دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 449

هرانا:ایران کې د اسرائیلو بریدونو ۴۵۲ ایرانیان وژلي

د ایران د بشري حقونو یو بنسټ هرانا وېب‌پاڼې د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی چې د اسرائیل د بریدونو له پیل راهیسې په ایران کې ۴۵۲ تنه وژل شوي او ۶۴۶ نور ټپیان شوي دي.

تر اوسه د ایران حکومت د دې شمېرې په اړه رسمي نظر نه دی ورکړی.

د هرانا په وینا، د وژل شویو له ډلې ۲۲۴ تنه ملکي وګړي، ۱۰۹ تنه پوځیان او د پاتې ۱۱۹ تنو هویت تر اوسه نه دی څرګند.

اسراییلي چارواکی تلګراف ته:ایران تر دې دمه ۴۰۰ بالستیک توغندي او سلګونه ډرون په اسراییل توغولي

یوه اسراییلي چارواکي د سه شنبې په ورځ تلگراف ورځپاڼې ته ویلي چې تر دې دمه ایران شاوخوا ۴۰۰ بالستیک توغندي او سلګونه بې‌پیلوټه الوتکې (ډرونونه) پر اسراییل توغولي دي.

دغه چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کړې، ویلي چې ایران د اسراییل نظامي او ملکي اهداف په نښه کړي

نوموړي د مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

کاناډا کې ایرانیان:په ایران کې خپلو کورنیو ته اندېښمن یوو، هیله ده، چې اوربند وشي

کاناډا مېشتو ایرانیانو د ايران او اسرائيل تر منځ د اوربند غوښتنه وکړه.

دوی د یو لاریون په ترڅ کې ویلي، چې د خپلو کورنيو د امنيت اندېښنه لري او ټينګار يې کړی چې د ايران خلک سولې ته لېواله دي.

د راپورونو له مخې، د جګړې له پيل راهيسې ۲۲۰ ايرانيان او ۲۴ اسرائيليان وژل شوي دي.

د اسراییل دفاع وزیر؛د تهران پر مهمو اهدافو د برید خبرداری ورکړی

‏د اسراییلو د دفاع وزیر یسرائیل کاتز اعلان کړی چې د دغه هېواد هوایي ځواک به د سه‌شنبې په ورځ په تهران کې مهم او ستراتیژیک هدفونه بمبار کړي.

نوموړي ویلي چې دغه بریدونه به د ایران د حکومت اړوند مرکزونه، مهمې نظامي پوستې او حیاتي زېربناوې په نښه کړي.

کاتز ټینګار کړی چې اسراییل له ایران سره هېڅ ډول خبرې یا مذاکرات نه کوي او دا اقدام یې د خپل امنیتي سیاست یوه برخه بللې.

ماریا زاخارووا:امریکا له روسیې سره راتلونکي مذاکرات لغوه کړي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې، ماریا زاخارووا، ویلي چې امریکا د روسیې او امریکا ترمنځ راتلونکي مذاکرات لغوه کړي دي.

دغه خبرې اترې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو اړیکو د عادي کولو لپاره پلان شوې وې.

زاخارووا د لغوه کېدو لامل نه‌دی څرګند کړی، خو هیله یې څرګنده کړې چې دغه وقفه اوږده نه‌شي.

تر دې وړاندې روسي او امریکایي چارواکو دوه ځله په استانبول کې سره لیدلي وو.

روسیې تېره اونۍ ویلي و، چې راتلونکې خبرې به په مسکو کې وشي.

د طالبانو حکومت اداري مرستیال؛مولوي عبدالسلام حنفي د یو پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ

د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن له غرمې مخکې د یوه پلاوي په مشرۍ چین ته ولاړ، ترڅو د چین – جنوبي اسیا په نهم نندارتون او فورم کې ګډون وکړي.

د طالبانو حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت لیکلي، چې یاد پلاوي د چین په رسمي بلنه دغه هیواد ته سفر کړی، چې په ترکیب کې یې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي او د بهرنیو چارو وزارت مالي او اداري معین ډاکټر محمد نعیم وردګ هم شامل دي.

