سه شنبه, اپریل 21, 2026
Home Blog Page 460

د طالبانو د ترافیکو عمومي ریاست:ټول هېواد کې د اختر ورځو کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې شوي او ۴۳ تنه پکې وژل شوي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو عمومي ریاست اعلان کړی چې د عرفې له ورځې د اختر تر څلورمې ورځې پورې په ټول هېواد کې ۱۱۷ ترافیکي پېښې ثبت شوې دي، چې له امله یې ۴۳ تنه وژل شوي او ۱۵۸ نور ټپیان شوي دي.

د دې ریاست د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان ۳۱ نارینه، دوه ښځې او ۱۰ ماشومان دي.

د ترافیکو ریاست د دغو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بې‌احتیاطي او له ټاکلي حده زیاته تېزرفتاري بللې ده.

دغه ریاست یو ځل بیا له خلکو غوښتي چې د موټر چلولو پر مهال د ترافیکو اصول په جدي توګه مراعات کړي، څو د دا ډول خونړیو پېښو مخه ونیول شي.

د ایران او امریکا ترمنځ؛شپږم پړاو اټومي خبرې په مسقط کې پیلیږي

د عمان د بهرنیو چارو وزیر بدر البوسعیدي اعلان کړی چې د ایران او امریکا ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه شپږم پړاو خبرې به د جون په ۱۵مه د یکشنبې په ورځ، د عمان په پلازمېنه مسقط کې پیل شي.

نوموړي په خپله رسمي اېکس پاڼه لیکلي چې دا نوې هڅه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پخوانیو خبرو دوام دی.

تر دې وړاندې پنځه پړاوه خبرې شوي دي؛ خو کومه څرګنده پایله یې نه درلوده.

د طالبانو حکومت؛د هند احمد اباد کې د الوتکې د غورځېدو پېښه باندې خواشیني څرګنده کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي، د هند په احمد اباد کې د “ایر انډیا” الوتکې د سقوط له امله خواشیني ښودلې ده.

نوموړي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د دغه ناورین له امله د قربانیانو کورنیو او د هند له حکومت سره د ژورې خواخوږۍ او غمرازۍ څرګندونه کوي.

د هندي رسنیو په وینا، په دې پېښه کې د الوتکې ټولې ۲۴۲ سپرلۍ ژوند له لاسه ورکړی دی.

حامد کرزي؛هند کې د الوتکې د سقوط پېښه باندې ژوره خواخوږي څرګنده کړې

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هند په احمداباد کې د ایر ایندیا الوتکې د سقوط پېښه خواشینوونکې بللې او له دې امله یې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

نوموړي پر خپل اېکس‌پاڼه لیکلي، چې دا یوه دردوونکې پېښه ده او د هند له خلکو، په ځانګړي ډول د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره، د زړه له کومې غمرازي کوي.

کرزي له هند سره د خواخوږۍ ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب هم وړاندې کړي دي.

د یادونې ده چې نن د هند په احمد اباد کې د «ایر ایندیا» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.

هند؛په احمد اباد کې د ایندیا ایر الوتکې د را غورځېدو پېښه کې ۲۴۲ کسان وژل شوي

د هند په احمدآباد ښار کې د «ایندیا ایر» هوايي شرکت د مسافر وړونکې الوتکې د سقوط له امله یې ټول ۲۴۲ سپرلۍ وژل شوي دي.

یاده الوتکه د احمدآباد ښار نه د لندن «ګت‌ویک» هوايي ډګر ته روانه وه؛ خو له پرواز وروسته را ولویده او د طب محصلینو د لیلیې له خوړنځي سره یې ټکر وکړ.

راپورونه ښيي چې د پېښې د علت په اړه تر اوسه کره معلومات نشته.

راپورونه وایي، چې په وژل شویو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

تر دې دمه د ۶۰ تنو جسدونه راایستل شوي، او د نورو د موندنې هڅې روانې دي.

ماریا زاخارووا:د ۶ زره اوکرایني سرتېرو د جسدونو لېږد ته چمتو یوو

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، مسکو چمتو دی د استانبول د هوکړې له مخې د ۶ زره اوکرایني سرتېرو جسدونه کییف ته وسپاري.

نوموړې ویلي، تر اوسه یې ۱۲۱۲ جسدونه د بلاروس او اوکراین ترمنځ ټاکل شوې سیمې ته لېږدولي، خو اوکراین له منلو یې انکار کړی دی.

روسیه او اوکراین څه موده مخکې د خپلو وژل شویو سرتېرو د تبادلې هوکړه په استانبول کې کړې وه.

زاخارووا له اوکراین غوښتي چې د دغه توافق د پلي کېدو لپاره همکارۍ ته چمتو شي.

د اټومي انرژۍ نړۍوالې ادارې؛ایران د ژمنو سرغړونکی هېواد اعلان کړ

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې په یوه تازه پرېکړه لیک کې ایران له هغو ژمنو څخه د سرغړونې په تور تورن کړی، چې له شاوخوا شلو کلونو راهیسې یې ورسره کړې وې.

رویټرز راپور ورکړی، چې دا پرېکړه ښایي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته هم وړاندې شي.

یاد پرېکړه لیک د تړلو دروازو تر شا د رایو له مخې تصویب شوی، چې پکې ۱۹ هېوادونو د دغې پرېکړې ملاتړ کړی، ۱۱ بې پرې پاتې شوي او درې هېوادونو ـ روسیې، چین او بورکینافاسو ـ مخالفت کړی دی.

هند؛یوه مسافر وړونکي الوتکه چې له احمد اباد څخه برېتانیا ته روانه وه، غورځېدلې

د هند د انډیا ایر شرکت یوه الوتکه چې ۲۴۲ مسافرین پکې سپاره وو، له احمدآباد هوايي ډګره د الوتنې وروسته غورځېدلې ده.

لومړني راپورونه ښيي چې دغه الوتنه له احمدآباد څخه د برېتانیا ګت‌ویک ښار ته روانه وه.

تر اوسه د پېښې د تلفاتو کره شمېر نه‌دی څرګند شوی.

د امریکا دفاع وزیر:د افغانستان جګړه کې د جګړې اصلي بار د امریکايي سرتېرو پر اوږو و

د امریکا د دفاع وزیر پیت هگست ویلي، چې د افغانستان په جګړه کې د ناټو غړو هېوادونو ونډه کمه وه.

هغه د کانګرس یوې ناستې ته په وینا کې ویلي، چې د ناټو نور غړي هېوادونه باید خپلې دفاعي وړتیاوې زیاتې کړي، څو د دې تړون د منشور له معیارونو سره سمون وخوري.

هگست زیاته کړې، چې د ناټو د حضور پر مهال په افغانستان کې د جګړې اصلي بار د امریکايي سرتېرو پر اوږو و، ځکه چې په جګړه کې واقعي وړتیا موجوده نه وه.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې افغانستان کې له شل کلنې جګړې وروسته د طالبانو حکومت واک ترلاسه کړ.

د ایران د سپاه پاسداران قوماندان:د هر ډول نظامي ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لرو

د ایران د سپاه پاسداران عمومي قوماندان حسین سلامي وايي، د هېواد دښمنان د نظامي ګواښونو له لارې فشار راوړل غواړي؛ خو ایران د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري.

سلامي زیاته کړې چې ایران پیاوړې نظامي تجربه لري، د دښمن موخې یې درک کړي او د خلکو پر ملاتړ ډاډه دی.

هغه ګواښ کړی چې که شرایط ورته برابر شي، داسې بریاوې به ترلاسه کړي چې دښمن به پښېمانه کړي.