یکشنبه, جون 21, 2026
Home Blog Page 45

اروپايي ټولنې؛د بلجیم حکومت ته د طالبانو حکومت د يو هیئت د ورتګ لپاره د غړو نوملړ سپارلی

د اروپايي ټولنې له خوا د بلجیم حکومت ته د طالبانو حکومت د یو احتمالي هیئت د غړو نوملړ سپارل شوی، څو د دغه پلاوي د بروکسل د سفر او د افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه د خبرو اترو لپاره زمینه برابره شي.

د بلجیم چارواکو ویلي چې د امنیتي ادارو له لوري لومړنۍ ارزونې پیل شوې دي، خو تر اوسه پورې د دغه هیئت لخوا رسمي د ویزې غوښتنلیک نه دی ثبت شوی.

بلجیمي رسنیو راپور ورکړی چې اروپايي چارواکي ټینګار کوي د طالبانو له حکومت سره دا ډول خبرې اترې د رسمیت پېژندنې په معنا نه دي، بلکې هدف یې د کډوالو د مسلې او د افغان مهاجرینو د بېرته ستنولو عملي مدیریت دی.

د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر؛یون سوک یول د ۳۰ کلن بند سزا سره مخ شو

راپورونه وايي، د سویلي کوریا پخوانی ولسمشر یون سوک يول د ۳۰ کلن بند سزا سره مخ شو.

د راپورونو په خبره، نوموړي ته د هغو تورونو په تړاو چې ګواکې په ۲۰۲۴ کال کې یې پیونګ یانګ ته د پوځي ډرونونو د لېږلو امر کړی و، د ۳۰ کلن بند سزا سره مخ شوی دی.

ویل کېږي نوموړي غوښتل د شمالي کوریا سره تاوتریخوالی زیات کړي څو د خپل ناکام پوځي حکومت (مارشل لا) اعلان ته پلمه برابره کړي.

ډونالډ ټرمپ:له ایران سره ستره موافقه بشپړېدو ته نږدې ده، اټومي وسلې به نه لري

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ايران سره یې خبرې وروستۍ کړي دي.

هغه ويلي:«نن موږ له ایران سره معامله وروستۍ کړه. موږ ډېر ښه تړون کوو. ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري. خلک به ډېر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي. نږدې هر څه بشپړ شوي دي، او موږ هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل مو.»

د راپورونو له مخې، ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یو مهم تفاهم شوی او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې د لوړې کچې موافقې مرحلې ته رسېدلې دي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله یې د نورو پوځي بریدونو پلانونه درولي دي او هیله لري چې په نږدې ورځو کې به د موافقې اسناد وروستي شي.

تر اوسه د ایران چارواکو په رسمي ډول د داسې وروستۍ موافقې پخلی نه دی کړی.

ټرمپ:جي ډي وینس به د امریکا او ایران د احتمالي تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې مرستیال ولسمشر جی ډي وینس به د امریکا او ایران ترمنځ د پلان شوي تړون د لاسلیک په مراسمو کې ګډون وکړي.

د ټرمپ په وینا، تمه ده چې دغه مراسم د روانې اوونۍ په پای کې په اروپا کې ترسره شي.

نوموړي دا هم ویلي چې دواړه هېوادونه د یوې موافقې وروستي پړاو ته نږدې شوي دي، خو د تړون د ځای او نورو جزئیاتو په اړه لا رسمي معلومات نه دي خپاره شوي.

ایراني رسنۍ:له امریکا سره د هوکړې کوم متن لا نه دی تایید شوی

د ایران فارس خبري اژانس د ایران او امریکا د خبرو اترو له بهیر سره د نږدې سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي هوکړې په اړه لا تر اوسه کوم رسمي متن د تهران له لوري نه دی تایید شوی.

د سرچینو په وینا، که څه هم د دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي، خو د داسې تفاهم‌لیک یا هوکړې د نهایي کېدو ادعاوې لا وختي دي او د منلو وړ کوم سند نه دی تصویب شوی.

دا دریځ وروسته له هغې مطرح کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی و چې له ایران سره د یوې هوکړې د بشپړېدو چانس ډېر لوړ شوی او خبرې وروستي پړاو ته رسېدلې دي.

د روسیې يوې محکمې؛یو ۱۹ کلن ځوان د طالبانو حکومت په اړه د سپکاوي څرګندونو له امله جریمه کړی

د روسیې رسنیو راپور ورکړی چې د روستوف-نا-دونو سیمې یوې محکمې یو ۱۹ کلن ځوان د طالبانو حکومت په اړه د سپکاوي ډکو څرګندونو له امله ۱۰ زره روبله جریمه کړی دی.

د راپورونو له مخې، محکمې ویلي چې د نوموړي لیکلې تبصرې د روسیې او افغانستان د خلکو ترمنځ د کرکې او دښمنۍ د رامنځته کولو احتمال درلود، له همدې امله یې قانوني اقدام پرې کړی دی.

ویل کېږي چې دغه ځوان دا څرګندونې په یوه ټولنیزه شبکه کې د خپور شوي پوسټ تر تبصرې لاندې کړې وې.

روسي چارواکو تر اوسه د قضیې نور جزئیات نه دي خپاره کړي.

