سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 462

د اسپانیا پولیسو؛په رسمي ډول د پخواني افغان سفیر رحیم پیرزاده د نیولو غوښتنه کړې

د اسپانیا پولیسو په رسمي ډول د افغانستان پخواني سفیر رحیم پیرزاده د نړیوال نیولو غوښتنه کړې ده.

نوموړی د څو ښځو، په ګډون یوې افغان مېرمنې، د جنسي ځورونې په تور تورن دی.

راپورونه وایي چې پیرزاده دا مهال په امریکا کې د جعلي نوم له امله نیول شوی او اف‌بي‌آی ترې پوښتنې کړي دي.

د اسپانیا ځانګړې څانګې دوسیه محکمې ته سپارلې او ټاکل شوې چې د هغه په اړه پرېکړه وشي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پیرزاده رسمي دیپلومات نه و او هیڅ مصونیت نه لري.

د جاوېد امرخېل تر کنسرت وړاندې؛ساز ایونټس د ایکس میډیا په همکارۍ په همدې اړه مطبوعاتي ناسته کوي

ساز ایونټس او ایکس میډیا د هېواد د وتلي هنرمند جاوېد امرخېل د کنسرت په پار کنفرانس لري.

دا کنفرانس د جون میاشتې په ۲۵مه هالنډ کې ترسره کېږي.

یاد مسؤلین وایي، چې دا کنفرانس د ماسپښین په دوو بجو پیلیږي او ګډونوال کولای شي، چې د پوښتنو لپاره دوی سره مخکې تر مخکې اړیکه ونیسي.

د افغان کرېکټ دوه مخکښ لوبغاړي؛عظمت عمرزی د نړۍ لومړی او محمد نبي دویم الرونډر شو

د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې دوه افغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوریزو لوبو غوره الرونډرانو په نوملړ کې تر نورو مخکښ دي.

په دې درجه بندي کې عظمت الله عمرزی له ۲۹۶ نمرو سره لومړی او محمد نبي له ۲۹۲ نمرو سره دویم ځای خپل کړی دی.

په نوملړ کې سکندر رضا، مهدی حسن میراز، مایکل براسوېل، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا هم شامل دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت:ټرمپ هڅه کوي چې د کشمیر ستونزه هواره کړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ټمي بروس ویلي، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي د کشمیر اوږدمهاله شخړه د خپلې واکمنۍ پر مهال حل کړي.

نوموړې واشنګټن کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، چې د پاکستان او هند تر منځ روان اوربند ته امریکا هرکلی وايي او دا د ولسمشر ټرمپ، مرستیال ولسمشر جې ډي ونس او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د هڅو پایله ده.

بروس زیاته کړې، چې ولسمشر ټرمپ چمتو دی د هند او پاکستان تر منځ د شخړو په حل کې منځګړیتوب وکړي.

ټرمپ هم پر خپل ټروت سوشیال لیکلي و چې هڅه به وکړي د کشمیر د مسئلې هواري ته یوه حل لاره ومومي.

امریکا کې؛د وژل شوي افغان جسد نن خپل هېواد ته را انتقال شو

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د امریکا د تګزاس ایالت کې په مرموز ډول وژل شوي افغان ځوان”سیلاب” جنازه د افغان کډوالو په مرسته هېواد ته را انتقال شوې ده.

دغه جنازه نن چهارشنبه د کابل له هوایي ډګره خوست ولایت ته د وزارت د روغتیایي ټيم له خوا لېږدول شوې ده.

د یادونې ده چې د سیلاب وژلو ګڼ غبرګونونه هم راپارولي دي.

هلته یو شمېر افغان کډوالو له امریکایي پولیسو غوښتي چې په دې اړه څېړنې وکړي.

د ازبکستان ولسمشر:نړیوال دې له افغانستان سره رغنده تعامل وکړي

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د تاشکند نړیوال پانګوالۍ فورم کې په خپله وینا کې له افغانستان سره د نړۍوالو رغنده تعامل پر اړتیا ټینګار کړی دی.

د خلیجي رسنیو د راپور له مخې، میرضیایف ویلي، د طالبانو له حکومت سره باید عملي او رغنده تعامل وشي، ځکه د دغه هېواد ثبات او اقتصادي پرمختګ د ټولې سیمې د دوامدار پرمختګ لپاره کلیدي ارزښت لري.

د طالبانو حکومت تر اوسه د میزضایف د څرګنذونو په اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت:افغانستان کې د داعش د شتون د زیاتېدو ادعا بې بنسټه ده

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې د مشر هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې داعش په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخ کړي دي.

فطرت ویلي، دا ډول اندېښنې بې‌ځایه دي او طالب سرتېرو د داعش فعالیتونه شنډ کړي دي.

هغه د کابل په ۱۵مه حوزه کې د دوشنبې شپې عملیاتو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د امنیتي ځواکونو د چمتووالي څرګندونه کوي.

بامیان؛په میرهاشم سیمه کې بمې چاودنه شوې

یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بامیان ولایت مرکز د میر هاشم پر سیمه کې بمې چاودنه شوې.

د دغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.

تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسولیت نه دی منلی.

د طالبانو حکومت هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

امرالله صالح:زلمی خلیلزاد د طالبانو لپاره په واشنګټن کې تر ټولو مناسب سفیر دی

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې زلمی خلیلزاد باید د طالبانو سفیر شي، ځکه له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې له طالبانو ښکاره ملاتړ کړی.

ښاغلي صالح پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې خلیلزاد ته دې د وفادارۍ په بدل کې سفارت ورکړل شي او ممکن دا موضوع د دوحې د پټو ضمیمو برخه هم وي.

دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد د طالبانو حکومت د رئیس‌الوزراء وینا مثبته بللې او د هغه مېرمن، شرل بنارد، د افغان مهاجرینو د بېرته‌ستنېدو اندېښنې بې‌اساسه بللې دي، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

هېلوټرسټ:افغانستان د ماینونو له امله د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه دی

د هېلوټرسټ موسسې ویلي، چې شاوخوا ۶.۴ میلیونه کسان په افغانستان کې د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له جدي ګواښ سره مخ دي.

د دغه موسسې په وینا، افغانستان د ماینونو له پلوه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.

هېلوټرسټ د ایکس له لارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، ترڅو دا “هېر شوی ناورین” پراخ نه شي.