یکشنبه, مې 24, 2026
Home Blog Page 461

ایسېکس پوهنتون؛د ځغاستې افغان لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړه

د بریټانیا ایسېکس نړۍوال پوهنتون د ځغاستې افغان نابینا لوبغاړي ولي محمد نوري ته افتخاري دوکتورا ورکړې ده.

نوموړي ته دغه دکتورا د هغه د بېلابېلو فعالیتونو، لاسته راوړنو، مبارزې، بشري خدمتونو او په ټولنه کې د اغېز له امله ورکړل شوې.

نوري ته د دکتورا د ورکړې مراسمو کې ګڼ شمېر لوړ پوړيو چارواکو هم ګډون کړی وو.

د یادونې ده، چې نوري نږدې یوه نیمه لسیزه وړاندې هلمند کې د ماین چاودنې له کبله په سترګو معلول شو.

هغه اوس مهال په لندن کې ژوند کوي.

د ازادۍ په نوم جبهه:د طالبانو د امربالمعروف له کسانو څخه د نجونو د ځورولو غچ اخلو

د ازادۍ په نوم جبهې اعلان کړی چې له دې وروسته به د طالبانو حکومت د امر بالمعروف وزارت کسان هم هدف ګرځوي.

د ازادۍ جبهې ویلي، چې دا پرېکړه وروسته له هغه شوې چې د طالبانو لخوا په کابل کې لسګونه نجونې نیول شوې دي.

دغې جبهې زیاته کړې، چې د ښځو پر وړاندې دا ډول چلند نه زغمل کېږي او عاملین به یې سزا ویني.

په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې د طالبانو ځواکونو کابل کې له بازارونو او تفریحي ځایونو څخه نجونې نیولي او له ځانه سره یې وړي دي.

انورالحق احدي:د طالبانو نظام نورمال نه دی

د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو د مدیره پلاوی غړی انورالحق احدي وایي، چې د افغانستان اوسنی نظام نورمال نه دی.

نوموړي ویلي، نړۍ له اوسني نظام سره مشکل لري او که یو نورمال نظام جوړ نشي؛ نو ښایي دا نظام هم زیات دوام ونه کړي.

احدي دغه راز ویلي، چې افغانان هم دې نظام سره په ستونزه کې دي او اوږد مهالې پانګونې هم د دغه نظام د نه مشروعیت له کبله ناممکنې دي.

عبدالقهار بلخي:د «اسلامي امارت» او د جرمني حکومت تر منځ له تفاهم وروسته، ۸۱ افغان کډوال له جرمني څخه افغانستان ته اخراج شوي

د طالبانو حکومت د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپلې اېکس‌پاڼې ليکلي، چې د «اسلامي امارت» او د جرمني فدرالي حکومت ترمنځ له خبرو وروسته ۸۱ افغان کډوال له جرمني څخه اخراج شوي.

نوموړي ويلي، دغه چاره د قطر په منځګړیتوب ترسره شوه.

د یادونې ده، چې دا افغانان په بېلابېلو جرمونو تورن وو.

آلمان؛په جرمونو تورن ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي کابل ته انتقال کړل

د آلمان د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې ۸۱ افغان پناه‌ غوښتونکي، چې د جرمونو سابقه یې لرله او د پاتې کېدو قانوني اسناد یې نه درلودل، د جمعې په سهار له لایپزیګ ښار څخه کابل ته اخراج شول.

دا د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو وروسته دویم ځل دی چې آلمان افغان پناه‌ غوښتونکي بېرته افغانستان ته شړلي دي.

د فریدریش مرتس تر مشرۍ لاندې د نوي حکومت دا لومړنی ډله‌ییز اخراج بلل شوی دی.

د آلمان چارواکو ویلي، چې ټول هغه پناه غوښتونکي باسي چې د دې هېواد لپاره امنیتي خطر ګڼل کېږي.

ویل شوي چې دا کسان د قطر ایرویز الوتکې له لارې کابل ته انتقال شوي دي.