هشدار وزیر دارایی آمریکا به ایران مبنی بر پرداخت خسارات متحدان آمریکا از محل دارایی های این کشور

وزیر دارایی آمریکا در پی وارد شدن خسارات از سوی ایران بر متحدین آمریکا می‌گوید که خسارات وارد شده از دارایی های داخلی خود ایران پرداخت خواهد شد .

اسکات بسنت، وزیر دارایی آمریکا، در شبکه ایکس نوشت که جمهوری اسلامی ایران در «بازی با حاصل جمع صفر» شکست خواهد خورد .

او گفت که هرگونه خسارتی را که ایران به متحدان آمریکا در خلیج فارس وارد کند، از محل دارایی‌هایش پرداخت خواهد شد .

آقای بسنت همچنین نوشت که هرگونه عوارضی که از کشتی‌ها برای عبور از تنگه هرمز دریافت شود، با برداشت از حساب‌های ایران جبران خواهد شد .

وزیر دارایی آمریکا هشدار داد که هر حمله‌ای که ایران انجام دهد، پیامدهای اقتصادی و مالی بیشتری برای تهران در پی خواهد داشت.

ټرمپ:له ایران سره د لوړې کچې تفاهم وروسته د پنجشنبې شپې بریدونه لغوه شول

‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د ایران له حکومت سره د لوړې کچې سیاسي خبرو اترو له پرمختګ وروسته یې د پنجشنبې ماښام لپاره پر ایران د پلان شویو پوځي بریدونو او بمباریو امر لغوه کړی دی.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې «Truth Social» کې لیکلي چې د ایران د اسلامي جمهوریت په رهبرۍ کې د خبرو اترو د تایید او پرمختګ له امله یې د امریکا له لوري پلان شوي بریدونه درولي دي.

د هغه په وینا، د روانو مذاکراتو مهم اصول او وروستي جزئیات د امریکا، اسرائیل، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، قطر، ترکیې، پاکستان، بحرین، کویټ، اردن، مصر او یو شمېر نورو اړخونو له خوا په عمومي ډول منل شوي دي.

د امریکا ولسمشر زیاته کړې چې د احتمالي هوکړې د لاسلیک لپاره د وخت او ځای اعلان به ژر وشي، خو تر هغه وخته به د هرمز تنګي په شاوخوا کې د امریکا سمندري محاصره پر خپل ځای پاتې وي.

دا اعلان په داسې حال کې شوی چې ټرمپ له دې وړاندې د ایران پر ضد د سختو پوځي اقداماتو ګواښ کړی و او حتی یې د پنجشنبې شپې لپاره د «ډېر سخت» برید یادونه کړې وه؛ خو اوس داسې ښکاري چې د منځني ختیځ د یو شمېر هېوادونو په منځګړیتوب ډیپلوماټیکې هڅې د پوځي تقابل پر ځای د سیاسي تفاهم لور ته روانې دي.

تر اوسه د ایران چارواکو د ټرمپ د وروستي بیان په اړه رسمي او تفصیلي غبرګون نه دی خپور کړی، خو نړیوال څارونکي وايي چې که روانې خبرې بریالۍ شي، نو د سیمې د امنیتي کړکېچ د کمېدو او د پراخې جګړې د مخنیوي لپاره به مهم ګام وي.

محمد بن سلمان:د جي‌اووه سرمشریزې ته له بلنې مننه کوم؛ خو د نه ګډون له امله خواشينی یم

0

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د فرانسې د ولسمشر ايمانويل مکرون له لوري د جي‌اووه سرمشریزې ته د بلنې له امله مننه کړې؛ خو ویلي یې دي چې د مخکینیو ژمنو او بوختیاوو له کبله به په دې غونډه کې ګډون ونه کړي.

هغه ويلي:«د فرانسې له ولسمشر څخه د بلنې لپاره مننه کوم او د نه ګډون په اړه خواشینی يم.»

نوموړي ویلي چې د پخوانیو رسمي ژمنو له امله نه شي کولای په سرمشریزه کې حضور ولري، خو د ګډون کوونکو هېوادونو لپاره یې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې ده.

د هېدر بار غبرګون؛اروپایي ټولنه له افغان ښځو سره ودرېدی شي خو که له طالبانو سره اړیکې عادي نه کړي

د بشري حقونو د څار سازمان د ښځو څانګې مرستیالې هېدر بار د اروپایي ټولنې د ویاند انور العانوني هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې ویلي یې دي په هرات کې د ښځو نیول او د اعتراضو کوونکو ځپل غندي او دوی د افغان ښځو ترڅنګ ولاړ دي.

هېدر بار یې په ځواب کې ویلي چې اروپایي ټولنه د افغان ښځو ترڅنګ درېدلی شي خو که د طالبانو له حکومت سره اړیکې عادي نه کړي او افغان کډوال ونه شړي.

نوموړې په اېکس کې په یوه پیغام کې ویلي، اروپایي ټولنه که د افغان ښځو تر څنګ درېږي باید له طالبانو سره د اړیکو له عادي کولو ډډه وکړي او افغانستان ته د افغان کډوالو د جبري ستنولو اسانتیاوې برابرې نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د اروپایي ټولنې یو شمېر هېوادونه د افغان کډوالو د شړلو لپاره غواړي له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړي او د خبرو لپاره بروکسل ته بلنه ورکړي چې دغه اقدام خپله په اروپا کې هم د ډېرو فعالانو او سیاستوالو له توندو غبرګونونو سره مخ شوی او له اروپایي ټولنې غواړي دا کار ونه کړي.