د اکسیوس د راپور له مخې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جیډي ونس ټاکل شوې د سېشنبې په ورځ پاکستان ته سفر وکړي، څو له ایران سره د خبرو په نوې پړاو کې ګډون وکړي.
راپور د یوې باخبره سرچینې له قوله لیکي، چې د ایران مرکچي پلاوی د سپاه پاسداران د فشار له امله د لنډ مهال لپاره خبرې ځنډولې وې.
د سرچینې په وینا، د دوشنبې په شپه د ایران د مذهبي مشر مجتبی خامنهاي له لوري د “شین څراغ” له ورکړې وروسته، یو ځل بیا د خبرو بهیر ته لاره هواره شوې ده.
تر اوسه د دې خبرو د اجنډا او ګډون کوونکو په اړه نور جزییات نه دي خپاره شوي، خو تمه کېږي چې دا ناسته به د امریکا او ایران ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو په کمولو کې مهم رول ولوبوي.

