شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 448

امیر خان متقي د خوړو نړیوال سازمان مشر ته:د بشري مرستو تر څنګ پرمختیایي برخو کې هم مرسته راسره وکړئ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي د خوړو نړیوال سازمان له مشر جان ایلیف سره د لیدنې پر مهال غوښتنه کړې چې افغانستان ته دې یوازې بېړنۍ مرستې نه، بلکې پرمختیایي برخو ته هم پاملرنه وشي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دواړو لوریو د راستنو شویو کډوالو د مرستو، ستونزو د حل او مؤثرو همکاریو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې د جان ایلیف له قوله ویل شوي، چې دوی به له مرسته کوونکو سره د پرمختیایي پروژو په اړه بحثونه وکړي.

ترکمنستان کې د طالبانو حکومت سفیر؛کوربه هېواد کې د قطر له سفیر سره پر رسمیت پېژندنې خبرې کړې

په ترکمنستان کې د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست فضل محمد صابر د بیلاروس له سفیر سټنیسلاو چپورنوی سره کتلي او د سیاسي، اقتصادي همکاریو، پانګوالو فرصتونو او د پلاوي تګ راتګ په اړه یې بحث کړی دی.

د طالبانو حکومت سفارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو خواوو د هر اړخیزو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

بل‌خوا، په قرغیزستان کې هم د طالبانو حکومت د سفارت سرپرست د قطر له سفیر سره د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندنې پر موضوع خبرې کړې دي.

په زاهدان کې د جیش‌العدل برید؛۹ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي

0

د ایران د سیستان و بلوچستان په مرکز زاهدان کې د شنبې په ورځ وسله‌والو د ولایت د عدلیې پر ودانۍ برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۹ کسان وژل شوي او ۲۲ نور ټپیان دي.

د سپاه پاسداران د قدس قرارګاه په وینا، ډېری قربانیان عام خلک دي او په وژل شویو کې یوه ښځه او یو ماشوم هم شامل دي.

دوی زیاتوي چې د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.

د سپاه په وینا، درې بریدګر چې چاودیدونکي واسکټونه یې درلودل، په نښته کې وژل شوي دي.

بل لورته بیا وسله‌والې ډلې جیش‌العدل د برید مسؤلیت منلی او ویلي یې دي چې هدف یې د محکمې قاضیان او کارکوونکي وو، کوم چې د دوی په وینا د بلوڅو لپاره د اعدام حکمونه او د کورونو د ویجاړولو پرېکړې کوي.

جیش‌العدل ادعا کړې چې په برید کې یې تر ۳۰ زیات امنیتي او قضایي مامورین وژلي.

مسعود پزشکیان:غواړم افغانستان ته لاړ شم او د اړیکو یو نوی باب پرانیزم

د ایران ولسمشر، مسعود پزشکیان ویلي چې چمتو دی افغانستان ته سفر وکړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوې پاڼه پرانیزي.

پزشکیان دا څرګندونې د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره په یوه ناسته کې کړې دي.

هغه ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراخول باید د تهران د بهرني سیاست له مهمو لومړیتوبونو څخه وي.

د طالبانو حکومت په بند کې د بندې جوړې زوی؛ممکن مور او پلار مې د خراب روغتیايي وضعیت له کبله ژوند له لاسه ورکړي

د طالبانو حکومت په بند کې د برتانوي جوړې زوی جاناتان رینولدز وايي چې مور او پلار یې سخت ناروغه دي او باید ژر روغتون ته ولېږدول شي.

دی وایي، باربي او پیتر له شپږو میاشتو راهیسې په زیرزمیني کې بې‌ له لمر ساتل شوي او روغتیایي حالت یې خراب شوی دی.

رینولدز خبرداری ورکړی، چې ممکن هغوی خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ګاردین په وینا، د برتانیا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له دې جوړې سره لیدنه کړې؛ خو د خلاصون په اړه یې څه نه‌دي ویل شوي.

