سه شنبه, اپریل 21, 2026
Homeافغانستانګلاب منګل، محمد محقق ته:د خپل کلي او ولسوالۍ واک نه لرئ؛...

ګلاب منګل، محمد محقق ته:د خپل کلي او ولسوالۍ واک نه لرئ؛ خو په ډیورنډ خبرې کوئ

د اطلاعاتو او کلتور پخواني وزیر محمد ګلاب منګل د محمد محقق پر وروستیو څرګندونو توند غبرګون ښودلی او هغه یې د ملي مسایلو په اړه د احتیاط او مسؤلیت رعایت ته بللی دی.

ګلاب منګل لیکلي:«محقق صاحب! تاسو چې په تېر جمهوریت کې د یوه متعصب قومي ټېکه دار په توګه د خپل قوم د شریفو خلکو له ادرس څخه په ناوړه ګټې اخیستنې په نظام تپل شوی او د لوړ مقام، نوم، شهرت او پریمانه مالي امکاناتو درلودونکی واست او د رهبرۍ په کچه مو په مهمو مسایلو کې د پرېکړو صلاحیت درلود، هغه وخت هم تاسو ته د ملي ګټو او ملي ارزښتو په پرتله بهرنیو ګټو زیات ارزښت درلود. تاسو هغه وخت د خپل ولس د ملاتړ پر ځای د بهرنیو ملاتړمهم باله، ښه مې په یاد دي چې په یوه رسمي سفر کې مو د ایراني واکدارانو د خوشحالولو او ملاتړ لپاره په یوه وینا کې د هغو سل ګونو افغانانو په وژنه افتخار او خوښي څرګنده کړې وه چې د بېوزلۍ له وجې ایران ته تللي او د ایران حکومت د خپلو ګټو د تامین لپاره د (فاطیمیون) جگړه‌ییز سازمان په لیکو کې په سوریه او عراق کې په نیابتي جګړو کې جنګولي او هلته وژل شوي وو.»

هغه دغه راز لیکلي« ښاغلی محقق! اوس چې له تاسو سره نه خپل خلک او ولس شته او نه هم د ایران ملاتړ؛ نو فکر کوې چې د سبا لپاره د پردیو په احتمالي معادلاتو او پروژو کې به بیا د ځان ځایونې لپاره داسې څه مطرح کړې چې وکولی شې د پردیو پام او باور ترلاسه کړې؛ خو داسې ښکاري چې نن سبا حالات بل ډول دي او ټول په دې پوهېږي چې بګیل شوي مړزان بیا میدان نه شي ګټلای.»

هغه د ډیورنډ کرښې په اړه موضوع ته په اشارې سره ټینګار کړی چې دا یوه ملي مسئله ده او د پرېکړې واک یې یوازې د افغان ولس سره دی، نه د افرادو یا سیاسي ډلو سره.

نوموړي زیاته کړې:«ښاغلی محقق! زه تاته په زغرده او ډانګ پېیلې وایم او مشوره درکوم چې له خپلې بړستنې سره سمې پښې غزوه، د ډیورند د منلو واک د افغانستان له ولسونو سره دی نه له حکومتونو او اشخاصو سره. تاسو خو اوس ډیورند لا څه کوئ چې د خپل کلي او ولسوالۍ واک هم نه لرئ. ډیورند يوه ملي مسله ده، چې لر او بر ملت به یې په اړه پرېکړه کوي.»

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ محمد محقق ویلي و چې د ډیورنډ کرښه په رسمیت پیژني.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here