چهارشنبه, جولای 1, 2026
Home Blog Page 457

استانبول مذاکرات؛د ناکامېدو په صورت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې وېره زیاته شوې

ټاکل شوې، چې سبا د کابل او اسلام اباد ترمنځ په استانبول کې درېیم پړاو مذاکرات پیل شي، چې د ناکامېدو په صورت کې یې پر یو بل د بریدونو احتمال زیات دی.

پاکستان ویلي وو، چې که کابل ټي‌ټي‌پي مهار نه کړي؛ نو دوی به خپل بریدونه پیل کړي؛ خو د طالبانو حکومت بیا ګواښ کړی و، چې دوی به دا ځل اسلام اباد په نښه کړي.

دا مذاکرات د دواړو لوریو د استخباراتي مشرانو په مشرۍ سبا پیل کېږي.

پاکستان بیا د مذاکراتو په درشل کې د طالبانو حکومت هغه ادعا هم رد کړې، چې ګواکې اسلام اباد د امریکا الوتکو ته د افغانستان د هوايي حریم د نقض لپاره خپله فضا په واک کې ورکړې.

امریکا؛په کینټکي ایالت کې د UPS الوتکې د غورځېدو پېښه کې ۹ تنه وژل شوي

0

په امریکا کې د یو پي‌اِس شرکت د بار وړونکې الوتکې له غورځېدو وروسته د مړو شمېر ۹ تنو ته رسېدلی دی.

دا الوتکه د کینټکي ایالت د لوېزویل له نړیوال هوايي ډګر څخه د الوتنې لږ وروسته د تخنیکي ستونزو له امله رالوېدلې او اورلګېدنې پراخ زیانونه اړولي دي.

چارواکي وايي، ممکن د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

د امریکا د ټرانسپورټ خوندیتوب ملي ادارې ۲۸ کسیز ټیم د پېښې ځای ته رسېدلی او څېړنې یې پيل کړې دي.

د الوتکې د تور بکس موندل د دغو پلټنو مهمه برخه بلل کېږي.

د یو پي اېس شرکت تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

د احمد مسعود څخه د ای ایس ای غوښتنه؛د جبهې فعالیتونه پراخه او نور اقوام هم ځان سره ملګري کړئ

حماسه میډیا ته یوې باوري سرچینې ویلي، د مقاومت په نوم جبهې مشر احمد مسعود يوه اونۍ وړاندې په ابوظبۍ کې د پاکستان ای ايس ای د جنرال شهاب او بريګيډير راشد سره ليدلي.

سرچینې زیاته کړې، چې له احمد مسعود غوښتنه شوې چې د مقاومت جبهه پراخه او د افغانستان نور اقوام هم ددې جبهې برخه وګرځوي.

د سرچینې په وینا، د ای ایس ای له غړو سره د کتنې وروسته د افغان سیاسي مشرانو سره خبرې اترې پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو حکومت او پاکستان ترمنځ اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې شوي دي او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف څو ورځې وړاندې د طالبانو حکومت ته د نظام د نسکوریدو ګواښ هم کړی و.

الجزیره:پاکستان د طالبانو او هند له نږدې اړیکو ژورې اندېښنې او ویره لري

الجزیرې په یوه تازه شننه کې ویلي چې د پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې ښيي اسلام‌اباد د طالبانو او هند د نږدې اړیکو له زیاتوالي وېرېږي.

د راپور له مخې، د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان او افغانستان د استازو تر منځ د اوربند د تمدید خبرې بې‌پایلې پاتې شوې، او د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف ادعا کړې چې د دې خبرې اترې د یوې درېیمې کړۍ، یعنې هند، له امله ناکامې شوې دي.

نوموړي ادعا کړې چې هند د طالبانو په مشرتابه کې نفوذ کړی، خو هېڅ ثبوت یې نه دی وړاندې کړی.

د طالبانو حکومت دا تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د پاکستان امنیتي ستونزې د هغوی له لوري نه رامنځته کېږي.

شنونکي باور لري چې د اسلام‌اباد اندېښنه د هند او طالبانو د اړیکو وروستیو ګامونو زیاته کړې ده، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چې بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هند ته ولاړ او نوي ډیلي کابل ته مرستې ولېږلې.

هند بیا په ځواب کې ویلي چې پاکستان خپلې ناکامۍ د ګاونډیانو په تورنولو پټول غواړي.

د طالبانو حکومت؛ لوړپوړی پلاوی د پاکستاني لوري سره د خبرو لپاره ترکیې ته ولاړ

یو شمېر باوري سرچینې وایي چې د طالبانو حکومت لوړپوړی پلاوی د استخباراتو د رییس، عبدالحق وثیق په مشرۍ ترکیې ته تللی دی څو له پاکستاني لوري سره په ټاکل شویو مذاکراتو کې ګډون وکړي.

ټاکل شوې چې دا خبرې سبا پنج‌شنبه په استانبول کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، په پلاوي کې د طالبانو حکومت مهم غړی انس حقاني، د قطر د سفارت سرپرست، سهیل شاهین، د کورنیو چارو وزارت معین، رحمت الله نجیب او د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي هم شامل دي.

د دواړو لورو تر منځ دا خبرې اترې د اړیکو د روښانتیا او د شخړو د کمولو په موخه ترسره کېږي.

