د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، اسلاماباد غواړي له افغانستان، چین، بنګلهدېش او نورو هېوادونو سره سیمهییزې او درېاړخیزې همکارۍ پراخې کړي.
نوموړي په لاهور کې یوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي، پاکستان نور نه شي کولی په انزوا کې پاتې شي او د سیمې هېوادونه باید د ګډو اقتصادي همکاریو له لارې خپلې اړیکې پیاوړې کړي.
اسحاق ډار ټینګار کړی چې د جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ ثبات، سوداګري او همکاري د ټولو لپاره ګټوره ده او کولی شي د سیمې اقتصادي پرمختګ ته لاره هواره کړي.

