د ایران دولتي تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، تهران د احتمالي «بیا جګړې» لپاره خپل چمتووالی زیات کړی او خبرداری یې ورکړی چې د هر ډول نوي پوځي تقابل په صورت کې به جګړه یوازې محدوده پاتې نه شي، بلکې د سیمې مهم ستراتیژیک ځایونه به هم تر اغېز لاندې راولي.
یاد اژانس لیکلي، د بیا احتمالي جګړې سره به د ایران لخوا، بابالمندب، آرامکو، ینبع او فجیره هم د جګړې په ډګر کې داخل شي.
راپور زیاتوي چې د امریکا وروستي پوځي تحرکات، لکه د جګړهییزو بېړیو ځای پر ځای کول، د تجهیزاتو د لېږد لپاره هوايي عملیات، او د F-35 Lightning II او C-17 Globemaster III الوتکو کارونه، د احتمالي پوځي اقدام نښې بلل شوې دي.
همدارنګه، په بحرین کې د «جزیرې نیولو» تمرینونه او د څارګرو ډرونونو زیات پروازونه د وضعیت د لا ترینګلتیا ښکارندويي کوي.
د تسنیم په وینا، ایران دوه احتمالي سناریوګانې ارزوي: یا واشنګټن غواړي د دغو تحرکاتو له لارې په مذاکراتو کې رواني فشار زیات کړي، او یا هم د ناڅاپي پوځي برید لپاره زمینه برابروي.
په راپور کې ویل شوي: «ایران چمتو دی چې د هغو بیا رغونو او چمتووالي له لارې چې په تېرو دوو اوونیو کې یې ترسره کړي، د امریکا او اسرائیلو سره د احتمالي نوې جګړې له پیله، داسې یادګاري او سخت جهنمي ساعتونه هم رامنځته او تثبیت کړي.»

