شنبه, اپریل 18, 2026
Home Blog Page 448

د اسراییل دفاع وزیر:ایران زمونږ ملکیان په نښه کړل، اوس مونږ هم د هغوی ملکیان وژنو

د اسراییل دفاع وزیر اسراییل کاتز خبرداری ورکړی، چې د ایران وګړي به په نښه کړي.

هغه ویلي، نه یې غوښتل چې ملکیان په نښه کړي؛ خو دا چې ایران د دوی وګړي په نښه کړل؛ نو اوس د تهران اوسېدونکي به د تل ابیب او حیفا د بریدو درنه بیه پرې کړي.

د هغه په خبره، ایران له تېرو دوو شپو راهیسې په تل ابیب، الخلیل، بت یام او حیفا سیمو کې ټول بې ګناه خلک په نښه کړي چې غچ به یې اوس د تهران له خلکو واخیستل شي.

هرانا:ایران کې د اسراییلو بریدونو ۳۲۲ تنه وژلي

د بشري حقونو خپلواک سازمان “هرانا” ويلي چې د اسرائيلو وروستيو هوايي بريدونو له امله تر يکشنبې ماښام پورې په ايران کې ۳۲۲ تنه وژل شوي دي.

د هرانا د راپور له مخې، په دغو بريدونو کې ۶۸۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

بل لورته د ايران د روغتيا وزارت ويلي چې ۲۲۴ کسان وژل شوي او ۱۲۵۷ نور ټپيان دي.

ایران؛يو کس د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړ

د ايران د قضاييه قوې اړوند خبري آژانس “ميزان” راپور ورکړی چې يو تن د اسرائيلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام شوی دی.

د راپور له مخې، دغه کس چې اسماعيل فكري نومېده، د ۱۴۰۲ کال په قوس مياشت کې نيول شوی و.

ميزان خبري آژانس زياته کړې چې فکري د اسرائيلو د استخباراتي شبکې موساد له دوو غړو سره په تماس کې و، او هڅه يې کوله د ايران معلومات هغوی ته وسپاري.

د ايران حکومت دغه اعدام د هېواد د ملي امنيت د خوندي ساتلو په هدف اړين بللی دی.

د اسراییل د بهرنیو چارو وزیر:د ایران د اټومي ګواښ د له منځه وړلو لپاره بریدونه به دوام ولري

د اسراییلو د بهرنیو چارو وزیر ګیدعون ساعر وایي چې د ایران د اټومي پروګرام د مخنیوي لپاره به نظامي بریدونه دوام ولري.

هغه ادعا کړې چې دې بریدونو د ایران اټومي پرمختګ درولی او په وینا یې اسراییل چمتو دی چې د دې هدف لپاره د تلفاتو خطر هم ومني.

ساعر ټینګار کړی: «موږ داسې هېواد ته، چې د اسراییلو د له‌منځه‌ وړو هڅې کوي، هېڅکله د اټومي وسلې ترلاسه کولو اجازه نه ورکوو.»

ځایي سرچینې:نامعلومه وسله‌والو پخوانی ولسوال او د فاریاب د ولایتي شورا منشي محمد صالح وژلی

ځایي سرچینې وايي چې د فاریاب د ولایتي شورا پخوانی منشي او د المار ولسوالۍ ولسوال، محمد صالح د یکشنبې په ورځ د ناڅرګندو وسله‌والو په برید کې وژل شوی دی.

پېښه د میمنې-المار پر لاره رامنځته شوې ده.

د نوموړي یو خپلوان ویلي، چې محمد صالح د طالبانو حکومت وژلی دی.

سرچینې زیاتوي چې محمد صالح د جمهوریت تر سقوط وروسته ایران ته تللی و؛ خو بېرته فاریاب ته راستون شوی او په وروستیو دوو کلونو کې یې سوداګریز او خیریه فعالیتونه درلودل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ټرمپ:کله ناکله جګړه د ستونزو د حل لپاره ضروري وي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هیله څرګنده کړې چې اسراییل او ایران دې اوربند ته ورسېږي؛ خو ټینګار یې کړی چې کله ناکله هېوادونه باید تر سولې مخکې جګړه وکړي تر څو ستونزې حل شي.

