یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بامیان ولایت مرکز د میر هاشم پر سیمه کې بمې چاودنه شوې.
د دغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
یو شمېر سرچینو رسنیو ته ویلي، چې د بامیان ولایت مرکز د میر هاشم پر سیمه کې بمې چاودنه شوې.
د دغې چاودنې د نوعیت او مرګ ژوبلې په اړه جزیات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه کومې ډلې ددې چاودنې مسولیت نه دی منلی.
د طالبانو حکومت هم په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح ویلي، چې زلمی خلیلزاد باید د طالبانو سفیر شي، ځکه له ۲۰۱۹ کال راهیسې یې له طالبانو ښکاره ملاتړ کړی.
ښاغلي صالح پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې خلیلزاد ته دې د وفادارۍ په بدل کې سفارت ورکړل شي او ممکن دا موضوع د دوحې د پټو ضمیمو برخه هم وي.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې زلمي خلیلزاد د طالبانو حکومت د رئیسالوزراء وینا مثبته بللې او د هغه مېرمن، شرل بنارد، د افغان مهاجرینو د بېرتهستنېدو اندېښنې بېاساسه بللې دي، چې پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.
د هېلوټرسټ موسسې ویلي، چې شاوخوا ۶.۴ میلیونه کسان په افغانستان کې د ماینونو او نورو چاودېدونکو توکو له جدي ګواښ سره مخ دي.
د دغه موسسې په وینا، افغانستان د ماینونو له پلوه د نړۍ له تر ټولو ککړو هېوادونو څخه شمېرل کېږي.
هېلوټرسټ د ایکس له لارې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې له افغانستان سره د ماین پاکۍ په برخه کې خپلې مرستې زیاتې کړي، ترڅو دا “هېر شوی ناورین” پراخ نه شي.
په اسراییل کې د امریکا سفیر، مایک هکابي، ویلي چې فکر نه کوي د فلسطین خپلواک دولت دې د امریکا د بهرنۍ پالیسۍ هدف وي.
نوموړي دغه څرګندونې له بلومبرګ نیوز سره په یوه مرکه کې کړې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا د سفیر شخصي نظر دی او د یو سفیر شخصي نظر د حکومت بهرنۍ پالیسي نه شي ټاکلی.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې ګڼو هېوادونو ویلي، چې د فلسطین د قضیې حل په خپلواک ډول د یاد هېواد پېژندلو پورې تړلی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د بریتانیا، کاناډا، اسټرالیا، نیوزیلند او ناروې لهخوا د اسراییلي وزیرانو پر ضد لګول شوي بندیزونه غندلي دي.
روبیو ویلي، دغه بندیزونه نه د اوربند هڅو، نه د برمتهشویو د خلاصون، او نه د جګړې پای ته رسېدو سره مرسته کوي.
نوموړي دغه هېوادونو ته ویلي چې “خپل اصلي دښمن” باید هېر نه کړي.
یادو هېوادونو پرون د اسراییلو د مالیې وزیر بزالل اسموتریچ او د ملي امنیت وزیر ایتامار بنگویر، د غزې جګړې په اړه د وروستیو څرګندنو له کبله له بندیز سره مخ کړل.
د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر به ژر امریکا ته سفر وکړي.
نوموړي ویلي، تمه چې په دغه سفر کې د ترهګرۍ ضد مبارزه، د هند او پاکستان ترمنځ سوله، د کانونو په برخه کې د امریکا پانګونه او د واشنګټن–بېجینګ اړیکو ښهوالي لپاره د اسلاماباد د منځګړیتوب په اړه خبرې وشي.
خلیلزاد وړاندیز کړی چې که پاکستان غواړي دا سفر مثبت اغېز ولري، نو باید شکیل افریدی له بنده خوشې کړي.
شکیل افریدی له تېرو لسو کلونو راهیسې د پاکستان د حکومت په بند کې دی.
د افغان حاجیانو لومړۍ جوپه نن کابل ته را ورسېده.
د طالبانو حکومت د ارشاد حج او اوقافو وزارت ویلي، چې د افغان حاجیانو لومړۍ ډله نن سهار شپږ نیمې بجې کابل هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، پاتې حاجیان به لومړی له مکې جدې ته لېږدول کېږي او له هغه ځایه به د آریانا افغان او کامایر هوايي شرکتونو له لارې هېواد ته راستانه شي.
لانگوار ژورنال په تازه راپور کې ویلي، چې د طالبانو پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له لوري دوه کاله د ملا محمد عمر د مرګ پټ ساتل د طالبانو دننه ژور اختلافونه رامنځته کړل، چې په پایله کې د داعش خراسان څانګه جوړه شوه.
راپور زیاتوي، ملا منصور له ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۵ پورې د ملا عمر په نوم فتواوې خپرولې او دې چارې یې پر مشرۍ باور له پوښتنو سره مخ کړ.
د طالبانو ځینو مهمو څېرو، لکه د ملا عمر ورور، د ملا عمر زوی یعقوب مجاهد، د ملا دادالله کورنۍ او نورو دا عمل وغنده.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، همدا اختلافونه وروسته د طالبانو د بېلابېلو ډلو د جلا کېدو لامل شول، چې ځینې یې د ازبکستان اسلامي تحریک، د القاعده غړي او ناراض طالبان وو، چې بیا د داعش خراسان څانګې ته لاړل.
ملا اختر محمد منصور د ۲۰۱۶ کال د مې په میاشت کې د امریکا د بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
په امریکا کې د ډونالډ ټرمپ د حکومت پر ضد پیل شوي لاریونونه اوس نیویارک او شیکاګو ته هم رسېدلي دي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، پنټاګون اعلان کړی چې لږ تر لږه ۴ زره د ملي ګارد سرتېري او ۷۰۰ سمندري ځواکونه به د امنیت د ټینګښت لپاره لاسانجلس ته واستول شي.
د کلفورنیا والي گوین نیوسام د ټرمپ پر اقداماتو سختې نیوکې کړې، هغه یې د ولسواکۍ پر وړاندې برید بللی او نورو ایالتونو ته یې خبرداری ورکړی چې دا وضعیت به ژر هغوی ته هم خپور شي.
د لاسانجلس ښاروال له فدرالي حکومت څخه غوښتي چې د کډوالۍ او ګمرکاتو د ادارې (ICE) عملیات ودروي او فدرالي ځواکونه له ښاره وباسي.
دا مظاهرې د ټرمپ د حکومت د کډوالۍ پالیسو پر ضد پیل شوي او یوازې د سېشنبې په ورځ شاوخوا ۲۰۰ کسان نیول شوي دي.
د هند د بهرنیو چارو وزیر سوبرامانیام جیشنکر ویلي، که پاکستان د ترهګرۍ ملاتړ ته دوام ورکړي؛ نو هند به یو ځل بیا د پاکستان په «ژوره خاوره» بریدونه وکړي.
نوموړي د بروکسل په سفر کې له پولیتیکو سره خبرو کې وویل، چې پاکستان لا هم ترهګري د دولت د پالیسۍ برخه ګرځولې.
د نوموړي څرګندونې له هغه وروسته شوي، چې په کشمیر کې په یوه ترهګریز برید کې ۲۶ هندي سیلانیان ووژل شول.
هند د دې برید پړه پر پاکستان واچوله او دواړو هېوادونو تر څو ورځني تاوتریخوالي وروسته د مې په ۱۰مه اوربند وکړ.
هند ویلي، د دې نښتو پر مهال یې د پاکستان اته مهم هوایي ډګرونه هدف ګرځولي او درانه تلفات یې ور اړولي.