جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 450

افغانستان کې د لوی اختر لومړۍ ورځ؛شیخ هبت الله اخوندزاده د نفاق څخه پرهیز او په اطاعت بیا ټینګار وکړ

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، کندهار کې د دوی د حکومت د مشر شیخ هبت الله اخوندزاده په امامت د لوی اختر لمونځ ادا شو.

شیخ هبت الله اخوندزاده د اختر په مناسبت وینا کې د خلکو سره د ښه چلند، د خپل حکومتي چارواکو ترمنځ په اتحاد او د خلکو څخه یې وغوښتل چې د نوموړي څخه اطاعت وکړي.

په کابل کې بیا په سپیدار ماڼۍ او ارګ کې هم د کابل میشت طالب چارواکو له لورې د اختر لمونځ ادا شو.

کریم خلیلي:افغانان لاهم له مشروع نظام بې برخې دي او طالبان دین د یوې وسیلې په توګه کاروي

د پخواني حکومت مرستیال، محمد کریم خلیلي د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې ویلي چې دا اختر په داسې حال کې را رسېږي چې افغانان له یو مشروع نظام بې‌برخې دي.

خلیلي ویلي، هغه کسان چې دا مهال په افغانستان واکمن دي، د خلکو له خوا نه دي ټاکل شوي.

نوموړي تور پورې کړی چې طالبان د مشروعیت د نشتوالي له امله دین د یوې وسیلې په توګه کاروي.

نوموړي ویلي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان له نړیوالې ټولنې منزوي شوی او لاهم حذف او تهدید سیاست روان دی.

هغه د ښځو له زده‌کړو محرومیت او د دوی له سیاسي، فرهنګي او اقتصادي صحنې ایستل، له افغان ولس سره جفا بللې ده.

خلیلي دا هم ویلي چې طالبان په دوامداره ډول د بشري حقونو نقض ته دوام ورکوي او د ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړي ډول ایران او پاکستان له خوا د افغان کډوالو جبري ستنول، د لوږې له امله د یوه بل بشري بحران سبب ګرځي.

هغه د افغانانو ترمنځ د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او د ټولنیزو شبکو له فعالانو یې غوښتي چې د تفرقې خپرولو پر ځای د یووالي غږ پورته کړي.

محمد محقق:ډېر ژر به د طالبانو رژیم له منځه لاړ شي

د افغانستان د ژغورنې د عالي مقاومت شورا غړي، محمد محقق ويلي، چې د طالبانو «وروستۍ ورځې» رارسېدلې او افغانستان د آزادۍ په درشل کې دی.

محقق دا څرګندونې د جمعې په ورځ د لوی اختر په مناسبت په انقره کې له عبدالرشید دوستم سره د لیدنې پر مهال کړې.

هغه ویلي، د طالبانو دننه اختلافات زیات شوي او خلک د دې ډلې له رژيمه کرکه لري.

محقق زیاتوي، چې طالبانو په هېواد کې سیستماتیک قتلونه، عام وژنې، جبري کوچونه او د ښځو له حقونو پراخې سرغړونې کړي دي.

محقق دغه راز ویلي، ځینې ګاونډي هېوادونه هم د طالبانو د نظام امنیت ته زمینه برابروي.

هغه د افغانستان خلکو ته ډاډ ورکړی چې طالبان به ډېر ژر له منځه ولاړ شي او ټینګار یې کړی چې د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه سره یو موټی دي.

رحیم سکندر؛د طالبانو حکومت له بند ازاد شو

د ټولنیزو رسنیو فعال رحیم سکندر د طالبانو له بنده خوشې شو.

هغه څو ورځې وړاندې د کابل امنیه قومنداني اړوند د حضرت حمزه پوځي کمپ پر استاد سعیدالله سعید د نیوکې له کبله نیول شوی وو.

د نوموړي نیول کېدو ټولنیزو رسنیو کې د ګڼ شمېر طالب غبرګونونه هم راپورته کړي وو.

د یادونې ده، چې سعیدالله سعید ویلي وو، چې له هېواده بهر باید هیڅوک جهاد ته لاړ نشي.

