سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 461

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان:د هر ډول نظامي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لرو

د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي وايي، د هېواد دښمنان د نظامي ګواښونو له لارې فشار راوړل غواړي؛ خو ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

سلامي زیاته کړې چې ایران پیاوړې نظامي تجربه لري، د دښمن موخې یې درک کړي او د خلکو پر ملاتړ ډاډه دی.

هغه ګواښ کړی چې که شرایط ورته برابر شي، داسې بریاوې به ترلاسه کړي چې دښمن به پښېمانه کړي.

کوزوو؛د امریکا له لوري د ایستل کېدونکو کډوالو د لنډمهالي مېشتېدو طرحه تصویب کړه

د کوزوو سرپرست حکومت یوه طرحه منظوره کړې چې له مخې به یې دغه هېواد د امریکا له لوري ایستل شویو کډوالو ته د لنډ مهال لپاره پناه ورکوي.

د کوزوو سرپرست صدراعظم اعلان کړی چې تر ۵۰ کسانو پورې کډوال، چې بېرته خپلو اصلي هېوادونو ته ستنېدونکي وي، په موقت ډول د کوزوو خاورې ته منل کېږي.

هغه ویلي، چې دا بهیر به د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت لخوا رهبري کېږي.

نوموړي په خپله ایکس پاڼه کې لیکلي، کوزوو به له وړاندې شوي لېست څخه یوازې هغه کسان ومني چې د هېواد د قانون، امنیت او نظم شرایط پوره کړي.

امرالله صالح:ناروې د اسلو غونډه کې طالبانو ته د بلنې نه ورکولو له کبله د ستاینې وړ کار وکړ

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړي مرستیال امرالله صالح د ناروې له دې پرېکړې ستاینه کړې چې طالبانو ته یې د «اسلو غونډې» ته بلنه نه ده ورکړې.

ښاغلي صالح پر ایکس لیکلي: «ګرانه ناروې! تاسو د افغانستان په تړاو یوازې یو ډېر کوچنی مثبت ګام اخیستی چې د تېر وخت ځینې نه‌ بښونکي او نه‌ اصلاحېدونکي تېروتنې لږ څه جبران کړي. له ۲۰۱۵ کال راهیسې، تاسو د طالبانو سپین‌ښوونې او د ښځو غلامۍ ته د فرهنګي قانون بڼې ورکولو له لارې سترې تېروتنې کړې دي. دا ځل مو طالبانو ته بلنه ور نه کړه، چې دا د ستاینې وړ کار دی.»

صالح همداراز، د ملګرو ملتونو پخوانی ځانګړی استازی، کای ایده تر ټولو بې‌کفایته دیپلومات بللی او ویلي یې دي چې نوموړی وروسته د طالبانو ملاتړی شو.

هغه هیله ښودلې چې د افغانستان د پیچلي بحران لپاره باید هوښیار او وړ دیپلوماتان وګمارل شي.

امریکا؛له ایران سره د تاوتریخوالي له زیاتېدو وروسته خپل ځینې کارکوونکي له سیمې باسي

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې له ایران سره د روانو ترینګلو اړیکو له امله، متحده ایالات د منځني ختیځ له یو شمېر هېوادونو خپل کارکوونکي وباسي.

د راپورونو له مخې، واشنګټن دا مهال د بغداد له سفارته غیر ضروري ډیپلوماتان او د خلیج فارس په څو پوځي اډو کې د مېشتو امریکايي پوځیانو کورنۍ باسي.

دغه پرېکړه د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو له لوري د امنیتي وضعیت د خرابېدو په تړاو د جدي اندېښنو له امله شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې سي‌بي‌اس نیوز راپور ورکړی چې اسراییل پر ایران برید ته چمتو شوی دی.

سي‌بي‌اس نیوز:اسراییل د ایران پر ضد د پوځي اقدام لپاره چمتو شوی

سی‌بی‌اس نیوز د خپلو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې اسراییل د ایران پر وړاندې د پوځي عملیاتو د پيل چمتووالی نیولی دی.

په راپور کې همداراز راغلي، متحده ایالات اټکل کوي چې ایران به د احتمالي غچ اخیستنې په لړ کې، په عراق کې امریکايي تاسیسات تر برید لاندې راولي.

د دې راپور له مخې، دا هماغه دلیل ګڼل شوی چې ولې واشنګټن خپلو یو شمېر وګړو ته سپارښتنه کړې چې له منځني ختیځه ووځي.

