د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې له ایران سره د اوربند بهیر پای ته رسېدلی او واشنګټن نور له تهران سره د معاملې یا خبرو دوام ته لېوالتیا نه لري.
ټرمپ دغه څرګندونې د ترکیې په انقره کې د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې وکړې.
هغه د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې، د ده په باور، اوربند نور پای ته رسېدلی او له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي.
د امریکا ولسمشر پر ایراني چارواکو سختې نیوکې هم وکړې او ویې ویل چې نور نه غواړي له هغوی سره تعامل وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو ورځو کې د امریکا او ایران ترمنځ یو ځل بیا پوځي بریدونه او ځوابي حملې وشوې، چې له امله یې د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوی نازک اوربند تر پوښتنې لاندې راغلی دی.
تر اوسه د ایران حکومت د نوموړي د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.