عطا محمد نور:طالبانو په بیلابیلو پلمو افغانان له خوښیو محروم کړي

د جمعیت اسلامي ګوند مشر، عطا محمد نور د لوی اختر په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې افغانان په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له اخترونو او خوشحالۍ بې‌برخې پاتې شوي دي.

نوموړي ویلي، خلک د طالبانو له بندیزونو او سختو محدودیتونو سره مخ دي او د ازادۍ، سوکالۍ او د خوښیو له ورځو څخه محروم شوي دي.

عطا محمد نور هیله ښودلې چې دا اختر د طالبانو د واک د پای ته رسېدو پیل وي.

په افغانستان کې د چین د پانګونې اغېزې، فرصتونه او ننګونې

لیکوال: ډاکټر هاتف مختار

چین په تېرو دوو لسیزو کې د نړۍ په کچه د پانګونې او اقتصادي پراختیا یو ستر لوبغاړی پاتې شوی دی.
په افغانستان کې، د طالبانو له بیا واکمنۍ وروسته چین د پانګونې او اقتصادي مرستو د یوې مهمې سرچینې په توګه راڅرګند شوی دی.
د چین پانګونه، په ځانګړې توګه د “بیلټ اینډ روډ” نوښت (Belt and Road Initiative) او د کانونو په استخراج کې، د افغانستان اقتصادي، ټولنیز او سیاسي وضعیت لپاره ژورې اغېزې لري؛ خو دا پانګونه یوازې فرصتونه نه، بلکې ننګونې هم له ځان سره لري.
دلته به د چین د پانګونې مثبت او منفي اغېزې، افغانستان ته یې ګټې او زیانونه او د دې اړیکو د هوښیار مدیریت اړتیا وڅېړو.

مثبتې اغېزې
۱:ــ اقتصادي وده او د زیربناوو پرمختګ
   د چین پانګونه کولای شي د افغانستان په اقتصادي وده کې مهم رول ولوبوي. د بیلټ اینډ روډ پروژې له لارې، چین کولای شي د سړکونو، ریل پټلۍ، برېښنا او نورو زیربناوو په جوړولو کې پانګونه وکړي. دا زیربناوې د افغانستان د سوداګرۍ، ترانسپورټ او نړیوالو اړیکو لپاره حیاتي دي. د بېلګې په توګه، د چین مرستې کولای شي د افغانستان برېښنا رسولو ته وده ورکړي، چې اوسمهال د هېواد ډېری برخې له برېښنا بې برخې دي.

۲:ــ د کانونو استخراج او عواید
   افغانستان د مس، اوسپنې، لیتیم او نورو نادر ځمکنیو عناصرو په شمول بډایه معدني سرچینې لري. چین، د نړۍ د ټکنالوژۍ او صنعت د یوې سترې قوې په توګه، د دې سرچینو په استخراج او پروسس کې لیوالتیا لري. د مس عینک کان، چې د نړۍ یو له لویو مسو کانونو څخه دی، د چین د پانګونې یوه مهمه ساحه ده. که دا پروژه په بریالیتوب سره پلې شي، کولای شي د افغانستان لپاره کلني عواید تولید کړي او اقتصادي خودکفایي ته لاره هواره کړي.

۳:ــ د کارموندنې فرصتونه
   د چین پانګونه کولای شي په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کارموندنې فرصتونه رامنځته کړي. د کانونو په استخراج، د زیربناوو په پروژو او نورو صنعتي برخو کې کاري فرصتونه کولای شي د بې‌کارۍ کچه راټيټه کړي او د خلکو ژوند ته ښه‌والی راولي.
دا په ځانګړې توګه د افغانستان د ځوان نسل لپاره، چې د هېواد نفوس اکثریت جوړوي، ګټور دی.

۴:ــ سیمه‌ییزه همکاري او نړیوال نفوذ
   د چین له مرستو او پانګونې سره، افغانستان کولای شي د منځنۍ اسیا، سویلي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د یوې مهمې سوداګریزې او ترانزیټي لارې په توګه خپل موقعیت پیاوړی کړي. دا نه یوازې اقتصادي ګټې لري، بلکې د افغانستان نړیوال نفوذ او سیاسي ثبات هم پیاوړی کولی شي.

