د ایران د سپاه پاسداران ځواکونو ادعا کړې چې د امریکا له تازه بریدونو وروسته یې د سیمې په عربي هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو پراخ توغندیز بریدونه پیل کړي دي.
په ورته وخت کې د بحرین، کویټ او قطر چارواکو د هوايي دفاع د فعالېدو او د خطر زنګونو د غږېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د پنجشنبې په سهار لسګونه بالستیک توغندي د سپاه له بېلابېلو اډو، په ځانګړې توګه د بوشهر او خوزستان له ولایتونو، د امریکا د پوځي اډو پر لور توغول شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې څو توغندي د بوشهر ولایت د «جم» ښار او د خوزستان د «امیدیه» او «اهواز» له سیمو توغول شوي دي.
ایراني خبري اژانسونو هم داسې انځورونه خپاره کړي چې ادعا کوي ایران د امریکا پر اډو په بحرین، کویټ او اردن توغندیز بریدونه کړي دي.
د بحرین دولتي ټلویزیون ویلي، د دغه هېواد هوايي دفاع د ایراني توغندیو د شنډولو په عملیاتو بوخته ده.
همدارنګه، د منامې په ښار کې د چاودنو غږونه هم راپور شوي دي.
د کویټ پوځ هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد هوايي دفاع له دښمنو توغندیو او بېپیلوټه الوتکو سره مقابله کوي.
د راپورونو له مخې، په کویټ، بحرین او قطر کې د خطر زنګونه وهل شوي او ځینې غیررسمي راپورونه وایي چې ایران په دغو هېوادونو کې د امریکا پر پوځي اډو غچ اخیستونکي بریدونه کړي دي.
تر اوسه د دغو بریدونو له امله د مرګژوبلې یا مالي زیان رسمي راپور نه دی ورکړل شوی.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې امریکا ایران ته ډېر سخت ګوزار ورکړی او خبرداری یې ورکړی چې که ایران بیا برید وکړي، امریکا به لا سخت ځواب ورکړي.
هغه همدارنګه ویلي چې ایراني چارواکو د احتمالي هوکړې لپاره اړیکه نیولې، خو دی د هر ډول هوکړې په اړه محتاط دی.
په ورته وخت کې د ایران د پارلمان رئیس محمدباقر قالیباف ویلي چې امریکا باید تمه ولري چې د هر برید ځواب به ترلاسه کړي او ټینګار یې کړی چې په هرمز تنګي کې تګ راتګ باید د ایران د ترتیباتو له مخې ترسره شي.

