شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 454

ډونالډ ټرمپ:ښايي ډېر ژر چین ته سفر وکړم

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، ښايي ډېر ژر چین ته سفر وکړي.

هغه ویلي، د چین ولسمشر شي‌جین‌پینګ بلنه ورکړې، او امکان لري دا سفر ژر ترسره شي.

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی چې د دواړو مشرانو سلاکارانو د احتمالي لیدنې په اړه خبرې کړې دي.

تمه ده چې دا لیدنه د روان کال په وروستیو کې د ټرمپ د آسیايي سفر پر مهال ترسره شي.

ټرمپ دا څرګندونې پر داسې مهال کړي چې د تېرو شپږو میاشتو راهیسې د امریکا او چین ترمنځ تجارتي او اقتصادي اړیکې ترینګلې دي.

ټرمپ چین تورن کړی چې د فنتانیل مخدره موادو د تولید او قاچاق مخه نه‌نیسي، او له همدې امله یې پر چینایي وارداتو درنې تعرفې لګولې دي.

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړی استازی:که شرع ټول‌شمول سیاست غوره نکړي، سوریه به د افغانستان او لیبیا په څېر برخلیک ولري

0

د سوریې لپاره د امریکا ځانګړي استازي تامس باراک ویلي، که احمد شرع ټول‌شموله سیاستونه غوره نه کړي، د نړیوال ملاتړ له لاسه ورکولو او د هېواد د تجزیې خطر شته.

هغه خبرداری ورکړی چې د شرع حکومت ممکن د افغانستان او لیبیا برخلیک ته ورسېږي.

باراک ویلي، په خصوصي خبرو کې یې ولسمشر شرع ته مشوره ورکړې چې د پوځ په جوړښت کې بدلون راولي، د اسلام‌پالو د نظریو له تحمیل څخه ځان وساتي او د سیمې هېوادونو امنیتي مرستو ته مخه کړي.

ډونالډ ټرمپ:د فلسطین د غړیتوب له امله د یونسکو له سازمان وځو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعلان وکړ چې هیواد به یې د ۲۰۲۶ کال د دسمبر له ۳۱مې نېټې څخه د ملګرو ملتونو د کلتوري او تعلیمي ادارې (یونسکو) غړیتوب پرېږدي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ولسمشر ټرمپ پرېکړه کړې چې امریکا له یونسکو ووځي، ځکه دغه اداره د هغو کلتوري او ټولنیزو موخو ملاتړ کوي چې د امریکا له پالیسي سره په ټکر کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي چې د یونسکو غړیتوب د هیواد له ملي ګټو سره سمون نه لري.

د وزارت په وینا، له دې ادارې د وتلو یوه لویه وجه د فلسطین د غړیتوب منل او په سازمان کې د زیاتېدونکو ضد اسراییلي شعارونو شتون و.

سراج الدین حقاني؛د ازبکستان د استخباراتو له راغلي پلاوي سره کتلي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت سرپرست خلیفه سراج‌الدین حقاني د ازبکستان د استخباراتو له رییس قربان‌اف باخودیر، مرستیال مختورف فرخ او د سرحدي ځواکونو له قوماندان خسانوا سلیم‌جون سره لیدلي دي.

حقاني دغه ناسته د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه بللې ده.

د یاد وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي، دواړو لوریو د امنیتي همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی، څو د افغانستان او ازبکستان امنیت لا ښه او د مخدره موادو قاچاق مخه ونیول شي.

همداراز، دواړو خواوو د اقتصادي اړیکو د پراخېدو ژمنه کړې ده.

د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت مرستیال:د افغان‌ـ‌ټرانس پروژه به پنځو کلونو کې بشپړه شي

د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت مرستیال، جسوربیک چوریف، ویلي چې د افغان ټرانس اوسپنې پټلۍ پروژه به په پنځو کلونو کې بشپړه شي.

نوموړي د دې پروژې د شونتیا هوکړه یو مهم پړاو بللی او ویلي یې دي چې دا پټلۍ به ازبکستان د پاکستان له بندرونو سره ونښلوي.

