سه شنبه, اپریل 7, 2026
Home Blog Page 465

ټرمپ:نور به زمونږ ځواکونه د هېوادونو ملت جوړونه کې نه ښکېل کېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ځواکونه به یې تر دې وروسته د نورو هېوادونو په ملت جوړونه کې نه بوختیږي.

هغه د امریکايي ځواکونو له پوځي اکاډمۍ څخه د سرتېرو فراغت غونډې ته ویلي، چې د دوی اوسنی تمرکز پر امریکا دی او هڅه کوي چې امریکا خپل پخواني برم ته ورستنه کړي.

ټرمپ زیاته کړې، چې امریکا پخوا نړۍ کې بې پایلې لومړیتوبونه ترسره کول؛ خو اوس هڅه کوي چې دې هرڅه ته د پای ټکی کېږدي.

د پولیو بنسټ:د ۲۰۲۶ کال لپاره د پولیو له منځه وړلو بودیجه مو ۴۰ سلنه کمه شوې

په داسې حال کې چې افغانستان کې لاهم د پولیو ګواښ په لوړه کچه دی؛ خو ختیځه مدیترانه کې د روغتیا نړۍوال سازمان سیمه ییزې مشرې حنان بلخي ویلي، چې د راتلونکي کال لپاره د پولیو د له منځه وړلو پر وړاندې د مبارزې لپاره د دوی بودجه ۴۰ سلنه کمه شوې.

حنان بلخي جینوا کې د روغتیا نړۍوالې اسامبلۍ ته ویلي، د ۲۰۲۴ کال په پیل کې افغانستان او پاکستان کې د پولیو ویروس نږدې له منځه تللی وو.

د یادونې ده، چې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۳ کالونو کې افغانستان کې د پولیو څو مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

پاکستان؛پنجاب ایالت کې د طوفان له امله ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ ټپیان دي

راپورونه وايي، د پاکستان په پنجاب ایالت کې د سختو بادونو او طوفاني بارانونو له امله پراخې ویجاړۍ رامنځته شوې دي.

د پاکستان د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې د ویاند په وینا، په دې پېښه کې لږ تر لږه ۸ کسان وژل شوي او ۴۵ نور ټپیان شوي دي.

د جيونیوز د راپور له مخې، ډېره مرګ‌ژوبله د زړو ودانیو د نړېدو له امله رامنځته شوې ده.

د چارواکو په وینا، ژغورونکې ډلې د ځپل شویو سیمو د پاکولو او مرستندویو عملیاتو لپاره پر هڅو بوختې دي.

هند؛افغانانو ته د انلاین ویزو د ورکړې بهیر پیل کړ

هندي رسنیو ویلي، چې هند د تېرې اپریل میاشتې په وروستۍ اوونۍ کې افغانانو ته د دغه هېواد د انلاين ویزو د ورکړې بهیر بېرته پیل کړی دی.

هندو ورځپاڼې ویلي، چې دغه انلاين ویزې سوداګرو، ناروغانو، لوبغاړو او هنرمندانو ته ورکول کیږي.

د هند حکومت تر دې مهاله په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې د هند د ویزو ورکړې په اړه یو کمپاین هم پیل شوی وو.

معصوم ستانکزی:افغانان د ناسمو کورنیو او بهرنیو سیاستونو قربانیان دي

د سولې د مذاکره کوونکي پلاوي پخواني مشر معصوم ستانکزي د پوځ د پخواني پیلوټ محمد امیر توسولي د ځان‌وژنې په غبرګون کې ویلي، چې افغانان د کورنیو او بهرنیو ناسمو سیاستونو قرباني شوي دي.

ښاغلي ستانکزي پر اېکس لیکلي، چې د محمد امیر توسولي دردناکه مړینه یوه تراژیدي ده، چې پر افغان ولس تپل شوې ده، او دا درد د ټولو ګډ دی.

محمد امیر توسولي، چې د تېر حکومت د هوايي ځواک پیلوټ و، د ایران په مشهد کې له دې وروسته ځان وژنه وکړه، چې د استوګنې د قانوني اسنادو د نشت له امله د اېستلو پاڼه ورکړل شوه.

پخواني نظامیان وایي، چې د ایران له خوا د استوګنې جوازونو تمدید ستونزمن دی، او دا مهال په زرګونه پخواني افغان سرتېري د شړلو له خطر سره مخ دي.

ندا محمد ندیم:اړتیا ده ځوانان تخصصي او دیني زده کړو ته وهڅول شي

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د بلخ پوهنتون استادانو ته په خپلو وروستیو څرګندونو کې ویلي، چې باید ټولنې ته ژمن، متخصص، دین‌داره او د اسلامي اخلاقو لرونکي کادرونه وروزل شي.

