د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ايران سره یې خبرې وروستۍ کړي دي.
هغه ويلي:«نن موږ له ایران سره معامله وروستۍ کړه. موږ ډېر ښه تړون کوو. ایران به هېڅکله اټومي وسلې ونه لري. خلک به ډېر ژر خپلو کورونو ته ستانه شي. نږدې هر څه بشپړ شوي دي، او موږ هغه څه ترلاسه کړل چې غوښتل مو.»
د راپورونو له مخې، ټرمپ ادعا کړې چې د امریکا او ایران ترمنځ د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره یو مهم تفاهم شوی او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې د لوړې کچې موافقې مرحلې ته رسېدلې دي.
ټرمپ همدارنګه ویلي چې د ایران سره د خبرو د پرمختګ له امله یې د نورو پوځي بریدونو پلانونه درولي دي او هیله لري چې په نږدې ورځو کې به د موافقې اسناد وروستي شي.
تر اوسه د ایران چارواکو په رسمي ډول د داسې وروستۍ موافقې پخلی نه دی کړی.