چوریف ویلي، ازبکستان د سیمې د جیوپولیټیکي شرایطو له امله اړ دی چې بدیلې ترانزیټي لارې ولټوي.

ننګرهار؛د طالبانو حکومت یو تن د ۳۳ څارویو د غلا په تور نیولی

د ننګرهار د طالبانو حکومت امنیه قومندانۍ ویاند، سید طیب حماد، ویلي چې په حصارک ولسوالۍ کې یو کس د ۳۳ څارویو د غلا په تور نیول شوی دی.

د ویاند په وینا، نیول شوي کس دا څاروي له لوګر ولایته غلا کړي او خپل جرم یې منلی دی.

طالب ځواکونو ویلي، له دغه سړي څېړنې روانې دي او دوسیه به یې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت:یعقوب مجاهد د ازبکستان له استخباراتي مشر سره پر امنیتي همکاریو خبرې کړي

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب مجاهد د ازبکستان د استخباراتو له رییس قربان‌اف باخودیر، د هغه له مرستیال مختورف فرخ، او د سرحدي ځواکونو له قوماندان خسانوا سلیم‌جون سره لیدنه کړې ده.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د افغانستان پر امنیت، د سرحدي همکاریو، او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا بحث کړی دی.

یعقوب مجاهد د ازبکستان له لوري په نړیوال سټیج د افغانستان له ملاتړ مننه کړې او د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا غوښتنه یې کړې ده.

ضیاءالحق امرخېل:افغان نجونو جګړه کې ښوونځي لوستل؛ خو امن له زده کړو بې‌برخې کړې

د ننګرهار پخوانی والي ضیاءالحق امرخېل د کانکور ازموينې د بریالي بشپړېدو هرکلی کړی؛ خو ويلي يې دي چې د نجونو نه‌ګډون د اندېښنې وړ موضوع ده.

ښاغلي امرخېل پر خپله ټولنیزه شبکه ایکس لیکلي، چې د کانکور عمومي اول نمره او نورو بریالیو ته مبارکي وايي؛ خو خواشیني څرګندوي چې د نجونو ګډون په دې بهیر کې نشته.

هغه زياته کړې: «زموږ زړورې نجونې، چې حتی د جګړو پر مهال يې تعليم نه و پرېښی، نن د امن په فضا کې له زده‌کړو محرومې دي.»

امرخېل دا وضعیت د يو پلار له نظره دردناک بللی او لیکلي يې دي، چې د تعلیم نشتوالی يو ملت تل نورو ته محتاج ساتي.

حامد کرزی:د کانکور په ازموینه کې د افغان نجونو نه ګډون خواشینی کړی یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۱۴۰۴ کال د کانکور بریالي شویو زده کوونکو ته مبارکي ویلي.

ښاغلي کرزي په خپله ایکس پاڼه په سږني کانکور کې د نجونو په نه ګډون او د هغوی له زده کړو په محرومیت ژوره خواشیني څرګنده کړې.

نوموړي د طالبانو له حکومت غوښتنه کړې چې د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي څو هېواد د علم او تخصص له لارې پرمختګ وکړي او له بهرنۍ اړتیا وژغورل شي.

د طالبانو حکومت لوی درستیز:د افغانستان له چورلکو نه تېریږو او له بهرنيو هېوادونو سره خبرې روانې دي

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت وايي، هغه پوځي چورلکې او الوتکې چې له افغانستانه بهرنيو هېوادونو ته لېږدول شوې، د افغانستان ملي شتمني ده او دوی ترې نه تېرېږي.

نوموړي دا څرګندونې نن د دفاع وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د بیانولو پر مهال وکړې، ویې ویل چې له هغو هېوادونو سره خبرې روانې دي چې دغه چورلکې او الوتکې ورلېږدول شوي.

د فصیح الدین فطرت په خبره، دا الوتکې او وسایط به بېرته افغانستان ته راوستل شي.

د معلوماتو له مخې، د طالبانو حکومت تر واکمنېدو وروسته شاوخوا ۲۲ پوځي الوتکې او ۲۴ چورلکې ل د ازبکستان خاورې ته لېږدول شوې وې.