوط له امله لږ تر لږه ۶ کسان وژل شوي دي.

راپورونه وايي، د پېښې اصلي لامل خرابه هوا ښودل شوې؛ خو د سقوط پر مهال هېڅ بېړنی حالت نه و اعلان شوی.

الوتکه د اجازې تر ټاکل شوې کچې ټیټه شوې وه؛ خو لا څرګنده نه ده چې دا پېښه ولې شوې.