یادې جوړې له ۱۸ کلونو راهیسې په بامیانو کې د ښوونې برخه کې کار کاوه او د تېر کال په دلوې میاشت کې نیول شوې ده.

د ترکیې ساحلي ګارد؛۳۸ هغه افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې په غیر قانوني ډول یونان ته لاړ شي

د ترکیې ساحلي ګارد وایي، چې ۳۸ افغان کډوال‌یې د دغه هېواد د چناق‌قلعه ښار د آیواجیک سواحلو ته نږدې په یوه پلاستیکي کښتۍ کې نیولي دي، چې له منځه یې شل ماشومان دي.

د ترکیې رسنیو راپور ورکړی، چې دغو کډوالو هڅه کوله، له ترکیې څخه د یونان لیسبوس ټاپو ته په غیرقانوني توګه واوړي.

د چارواکو په وینا، نیول شوي کسان تر طبې معایناتو وروسته د کډوالو د ساتنې او ایستنې مرکزونو ته لېږدول شوي، او د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.

په وروستیو اوونیو کې له خطرناکو لارو اروپا ته د مهاجرت کچه لوړه شوې، او ترکیې د سمندري لارو د څار لپاره امنیتي تدابیر زیات کړي دي.

خیبرپښتونخوا؛پوځیانو سره نښته کې د یو افغان په شمول د ټي‌ټي‌پي درې غړي وژل شوي

0

د پاکستان پوځ ویلي، چې د سوات په ولسوالۍ کې د استخباراتي نښتې پر مهال د تحریک طالبان پاکستان (TTP) درې غړي وژل شوي دي.

د دوی په وینا، وژل شویو کسانو کې یو تن افغان وګړی رحمان‌الله رحماني دی، چې د نورستان ولایت اوسېدونکی و.

پوځیانو د خپلو ځواکونو د تلفاتو په اړه څه نه‌ دي ویلي او تر دې دمه د طالبانو حکومت هم په دې اړه رسماً غبرګون نه‌ دی ښودلی.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنه:غزه کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څلور برابره زیات شوی

0

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي، چې غزه کې په دې وروستیو دوه اوونیو کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر څلور برابره زیات شوی.

دوی وايي، د دوی په کلنیکونو کې د حامله دارو، شیدو ورکوونکو میندو او ماشومانو د سختې خوارځواکۍ شمېر زیات شوی.

یادې ټولنې اسرائیل تورن کړي، چې په قصدي ډول یې خلک له لوږې سره مخ کړي.

د یادونې ده، چې هلته اوس هره ورځ خلک له لوږې مري.

سیستان، بلوچستان؛د محکمې پر ودانۍ برید پای ته ورسېد، چې دوه تنه پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي

0

د ایران په سیستان ـ بلوچستان کې د یوې محکمې پر ودانۍ شوی برید پای ته ورسېد.

ایراني رسینو لیکلي، چې په دې برید کې یوه بلوڅه مېرمن او د هغې ماشوم زوی وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

دوی د ټپیانو کره جزیات نه دي ورکړي؛ خو زیاتوي، چې د څو تنو وضعیت نازک دی.

تر اوسه د برید مسوولیت چا نه دی منلي؛ خو ایران وايي، برید د جیش العدل ډلې کړی.

ټرمپ او نتانیاهو:د حماس سره د اوربند په اړه خبرو ته نور هیله نشته

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دواړو په جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې د حماس سره د اوربند خبرو ته نور هیله نه لري.

نتانیاهو ویلي چې اسراییل اوس د حماس د واک پای ته رسولو او د یرغملو د خلاصون لپاره بدیلې لارې ارزوي.

ټرمپ هم ویلي چې حماس د توافق نیت نه درلود او اوس وخت دی چې دې کار ته پای ورکړل شي.

ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې د حماس مشران به تعقیب شي.

بل لورته حماس ویلي، چې خبرې جوړونکې وې او که اسراییل رښتینی اراده لرلی، توافق به ممکن و.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې خلک د لوږې له سخت ناورین سره لاس او ګریوان دي.