هغه پر ځوانانو هم غږ کړی، چې له اوسني فرصت څخه په ګټې اخیستنې سره خپلې لوړې زده کړې بشپړې کړي او خپل راتلونکی جوړ کړي.

همداراز، د طالبانو حکومت لوړو زده کړو وزارت ویلي، چې ندیم د افغانستان شمال ولایتونو ته د سفر پر مهال د ۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ځینې پروژې هم پرانیستلې، که څه هم د دغو پروژو مشخص جزئیات نه دي ورکړل شوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې طالبانو له واک ته رسېدو راهیسې زرګونه مسلکي کسان له دندو لرې کړي او د پوهنتونونو نصاب کې پراخ بدلونونه راوستي، په ځانګړي ډول یې د نجونو پر زده‌کړو بندیزونه لګولي، چې پراخې کورنۍ او نړیوالې اندېښنې یې راپارولې دي.

حلیم فدایي: حامد کرزی د ملي اجماع د رامنځته کېدو په برخه کې ډېره مرسته کولای شي

افغان سیاستوال محمد حلیم فدایي په افغانستان کې د روانې کشالې د پای لپاره له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتې چې د ملي اجماع لپاره لاس په کار شي.

ښاغلي فدایي په خپل ایکس پاڼې لیکلي:” کرزي په سیاسي ثبات کې او ولسمشر غني په اقتصادي او حکومتداري ثبات کې ډېر څه کولای شو، ښه به وای چې همکاري یې کړای وای”

حلیم فدايي لیکلي چې ښاغلی کرزی کولای شي اوس هم د سیاسي ثبات په رامنځته کیدو کې مرسته وکړي او ملي اجماع رامنځته کړي.

خو بل لورې د وروستي جمهوري نظام د عالي شوراګانو د چارو د انسجام رئیس شاه پور ژمن د ښاغلي فدايي دې وړاندیز ته په غبرګون کې په پخواني ولسمشر حامد کرزي نیوکه کړې او لیکلي:” له سیاسي ثُباته که تعریف دا وي چې دولتي واک او منابعې دې د څو تنظیمي جهادي ډلو ترمېنځ لیلام شي؛ بیا رېښتیا محترم کرزي دغه هُنر لاره.”

پدې وروستیو کې ګڼو سیاستوالو، فعالانو او د میرمنو استازو په پخواني ولسمشر حامد کرزي غږ کړی چې له خپل نفوذ څخه په استفادې په طالبانو فشار راوړي.

د هند او پاکستان کړکیچ؛ یو د بل پر وړاندې یې هوایي محدودیتونه یوه میاشت نور هم وځنډول

د هند او پاکستان ترمنځ له کړکیچ وروسته دواړو هیوادونو د یو بل پر وړاندې د هوایي الوتنو محدویتونه یوه میاشت نور هم وغځول.
دا پرېکړه داسې حال کې نیول کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ سیاسي حالت لاهم کړکیچن دی.

تمه وه چې دغه بندیزونه د غبرګولي تر دریمې نیټې دوام وکړي.

دواړو هیوادونو د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې په سیلانیانو تر برید وروسته یو د بل پر وړاندې هوایي حریم وتړل او د هیڅ هیواد الوتکې نشي کولای یو د بل حریم ته ننوځي.

رسول سیاف:د کبرجنو غاړې ماتې، د ظالمانو کونډې ناستې او له بخیلانو هرڅه پاتې شول

جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف ویلي، چې د کبرجنو غاړې ماتې شوې، له بخیلانو هرڅه پاتي او د ظالمانو کونډې ناستې دي.

سیاف له اوږدې مودې راهیسې دا ډول کنایوي خبرې کوې او دلته یې هم ویلي، چې طالبانو د واک له نیولو وروسته نه یوازې دا، چې کبر را اخیستی، بلکې ظلم هم کوي او بخل هم.

سره له دې، چې تېره ورځ هم د ترک هېوادونو ناسته کې له طالبانو د ټول شموله حکومت د جوړېدو غوښتنه شوې؛ خو دوی بیا دا مسئله کورنۍ بللې او په واک کې هیچاته ځای نه ورکوي.

صدیق الله اتل؛د لومړي ځل لپاره د هند په غوره لیګ سیالیو کې لوبه کوي

افغان لوبغاړي صدیق اتل ته په لومړي ځل د هند په سوداګریزو سیالیو کې د لوبېدو چانس ورکړل شوی.

هغه نن د ډيلی کپیټلز لپاره د پنجاب خلاف لوبیږي.

که څه هم د هغه اړوند ډیلي لوبډله له مخکې تګ پاتې شوې؛ خو اتل به په کې د لومړي ځل لپاره ولوبیږي.

د یادونې ده، چې له پنجاب سره بیا عظمت الله عمرزی لوبیږي.