ټاکل شوې ده چې مولوي عبدالسلام حنفي به د دغه سفر په ترڅ کې د نندارتون او فورم ګډون او وینا تر څنګ، د چین له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره هم وګوري او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا، اقتصادي همکاریو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړي.

عباس عراقچي اروپايي هېوادونو ته:پر مونږ د اسرائیل روڼ تجاوز وغندئ

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د درې اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو سره ټیلیفوني خبرې کړې دي.

ایرنا وایي، عراقچي له اروپایي هېوادونو غوښتي چې د اسراییل روڼ تجاوز وغندي.

ده دا بریدونه د ایران پر ضد بې‌سارې ضربه بللي او د اسراییلي حملو په وړاندې د لویدیځو هېوادونو پر نرم دریځ یې نیوکه کړې.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت:د امو دریا د نفتي حوزې ۲۵ کلن قرارداد لغوه شو

د طالبانو حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې له چینایي شرکت «آفچین» سره د آمو سیند د نفتو ۲۵ کلن قرارداد لغوه کړی دی.

د دغه وزارت ویاند، همایون افغان، ویلي چې دا قرارداد د شرکت له‌خوا د پرله‌پسې سرغړونو او د ژمنو نه پوره کولو له امله فسخ شوی دی.

نوموړي ویلي، یو ګډ کمیسیون جوړ شوی و چې د شرکت تخلفات یې ارزولي او ثابته شوې چې شرکت په خپلو تعهداتو کې پاتې راغلی دی.

د طالبانو د اقتصادي مرستیال او د ریاست الوزرا دفتر له خوا د قرارداد د لغوه کولو پرېکړه تایید شوې ده.

د طالبانو حکومت له نړیوالو تجربو لرونکو شرکتونو غوښتي چې د قرارداد اسنادو د ارزونې لپاره له دوی سره رسمي اړیکه ونیسي.

د ۲۰ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو؛پر ایران د اسرائیل بریدونه وغندل

د عربي او سيمې د ۲۰ هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په يوه ګډه اعلاميه کې د اسرائيل له لوري پر ايران بريدونه سخت وغندل او د تاوتريخوالي د راکمولو غوښتنه يې وکړه.

دغه اعلاميه د مصر رسمي خبري آژانس “مِنا” خپره کړې ده.

په اعلاميه کې مصر، اردن، پاکستان، بحرين، برونئی، ترکيه، چاد، الجزاير، کومور، متحده عربي امارات، جيبوتي، سعودي عربستان، سوډان، سوماليا، عراق، عمان، قطر، کوېت، ليبيا او موريتانيه هغه هېوادونه بلل شوي، چې دا بریدونه یې غندلي.

دغو هېوادونو وزيرانو د سيمې د خطرناک کړکېچ په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او پر دې يې ټينګار کړی چې بايد د هېوادونو حاکميت او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوی وشي.

دوی له ټولو خواوو غوښتي چې خپل اختلافات د سوله‌ييزو لارو هوار کړي.

همداراز، د منځني ختيځ له سيمې څخه د هستوي او نورو وژونکو وسلو د پاکېدو غوښتنه شوې او له ټولو هېوادونو غوښتنه شوې چې د هستوي وسلو د نه‌خپرېدو له تړون سره يو ځای شي.

تهران؛د صدا و سیما ټلویزیون پر ودانۍ د اسراییلو هوایي برید کې درې تنه وژل شوي

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو د هوایي برید له امله د ایران صدا و سیما ټلویزیون لږ تر لږه درې تنه وژل شوي دي.

راپورونه زیاتوي چې د برید تر مخه د تهران د درېیمې ناحیې اوسېدونکو ته خبرداری ورکړل شوی و چې سیمه تخلیه کړي.

د برید له امله د ملي تلویزیون ژوندۍ خپرونې په ناڅاپي ډول بندې شوې.

یوه ویډیويي صحنه ښيي چې خبریاله د خپرونې پر مهال له خپل مېز څخه پاڅېږي او ستوډیو پرېږدي، وروسته دود د سټوډیو فضا نیسي.