منفي اغېزې او ننګونې
۱:ــ د ملي خودمختارۍ او حاکمیت ګواښ
   د چین د پانګونې یوه لویه اندېښنه دا ده چې کیدای شي د افغانستان ملي خودمختاري او حاکمیت ته زیان ورسوي.
چین د خپلو پانګونو په بدل کې اکثراً د اوږدمهاله قراردادونو او سختو شرایطو غوښتنه کوي، چې کیدای شي د افغانستان د سرچینو او اقتصادي ودې کنټرول د دوی په لاس کې واچوي. د بېلګې په توګه، که د کانونو د استخراج قراردادونه شفاف او عادلانه نه وي، ډېره ګټه به چین ته ولاړه شي او افغانستان به لږه ګټه ترلاسه کړي.

۲:ــ د چاپېریال زیانونه
د چین د کانونو استخراج او زیربناوو پروژې کولای شي د افغانستان چاپېریال ته جدي زیانونه واړوي.
د کانونو ناسم استخراج د ځمکې تخریب، د اوبو ککړتیا او د هوا خرابوالي لامل کېږي.
افغانستان، چې لا دمخه د اقلیمي بدلونونو او وچکالۍ له امله زیانمن شوی، نشي کولای د چاپېریال نور زیانونه وزغمي.
که دا پروژې د چاپېریال د ساتنې معیارونو پرته پلې شي، اوږدمهاله منفي اغېزې به ولري.

۳:ــ د امنیتي اندېښنو زیاتوالی
د چین پانګونه کولای شي په سیمه کې سیاسي او امنیتي تاوتریخوالی زیات کړي. د بېلګې په توګه، د چین او لویدیځو هېوادونو ترمنځ سیالي کولای شي افغانستان د زبرځواکونو د سیاسي لوبو په میدان بدل کړي. سربېره پر دې، چین له طالبانو غواړي چې د تندلارو ډلو، لکه داعش او د اویغور وسله‌والو ډلو، پر وړاندې اقدام وکړي، چې دا کولای شي په افغانستان کې امنیتي وضعیت نور هم خراب کړي.

۴:ــ د نابرابرۍ او ټولنیزو ستونزو زیاتوالی
که د چین پانګونه په عادلانه توګه مدیریت نشي، کیدای شي د ټولنې په یوه ځانګړې برخه یا سیمه پورې محدوده شي او د نورو سیمو او خلکو بې‌وزلي نوره هم زیاته کړي. دا نابرابري کولای شي ټولنیز تاوتریخوالی او نارضایتي رامنځته کړي، چې د افغانستان د اوږدمهاله ثبات لپاره ګواښ دی.

د هوښیار مدیریت اړتیا
د چین د پانګونې د اغېزو د مدیریت لپاره، افغانستان باید قوي او هوښیار سیاست غوره کړي:
۱ـ شفافیت او حساب ورکونه:
د چین سره د پانګونې قراردادونه باید شفاف، عادلانه او د افغانستان د ملي ګټو پر بنسټ وي. دا قراردادونه باید د خلکو او نړیوالو بنسټونو له خوا څارل شي.

۲ـ د چاپېریال ساتنه:
د کانونو او زیربناوو پروژې باید د نړیوالو چاپېریالي معیارونو سره سم پلې شي ترڅو د اوږدمهاله زیانونو مخه ونیول شي.

۳ـ د ملي ګټو خوندیتوب:
افغانستان باید داسې شرایط وضع کړي چې د پانګونې ګټې په عادلانه توګه د هېواد خلکو ته ورسېږي او د سرچینو کنټرول د بهرنیو هېوادونو په لاس کې ونه لویږي.

۴ـ متوازنې اړیکې:
د چین سره د اړیکو تر څنګ، افغانستان باید له لویدیځو هېوادونو، سیمه‌ییزو ګاونډیانو او نړیوالو بنسټونو سره هم هوښیارې او ستراتیژیکې اړیکې وساتي.

پایله:
د چین پانګونه په افغانستان کې د اقتصادي ودې، زیربناوو پرمختګ او د کارموندنې د فرصتونو د رامنځته کولو لپاره یو ستر فرصت دی؛ خو له دې سره، د ملي خودمختارۍ، چاپېریال، امنیت او ټولنیزې نابرابرۍ په اړه جدي ننګونې هم شته.
د دې پانګونې د مثبتو اغېزو د اعظمي کولو او منفي اغېزو د کمولو لپاره، افغانستان باید قوي، هوښیار او شفاف سیاست غوره کړي.
د چین سره اړیکې باید د ملي ګټو او امنیت پر بنسټ وي، ترڅو دا پانګونه د افغانستان د اوږدمهاله ثبات او پرمختګ لپاره یوه قوي وسیله وګرځي.