د طالبانو حکومت؛د هوايي کارګو بیې کموي؛ صادرات په یو ډالر او واردات په ۸۰ سنټه لېږدول کېږي

د طالبانو حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ په تازه غونډه کې د اریانا افغان هوايي شرکت ته سپارښتنه شوې چې د هوايي کارګو له لارې صادراتي توکي په هر کیلو یو ډالر او وارداتي توکي په هر کیلو ۸۰ سنټه انتقال کړي.

همدارنګه، مالیې وزارت او د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ته دنده سپارل شوې چې د اړوندو فیسونو ۹۰ سلنه تخفیف نافذ کړي، څو د هوايي ترانسپورټ لګښتونه ښکته او د سوداګرۍ بهیر لا اسانه شي.

دغه پرېکړه د دې لپاره شوې چې صادرات زیات، واردات ارزانه او د هېواد سوداګریز فعالیتونه پیاوړي شي.

ننګرهار؛غني‌خیلو ولسوالۍ کې جومات کې چاودنه شوې

د ننګرهار د غني‌خېلو ولسوالۍ د ۲۹ کانال درېیم بلاک کې په یوه جومات کې چاودنه شوې چې له امله یې د جومات ملا امام ټپي شوی دی.

یو شمېر سرچینو ویلي، چې چاودنه د سې شنبې په سهار شاوخوا څلور بجې رامنځته شوې او جومات یې په بشپړه توګه ویجاړ کړی دی.

دوی زیاتوي چې په دې پېښه کې قرآن کریم او یو شمېر مذهبي کتابونه هم سوځېدلي دي.

د چاودنې د څرنګوالي په اړه تر اوسه کره معلومات نه‌دي تر لاسه شوي او د طالبانو حکومت هم تر اوسه رسمي غبرګون نه‌دی ښودلی.

اندریکا راتوت:نړۍواله ټولنه دې د ۹۰۰کلن جام منار د ژغورلو لپاره بېړنی اقدام وکړي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړې استازې مرستیال اندریکا راتوت د غور ولایت د نږدې ۹۰۰ کلن جام منار لیدنه کړې او له نړۍوالې ټولنې یې غوښتي چې د دې تاریخي میراث د ژغورنې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.

نوموړي ویلي، چې جام منار د افغانستان او نړۍ دواړو ګډ فرهنګي ارزښت دی او باید له له‌منځه تلو وژغورل شي.

جام منار چې د ۱۲مې پېړۍ یادګار او د اسلامي معمارۍ مهمه بېلګه ده، له ۲۰۰۲ کال راهیسې د یونسکو په نړۍوال میراث کې شامل دی او د خرابېدو له جدي ګواښ سره مخ دی.

ذبیح الله مجاهد:د جمعیت علمای اسلام مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف په بې رحمانه وژنې سخت خواشیني یو

د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د جمعیت علمای اسلام د مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف د بې‌رحمانه وژنې په اړه خواشيني څرګنده کړې.

ښاغلي مجاهد په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي: «موږ د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مخکښ غړي حافظ عبدالسلام عارف صاحب د بې رحمانه شهادت له امله سخت خواشیني یو.»

نوموړي د هغه کورنۍ، خپلوانو، د جمعیت علمای اسلام ګوند او د پاکستان ملت ته یې د تعزیت او تسلیت پېغام ورکړی دی.

د یادونې ده چې تېره ورځ د خیبر پښتونخوا په چارسدې ولسوالۍ کې مولانا عبدالسلام، چې د ابو بکر صدیق مدرسې مشر او د جمعیت علما اسلام د ولایتي شورا غړی و، په ډزو وژل شوی دی.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:له امیرخان متقي سره د اسحاق ډار د تلیفوني تماس ادعاوې ناسمې دي او حقیقت نه‌ لري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ ادعاوې رد کړې دي.

اسحاق ډار ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځله له هغه سره اړیکه نیولې؛ خو د طالبانو حکومت دغه څرګندونې له واقعیت څخه لرې بللي دي.

د وزارت د ویاند حافظ ضیا احمد تکل په وینا، د دواړو لورو ترمنځ لومړنی ټیلیفوني تماس د متقابل تفاهم له مخې شوی و.

د تکل په خبره، په دې مکالمه کې ښاغلي ډار څرګنده کړه چې د موضوعاتو په اړه بشپړه خبرتيا نه لري او وروسته به بیا اړیکه نیسي، چې له همدې امله دوهم تماس هم ترسره شو.

د تکل په وینا، یوه ورځ وروسته د پاکستاني وزیر هڅه شوې اړیکه د تخنیکي او نورو عواملو له امله عملي نه شوه.

تکل زیاتوي چې د هېوادونو اړیکې باید د متقابل احترام او واقعیت‌محور تعامل پر بنسټ ولاړې وي، او د اسلام‌اباد دغه ډول څرګندونې د دواړو هېوادونو د دیپلوماتیکو اړیکو له روحیې سره په ټکر کې دي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تل یې هڅه کړې له ګاونډیانو سره د احترام او مثبت تعامل اړیکې وساتي، او تمه لري چې د پاکستان لوړپوړي چارواکي هم د حقایقو په سمه انعکاس ته پاملرنه وکړي.