ایراني چارواکی؛امریکا له مونږ سره د خبرو نه؛ بلکې جګړې لپاره چمتووالی نیسي

0

یو ایراني چارواکي پرس‌ټي‌وي ته ویلي چې تهران له امریکا سره د تېرې اجنډا پر بنسټ نویو خبرو ته چمتو نه دی او له پخوانیو تجربو یې درس اخیستی دی.

نوموړي، چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي، چې دا ځل د خبرو هدف د ایران بې‌وسلې کول دي، څو د اسرائیل کمزوري پټه شي.

هغه زیاتوي چې واشنګټن سولې نه، بلکې د جګړې تیاری نیسي او ایران باید د خبرو پر ځای د احتمالي جګړو لپاره چمتووالی ونیسي.

هغه زیاته کړې، چې دوی باید ډاډ ترلاسه کړي چې ویتکاف د جګړې لمسون نه، بلکې د حل لارې منځګړی دی.

واشنګټن؛د لشکر طیبه ډله د ترهګرې ډلې په توګه وپېژنده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، واشنګټن د کشمیر مقاومت په نوم ډله چې د «لشکر طیبه» پورې تړاو لري، د هند په کشمیر سیمه کې د پهلګام خونړي برید له امله د بهرنۍ ترهګرې ډلې په توګه اعلان کړې ده.

په دغه برید کې، چې د ثور په دویمه په یوه سیاحتي سیمه کې وشو، لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل شول.

هند یې پړه پر پاکستان واچوله او هوایي بریدونه یې وکړل، جې پاکستان هم ځوابي بریدونه وکړل.

مقاومت جبهه یا د کشمیر مقاومت
په ۲۰۱۹ کې رامنځته شوې او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو دا ډله د لشکر طیبه نیابتي وسله‌واله ډله بللې ده.

غزه؛د اسرائیلو هوایي بریدونه ۲۷ تنه وژلي

0

د اسرائیلو د هوایي بریدونو په ترڅ کې لږ تر لږه ۲۷ فلسطینیان وژل شوي دي.

د راپورونو له مخې، دغه بریدونه پرون د غزې په بیلابیلو سیمو ترسره شوي، چې پکې یو شمېر هغه کسان هم شامل دي چې د بشري مرستو موټرو ته یې امنیتي ملاتړ ورکاوه.

د رویټرز خبري آژانس د معلوماتو له مخې، اته تنه چې د مرستو رسونې موټرو ساتنه یې کوله، هم په وژل شویو کې دي.

امریکا:پر سوریې د اسراییلو له وروستيو بریدونو ناخوښ یو

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې واشنګټن د اسراییلو لخوا پر سوریې وروستي هوایي بریدونه نه دي تأیید کړي او له دې حملو ناخوښ دی.

د دغه وزارت ویاندې تمي بروس ویلي، امریکا هڅه کړې چې وضعیت کنټرول کړي او له دواړو خواوو سره یې د حملو د بندېدو لپاره تماس نیولی دی.

هغې زیاته کړې:«موږ له اسراییلو او سوریې سره په لوړه کچه تماس نیولی، ترڅو اوسنی کړکیچ مدیریت او د دوامدار حل لاره وموندل شي.»

یادې څرګندونې وروسته له هغه شوي چې اسراییل د چهارشنبې په ورځ د سوریې په دفاع وزارت او جنوبي سیمو کې هوایي بریدونه کړي وو.

یونیسف؛د افغان ماشومانو د خوړو د فقر د حل لپاره نوی پروګرام پیل کړ

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) د برېټانیا په ملاتړ په افغانستان کې د “لومړنی خوراک” په نوم یو نوی پروګرام پیل کړی، څو د ماشومانو د خوړو فقر راکم کړي.

یونیسف وايي، د افغانستان نیمايي واړه ماشومان د تغذیې له شدید فقر سره مخ دي، چې له امله یې تر ۳.۵ میلیونه ډېر ماشومان له سختې لاغرتیا کړیږي.

یاد پروګرام به د ۲۰۲۵ څخه تر ۲۰۲۸ پورې پلي شي او د کورنیو، محلي خوړو، روغتیا، اوبو، تعلیم او ټولنیز ملاتړ برخو ته پاملرنه کوي.

یونیسف له نړیوالو او داخلي بنسټونو د دې پروګرام د ملاتړ غوښتنه کړې ده.