یادونه: حماسه میډیا د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو سیاستوالو ، لیکوالو او نظر خاوندانو لیکنو او نظریاتو ته درناوی لري، دا لیکنه د حماسه میډیا نظر نه څرګندوي بلکې د لیکوال نظر دی او مونږ  یې کټ مټ دلته خپروو.

امرالله صالح:حزب التحریر، داعش او طالبان د اسرائیلو استازي دي

د پخواني جمهوري نظام لومړی مرستیال او د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د طالبانو، داعش او حزب‌التحریر ترمنځ اختلافات د «کارغانو جګړې» ته ورته بللي دي.

هغه طالبان، حزب‌التحریر او داعش خراسان د امریکا او اسرائیلو استازي بللي دي.

صالح ویلي، په ترهګرو ډلو کې، که هغه د سپین بیرغ وي یا تور، روښانه او قاطع دریځ نیول ناشوني دي، ځکه چې دا ډلې د توهین، تهمت او تورونو له لارې یو بل له منځه وړي.

هغه په طنز ویلي، که د طالبانو دا ادعا سمه وي چې له نورو ترهګرو ډلو سره فرق لري؛ نو بیا باید موساد په لسګونو “ملا هبت‌الله ګان” په مزدورانو کې شامل کړي.

عبدالرشید دوستم:طالبان به لکه د تېر په څېر یو ځل بیا له واکه ولوېږي؛ خو دا ځل د تېښتې لاره هم نه لري

د ملي جنبش ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم وايي، طالبان به یو ځل بیا له منځه ولاړ شي.

هغه د لوی اختر په مناسبت په انقره کې خپلو پلویانو ته وویل، طالبان باید د شاتګ پر مهال د سختو خطرونو تمه ولري.

هغه ډاډ ورکړی چې طالبان به لکه د تېر ځل په شان بیا هم له واکه ولوېږي.

دوستم ویلي:«ملت دې ډاډه وي، طالبان لکه څنګه چې راغلي، هماغسې به لاړ شي. زه ټوکه نه کوم.»

نوموړي ټینګار وکړ چې دا ځل طالبان د تېښتې هېڅ لاره نه لري، ځکه د شمال ټولې لارې د طالبانو د مخالفینو په لاس کې دي.

ایکانومیک ټایمز:پاکستان لاهم افغانستان د خپلې ستراتیژیکې موخې برخه ګڼي

د ایکانومېک ټایمز په یوه تازه مقاله کې ویل شوي، چې د پاکستان پوځ افغانستان لا هم د خپلې «ستراتېژیکې ژورې» موخې برخه ګڼي او تر هغه چې دا لیدلوری پای ته ونه رسېږي، د اسلام‌اباد او کابل ترمنځ اړیکې به و نه رغېږي.

مقاله زیاتوي، چې پاکستان افغانستان د خپل «کور شاته انګړ» ګڼي او همدا دریځ د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالي بې‌باورۍ او شخړو بنسټ ګڼي.

په مقاله کې راغلي، له طالبانو سره د پاکستان اړیکې هم دښمنۍ ته ورته شوې، چې پکې پر ډیورنډ فرضي کرښه د پاکستان هوایي بریدونه او د افغان کډوالو جبري شړل یاد شوي.

چین، چې د پاکستان سټراتېژیک ملګری بلل کېږي، هڅه کړې چې د طالبانو او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت:امیرخان متقي د اندونیزیا له نوي شارژدافیر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وایي، د اندونیزیا نوی شارژدافیر ناندا اولیست کابل ته رسېدلی او له امیرخان متقي سره یې تعارفي لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې نوموړي ویلي، چې د خپل ماموریت پر مهال به د افغانستان وضعیت له خپل حکومت او خلکو سره شریک کړي.

متقي له اندونیزیا مننه کړې، چې د «اسلامي امارت» د دیپلوماتانو هرکلی یې کړی او په بېلابېلو برخو کې یې ملاتړ کړی.