د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، ایران او امریکا ښايي راتلونکې اوونۍ په اسلام اباد کې مذاکرات بېرته پیل کړي.
راپورونه وايي، دواړه هېوادونه د منځګړو هېوادونو په همکارۍ د یوې ۱۴ مادهییزې طرحې پر سر کار کوي، څو د تاوتریخوالي او جګړې د کمېدو لپاره یوه هوکړه رامنځته شي.
په دې طرحه کې د ایران د غني شویو یورانیمو د مدیریت موضوع شامله ده، چې ښايي د درېیم هېواد له لوري ترسره شي.
همداراز، په هرمز تنګي کې د ترینګلتیاوو کمول، د سمندري تګ راتګ خوندیتوب، او پر ایران د امریکا د بندیزونو د لرې کولو موضوعات هم شامل دي.
سرچینې وايي، امریکا غواړي ایران د اوږدې مودې لپاره د یورانیمو غني کول محدود کړي، خو ایران د لنډ مهاله محدودیت غوښتنه لري.
د دواړو لورو ترمنځ د همدې موضوع پر سر لا هم اختلاف موجود دی.
تر اوسه ایران او امریکا په رسمي ډول د دغو مذاکراتو بشپړ جزییات نه دي خپاره کړي.

