د جرمني ټاز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د دغه هېواد حکومت غواړي د هغو افغان کډوالو ترڅنګ، چې د جرمونو په تور محکوم شوي، هغه افغانان هم افغانستان ته ولېږي چې هېڅ جرمي مخینه نه لري.
د راپور له مخې، د جرمني په بېلابېلو ایالتونو کې د کډوالو له مشورتي شوراګانو سره د ترسره شوې سروې پر بنسټ، تر اوسه پنځه افغان کډوال، چې د کوم جرم سابقه نه لري، د افغانستان د ایستلو په موخه نیول شوي دي.
ورځپاڼه لیکي چې له دغو کسانو څخه څلور یې د باواریا ایالت او یو بل یې د هېسن ایالت په توقیف کې ساتل کېږي او د ایستلو د بهیر له بشپړېدو وروسته به افغانستان ته ولېږدول شي.
تر اوسه د جرمني حکومت د دغه راپور په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې، خو که دا راپور عملي شي، نو د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په پالیسۍ کې به د پام وړ بدلون وبلل شي.

