په ځینو ویډیوګانو کې کوچني سپین رنګه اجسام لیدل کېږي چې په غیر عادي ډول حرکت کوي، او په یو شمېر راپورونو کې ادعا شوې چې ځینې یې ناڅاپي ۹۰ درجې زاویې بدلونونه کوي او په لوړ سرعت الوت کوي.
د ۲۰۲۳ کال د یونان او منځني ختیځ راپورونه هم ښيي چې پیلوټانو د لوړ ارتفاع په فضا کې نااشنا او چټک حرکات لیدلي دي.
په تاریخي اسنادو کې د FBI هغه فایلونه هم شامل دي چې له ۱۹۴۷ څخه تر ۱۹۶۸ پورې د “Flying Discs” په اړه راپورونه لري.
د پنټاګون په وینا، دا ټولې قضیې “ناحل شوې” دي او تر اوسه هېڅ داسې ثبوت نه شته چې د فضایي موجوداتو شتون تایید کړي.
دغه اداره وایي چې ځینې معلومات د امنیتي دلایلو له مخې پټ ساتل شوي، خو د دې موضوع د لا څېړنې لپاره به د اسنادو افشا کول په راتلونکو اونیو کې هم دوام ولري.
د چارو اداري پخواني رئیس فضل محمود فضلي، ویلي، پاکستان باید د خپلو چارواکو د څرګندونو، سیاستونو او تاریخي دریځونو له مخې وپېژندل شي، نه د تبلیغاتو او شعارونو پر بنسټ.
نوموړي د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر جنرال حمید ګل، هغې څرګندونې ته اشاره کړې چې ویلي یې وو: «د پاکستان د پوځ هر مشر د امریکا په امر ټاکل کېږي، او پاکستان له امریکا پرته دوام نه شي کولی.»
فضلي زیاته کړې، افغانان هېڅکله د خپل هېواد په اړه د کمترۍ او حقارت احساس نه لري، ځکه افغانستان د نړۍ د سترو امپراتوریو له شتون مخکې هم خپلواک موجود و او وروسته به هم خپله بقا وساتي؛ خو د هغه په وینا، پاکستان خپله سیاسي او امنیتي بقا له بهرنیو قدرتونو، په ځانګړي ډول امریکا سره تړي.
هغه ټینګار کړی چې افغانستان د تاریخي هویت او ولسي مقاومت له امله تلپاتې دی، خو پاکستان د بهرنیو ملاتړونو پرته د دوام وړتیا نه لري.