جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 449

پکتیا؛ډنډ پټان ولسوالۍ کې د ناچاودو توکو چاودنې ۵ ماشومانو ته مرګ ژوبله اړولې

د پکتیا ولایت د ډند پټان ولسوالۍ په حسن‌خېلو کلي کې د ناچاودې مرمۍ د چاودنې له امله یو ۱۲ کلن ماشوم وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

سیمه‌ییزې سرچینې وایي، ماشومان له دغه ناچاودو توکو سره د لوبو پر مهال په تماس کې شوي چې چاودنه پرې شوې.

که څه هم ځینې اوسېدونکي دا پېښه د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه بولي؛ خو د طالبانو سیمه‌ییزې ادارې وايي چې دا مواد د پخوانیو جګړو پاتې شوني وو.

ټپیان د پکتیا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ بلل شوی.

ګارډین:ښایي کابل یوازینی ښار وي، چې په بشپړ ډول پکې اوبه له منځه لاړې شي

ګارډین ورځپاڼې راپور ورکړی چې کابل ښایي د نړۍ لومړی عصري ښار شي چې په بشپړه توګه له اوبو بې‌برخې کېږي.

راپور د «میرسي کورپس» موسسې له قوله لیکلي، د ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله د کابل تر ځمکې لاندې د اوبو سطحه ۳۰ متره راټیټه شوې ده.

راپور زیاتوي چې د ښار له نیمو زیاتې څاګانې وچې شوې دي.

موسسې خبرداری ورکړی، که وضعیت همداسې دوام ومومي، تر ۲۰۳۰ کال پورې به تر ځمکې لاندې اوبه پاتې نه شي.

د میرسي کورپس مشر ویلي، لنډمهاله مرستې کافي نه دي او نړیواله ټولنه باید افغانستان ته د دوامدارو حللارو لپاره پانګونه وکړي.

د یادونې ده، چې کابل هر کال ۴۴ میلیونه متره مکعبه اوبه مصرفوي.

ایراني استخبارات:د اسرائیل د حساسو اټومي اسنادو پراخه برخه مو ترلاسه کړې

ایراني استخباراتي ادارې ادعا کړې چې د اسراییل له حساسو اټومي اسنادو یوه پراخه زیرمه یې ترلاسه کړې ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په دغو اسنادو کې د اسراییلي اټومي تاسیساتو او پلانونو مهم جزئیات شامل دي.

د ایران دولتي رسنۍ وايي، دا عملیات پخوا ترسره شوي؛ خو د اسنادو د خوندي لېږد له امله پټ ساتل شوي وو.

سرچینې زیاتوي، د اسنادو شمېر دومره ډېر دی چې د انځورونو او وېډیوګانو کتنه یې ډېر وخت غواړي.

اسراییلو تر دې دمه د دې ادعا په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

لا هم څرګنده نه ده چې دا اسناد له هغه سایبري برید سره تړاو لري که نه، چې تېر کال د اسراییل د اټومي څېړنیز مرکز هدف ګرځېدلی و.

ډونالډ ټرمپ:له ایلن ماسک سره مې اړیکې پای ته رسېدلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایلن ماسک سره یې اړیکې ختمې کړې دي او خبرداری یې ورکړی، چې د ډیموکراټانو ملاتړ به ورته بدې پایلې ولري.

ټرمپ دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې ماسک د ټرمپ پر نوي مالیاتي قانون نیوکه وکړه.

په ورته وخت کې رویټرز د ټرمپ له قوله ویلي، چې د ماسک له شرکتونو سره د حکومتي تړونونو پر ختمېدو لا غور نه دی شوی.

احمد الشرع او میرمن یې؛د سوریې میرمنو له استازو سره د دوی په سیاسي رول او حکومت کې د ونډې په څرنګوالي خبرې کړي

د سوریې موقت ولسمشر احمد الشرع او مېرمن یې لطیفې الدروبي د لوی اختر په مناسبت د ښځینه استازو یو پلاوي سره کتلي دي.

د سوریې رسنۍ وايي، په دغه کتنه کې د ښځو سیاسي رول، د راتلونکې لار نقشه، او د حکومت په کچه د ښځو ونډې څرنګوالی په اړه خبرې شوې دي.

ښځینه پلاوي، چې د سوریې د ښځو استازیتوب کاوه، خپلې مشورې یې له ولسمشر الشرع سره شریکې کړې دي.

د مارشال دوستم څرګندونو ته د ننګیال غبرګون:د جنګي اسیرانو وژل جنایت دی او نړیوال عدلي او قضایي ارګانونه باید ددې اعتراف پوښتنه وکړي

د سیاسي چارو شنونکی نجیب ننګیال د مارشال عبدالرشید دوستم له لورې د لیلې دښتې د پیښې تکرار فاحش اعتراف بللی او د نوموړي د عدلي او قضایي تعقیب غوښتنه یې کړې.