سی‌بی‌اس نیوز همداراز څرګنده کړې چې د ولسمشر ټرمپ ځانګړی استازی به نږدې راتلونکي کې د ایران له استازو سره د خبرو اترو شپږم پړاو ته داخل شي.

په ورته مهال، د ایران د دفاع وزیر عزیز نصیرزاده ویلي، که اټومي خبرې ناکامې شي او جګړه پر ایران وتپل شي؛ نو سپاه پاسداران به په هغو هېوادونو کې چې امریکايي ځواکونه پکې مېشت دي، ټولې اډې په نښه کړي.

د ایران او ناروې د بهرنیو چارو وزیرانو؛د افغانستان پر حالاتو خبرې کړې

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د اسلو د ۲۲م نړیوالې غونډې په څنډه کې د ناروې له بهرنیو چارو وزیر اسپن بارت ایده سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې افغانستان د دواړو لوریو د بحث له اصلي موضوعاتو څخه و.

په خبرپاڼه کې راغلي، دواړو وزیرانو د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمې ته د پام وړ بدلونونو او نړیوالو مسایلو په اړه نظرونه تبادله کړي دي.

د افغانستان په تړاو د دوی د خبرو د دقیقو جزییاتو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

فاطمه مهاجراني:ایران ته اوس مهال د هلمند له سینده د حق‌ا‌بې یوه برخه انتقالېږي

د ایران د حکومت ویانده فاطمه مهاجراني وایي، دا مهال د هلمند له سینده د ایران د حق‌ا‌بې یوه برخه انتقالیږي او د دې بهیر د دوام لپاره دیپلوماتیکې هڅې روانې دي.

نوموړې دغه څرګندونې د کابینې د غونډې په څنډه کې له رسنیو سره د خبرو پر مهال کړې.

مېرمن مهاجراني زیاته کړې: «د هلمند د اوبو حق‌ا‌به یوه اوږدمهاله موضوع ده او دولت هڅه کوي چې دا مسله د دیپلوماتیکو لارو چارو له لارې حل کړي.»

د یادونې ده چې ډېری وخت د ایران او افغانستان ترمنځ د هلمند د سیند د اوبو پر سر ناندرۍ راپورته شوي؛ خو د طالبانو حکومت وایي چې د حق‌ابې ورکولو ته ژمن دي.

د اسپانیا پولیسو؛په رسمي ډول د پخواني افغان سفیر رحیم پیرزاده د نیولو غوښتنه کړې

د اسپانیا پولیسو په رسمي ډول د افغانستان پخواني سفیر رحیم پیرزاده د نړیوال نیولو غوښتنه کړې ده.

نوموړی د څو ښځو، په ګډون یوې افغان مېرمنې، د جنسي ځورونې په تور تورن دی.

راپورونه وایي چې پیرزاده دا مهال په امریکا کې د جعلي نوم له امله نیول شوی او اف‌بي‌آی ترې پوښتنې کړي دي.

د اسپانیا ځانګړې څانګې دوسیه محکمې ته سپارلې او ټاکل شوې چې د هغه په اړه پرېکړه وشي.

د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې پیرزاده رسمي دیپلومات نه و او هیڅ مصونیت نه لري.

د جاوېد امرخېل تر کنسرت وړاندې؛ساز ایونټس د ایکس میډیا په همکارۍ په همدې اړه مطبوعاتي ناسته کوي

ساز ایونټس او ایکس میډیا د هېواد د وتلي هنرمند جاوېد امرخېل د کنسرت په پار کنفرانس لري.

دا کنفرانس د جون میاشتې په ۲۵مه هالنډ کې ترسره کېږي.

یاد مسؤلین وایي، چې دا کنفرانس د ماسپښین په دوو بجو پیلیږي او ګډونوال کولای شي، چې د پوښتنو لپاره دوی سره مخکې تر مخکې اړیکه ونیسي.

د افغان کرېکټ دوه مخکښ لوبغاړي؛عظمت عمرزی د نړۍ لومړی او محمد نبي دویم الرونډر شو

د کرېکټ نړیوالې شورا په تازه درجه‌بندۍ کې دوه افغان لوبغاړي د ۲۰۲۵ کال د پنځوس اوریزو لوبو غوره الرونډرانو په نوملړ کې تر نورو مخکښ دي.

په دې درجه بندي کې عظمت الله عمرزی له ۲۹۶ نمرو سره لومړی او محمد نبي له ۲۹۲ نمرو سره دویم ځای خپل کړی دی.

په نوملړ کې سکندر رضا، مهدی حسن میراز، مایکل براسوېل، مېچل سنټنر، راشد خان، ګلېن مکسوېل او روېنډرا جډېجا هم شامل دي.