نوموړي دا څرګندونې تېره ورځ د «جي-۷» سرمشریزې ته د روانېدو پر مهال له خبریالانو سره وکړې.

ټرمپ ویلي چې امریکا به له اسراییلو خپل ملاتړ ته دوام ورکړي؛ خو دا یې ونه ویل چې آیا له اسراییلو یې غوښتي چې بریدونه بند کړي یا نه.

هغه د اسراییلي صدراعظم نتانیاهو سره اړیکې ښې او د متقابل درناوي لرونکې وبللې.

د ایران د روغتیا وزارت:د اسراییلو د بریدونو له کبله ۲۲۴ ایرانیان وژل شوي

د ایران د روغتیا وزارت وایي، د اسراییلو هوایي بریدونو له امله تر اوسه ۲۲۴ تنه وژل شوي او ۱۲۷۷ نور ټپیان دي.

د وزارت ویاند، حسین کرمان‌پور، ادعا کړې چې ۹۰ سلنه قربانیان ملکي وګړي دي، چې ښځې، سړي او ماشومان پکې شامل دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ایران پر وړاندې روانه “نسل‌وژنه” ودروي.

بل‌خوا اسراییل وایي یوازې پوځي اهداف یې په نښه کړي، او ایران تورنوي چې د اسراییلو ملکیانو ته قصداً زیان رسوي.

د ایران د بریدونو له کبله:اسراییل کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۶ تنو ته رسېدلی

د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د ایران له خوا د وروستیو راکټي بریدونو په ترڅ کې، د اسراییلو په مرکزي ښار بات یام کې دوه نور جسدونه له نړېدلو ودانیو لاندې را ایستل شوي دي.

په ورته مهال، د اسراییلو مشهوره ورځپاڼه جروزالم پست لیکلي، چې له جمعې ورځې راهیسې د ایران د بریدونو له امله ۱۶ ملکي وګړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

راپورونه ښيي چې لا هم د ژغورنې ډلې په زیانمنو سیمو کې لټون ته ادامه ورکوي، او امکان لري د قربانیانو شمېر نور هم زیات شي.

اسراییل:د ایران له لوري پر اسراییلو د راکټي بریدونو نوې څپه پیل شوې

د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې نن، د ایران له خوا پر اسراییلو د توغندیو یوه نوې څپه پیل شوې ده.

پوځ وایي چې د هېواد هوايي ځواکونه د دغو بریدونو پر وړاندې په فعاله توګه اقدام کړی او هڅه کوي چې راکټونه په هوا کې شنډ کړي.

د بریدونو له امله د اسراییلو په مرکزي، لوېدیځو او شمالي برخو کې د خطر زنګ وهل شوی، چې خلک یې وېرولي دي.

همداراز، ژوندۍ تلویزیوني خپرونې ښيي چې د اسراییلو دفاعي سیستمونه د تل‌ابیب پر آسمان کې توغندي تعقیبوي او شنډوي.

د بریدونو د تلفاتو او مالي زیانونو په اړه تر اوسه دقیق معلومات نه دي ورکړل شوي؛ خو چارواکي وایي چې وضعیت له نږدې څاري او خلکو ته د امنیت ډاډ ورکوي.

امریکا کې د اسراییل سفیر:د ایران پر اټومي تاسیساتو د برید لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نلرو

په امریکا کې د اسراییلو سفیر یخیل لایتر، ، ویلي چې اسراییل د ایران د فردو د یورانیمو غني‌کولو تأسیساتو د له‌منځه وړلو لپاره د امریکا مرستې ته اړتیا نه لري.

فردو تأسیسات چې د ځمکې لاندې موقعیت لري، له نظامي پلوه د برید تر ټولو ستونزمن هدف ګڼل کېږي.

د اسراییلو سفیر زیاته کړې چې دوی د امریکا له ملاتړ څخه منندوی دي؛ خو دغه ملاتړ یوازې تر “دفاعي دریځه” پورې محدود دی.

هغه د ای‌بي‌سي نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې پر دغو تاسیساتو د برید بدیلې لارې لري.