ننګیال په یوه فېسبوک پوسټ کې ویلي، چې د جنګي اسیرانو وژنه او په ډله‌ییز ډول یې ښخول یو لوی جنګي جرم دی او د دغه ډول پېښو عاملین نه یوازې دا چې د ملت د رهبرۍ وړتیا نه لري، بلکې باید قانوني حساب ورکړي.

د نوموړي په وینا، هغه څوک چې د زرګونو جنګي اسیرانو وژنه ویاړ ګڼي، اخلاقي برتري نه لري او خپل سیال ته د اخلاقي درس ورکولو وړ نه دي.

ننګیال زیاتوي: «د دوستم له‌خوا تر خاورو لاندې شوو کسانو وارثین، لږ تر لږه تر دوستم اخلاقي برتري لري او داسې حال کې چې زور هم لري، بیاهم د ده جنګیالیو ته هیڅ نه وایي.»

نوموړي ویلي، دا ناسمه ده چې جنګي جنايتکاران د ولسواک نظام د ملاتړ تر نامه لاندې خوندي شي او ځانونه د سیاسي جوړښت پر بنسټ تر نورو لوړ وبولي.

ډیوه پتنګ مارشال دوستم ته:تښتېدلی مارشاله، دریشي درنه پاتې او نن طالب ستا د پیدایښت پرځای واکمني کوي

د افغان مېرمنو د برخې فعالې ډیوې پتنګ د مارشال عبدالرشید دوستم وروستیو څرګندونو ته غبرګون کې ویلي، چې د دشتې لیلې د شهیدانو د زور له کبله “ته” د مارشالۍ له رتبې سره له هېواده تښتېدلی یې.

هغې دوستم ته ویلي، طالب اوس ستا د پیدایښت پرځای واکمني کوي.

پتنګ زیاتوي، دوستم دې د دشت لیلې د پېښې تکرار نه؛ بلکې د ځان خیر وغواړي.

د یادونې ده چې تېره ورځ مارشال عبدالرشید دوستم ویلي وو، چې پر طالبانو به د دشت لیلې د پېښې تاریخ تکرار کړي.

مولوي عبدالکبیر:له پاکستان څخه مننه کوم چې د افغان کډوالو پر وړاندې د زور زیاتي کچه یې را ټیټه کړې

د طالبانو حکومت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، پاکستان د افغان کډوالو د جبري اېستلو بهیر کې نرمښت راوستی.

نوموړي دا څرګندونې د لوی اختر په مناسبت د سپیدار ماڼۍ غونډه کې وکړې او له کوربه هېوادونو یې په دې برخه کې د صبر غوښتنه وکړه.

مولوي کبیر د پاکستان له چارواکو مننه وکړه چې د زور زیاتي کچه یې راکمه کړې.

هغه همداراز له مرستندویه ادارو وغوښتل چې راستنو شویو کډوالو ته د سرپناوو په برابرولو کې مرسته وکړي.

خو سره له دې، پاکستان هره ورځ په سلګونو افغان کډوال نیسي او په جبري ډول یې را ستنوي.

نوموړی دا څرکندونې داسې مهال کوي چې تېره ورځ هم ۹۱۲ افغانان د تورخم او انګور اډې له لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

امرالله صالح:ایلان ماسک ونه توانېد، چې طالبانو ته د ورکوونکو پیسو مخه ونیسي

د پخواني حکومت لومړي مرستیال امرالله صالح، د ټرمپ له ادارې څخه د ایلان ماسک د جلا کېدو په تړاو ویلي چې یوازینی د تاسف وړ ټکی دا دی چې ماسک ونه توانېده د هغه ۴۰ تر ۶۰ میلیون ډالرو نغدو پیسو مخه ونیسي چې د امریکا له خوا طالبانو ته هره اونۍ ورکول کېدې.

صالح مخکې هم د افغان وګړو پر سفر بندیز ته غبرګون ښودلی و او د ټرمپ ادارې ته یې ویلي وو چې د افغانانو پر سفر بندیز لګولو پر ځای، طالبانو ته د پیسو لېږل بند کړي.

نوموړي دا کړنه د ټرمپ له ارزښتونو سره په ټکر کې بللې.

ملا محمد حسن اخوند:زمونږ د نظام په ارزښت یوازې ملایان او دیني علماء پوهیږي

د طالبانو حکومت رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په ارګ کې د لوی اختر په مناسبت خبرو کې وویل چې د دوی د نظام په ارزښت یوازې ملایان او علماء پوهیږي.

هغه له دیني عالمانو وغوښتل چې د دې لوی نعمت شکر ادا او دفاع یې وکړي.

ملاحسن اخوند وویل اوس په هیواد کې شرعي نظام راغلی او باید تر هر بل چا دیني عالمان ددې نظام ساتنه او حفاظت وکړي.

هغه ټینګار کړی چې د دوی حکومت په افغانستان کې «اسلامي قوانین» په ښه توګه پلي کړي دي.