شنبه, مې 23, 2026
Home Blog Page 449

ټرمپ او نتانیاهو:د حماس سره د اوربند په اړه خبرو ته نور هیله نشته

0

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دواړو په جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې د حماس سره د اوربند خبرو ته نور هیله نه لري.

نتانیاهو ویلي چې اسراییل اوس د حماس د واک پای ته رسولو او د یرغملو د خلاصون لپاره بدیلې لارې ارزوي.

ټرمپ هم ویلي چې حماس د توافق نیت نه درلود او اوس وخت دی چې دې کار ته پای ورکړل شي.

ډونالډ ټرمپ ګواښ کړی چې د حماس مشران به تعقیب شي.

بل لورته حماس ویلي، چې خبرې جوړونکې وې او که اسراییل رښتینی اراده لرلی، توافق به ممکن و.

دا په داسې حال کې ده چې د غزې خلک د لوږې له سخت ناورین سره لاس او ګریوان دي.

تاجکستان؛افغان زده‌کوونکو ته ۲۵ تحصیلي بورسونه ورکړي

تاجکستان د افغان زده‌کوونکو لپاره د سامانیان ښوونځي له لارې ۲۵ تحصیلي بورسونه اعلان کړي دي، چې پکې نجونو ته لومړیتوب ورکړل شوی دی.

دا ښوونځی په دوشنبه ښار کې د افغان مهاجرینو لپاره جوړ شوی و.

د افغانستان سفیر ظاهر اغبر ویلي، د مستحقو زده‌کوونکو ټاکلو لپاره ازموینه د اسد په ۳مه ترسره کېږي، او نوملړ به د تاجکستان د معارف او لوړو زده‌کړو وزارت ته وسپارل شي.

هغه ویلي، د تاجکستان چارواکو د افغان نجونو د زده‌کړو دوام ته ژمنتیا څرګنده کړې.

د یادونې ده چې دا ښوونځی له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې فعالیت لري.

د افشا شویو معلوماتو له امله؛سلګونه افغانان له بریتانیا د غرامت غوښتنه کوي

په بریتانیا کې سلګونه افغانان، چې د پناه غوښتنې یا له پخوانیو برتانوي ځواکونو سره د همکارۍ له امله‌یې شخصي معلومات افشا شوي، له بریتانوي دفاع وزارت د تاوان غوښتنه کړې ده.

دا معلومات په ۲۰۲۲ کال کې د وزارت یوه کارکوونکي په تېروتنه خپاره کړي وو، چې شاوخوا ۱۹ زره افغانان‌یې اغېزمن کړي دي.

تر دې دمه شاوخوا ۳۷۰۰ تنه بریتانیا ته لېږدول شوي؛ خو نورو یې مرسته نه ده ترلاسه کړې.

حقوقي شرکتونه وایي، ممکن د زیانمنو کسانو لپاره د غرامت اندازه تر زرګونو پونډو پورې وي، او هغو ته چې لا هم په افغانستان کې دي، ښايي لوړه اندازه ورکړل شي.

د بریتانیا دفاع وزارت وایي، دا ادعاوې فرضي دي او دوی به د هر ډول قانوني اقدام یا غرامت ورکولو پر ضد دفاع وکړي.

اسحاق ډار:له طالبانو سره مو اړیکې ښې شوې؛ خو لا مو په رسمیت نه‌دي پېژندلي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، اسحاق ډار ویلي چې هېواد یې د افغانستان د ثبات او ګډو ګټو لپاره د هر مثبت اقدام ملاتړ کوي؛.خو نه غواړي د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

نوموړي دا څرګندونې د امریکا په اتلانتیک شورا کې له خبریالانو سره خبرو کې کړې.

اسحاق ډار ویلي، پاکستان تر اوسه طالبان په رسمیت نه‌دي پېژندلي؛ خو د نورو هېوادونو په څېر یې له دې ډلې سره بشردوستانه اړیکې تر دیپلوماتیکو لوړې کړې دي.

هغه د افغانستان له مخالفو ډلو سره د خبرو احتمال رد نه کړ؛ خو ټینګار یې وکړ چې پاکستان د نه‌مداخلې اصل ته ژمن دی.

ډار زیاته کړه، پاکستان ترورېزم کې تر ټولو ډېر زیان لیدلی، زرګونه کسان یې له لاسه ورکړي او میلیارډونه ډالر یې مصرف کړي، څو دا ګواښ مهار کړي.

نوموړي دا هم وویل چې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه د هغه هېواد خپلواک تصمیم دی؛.خو پاکستان دا وخت مناسب نه ګڼي چې طالبان په رسمیت وپېژني.

ډونالډ ټرمپ:که د مهاجرت مخه و نه نیول شي، اروپا به له منځه ولاړه شي

0

د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، په اروپا کې د مهاجرت پر وضعیت نیوکه کړې او دا یې «وېرونکی یرغل» بللی دی.

نوموړي د خپل څلور ورځني سفر په پیل کې چې سکاتلنډ ته رسېدلی، ویلي: «که د مهاجرت مخه و نه نیول شي؛ نو اروپا به له منځه ولاړه شي.»

ټرمپ د هغو اروپايي مشرانو ستاینه وکړه چې د مهاجرت پر وړاندې یې دریځ نیولی؛ خو له نوم اخیستلو یې ډډه وکړه.

نوموړي زیاته کړې چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې هېڅ مهاجر امریکا ته نه دی داخل شوی.

ټرمپ د مهاجرت ضد سیاستونه د خپل سیاسي دریځ مهمه برخه بللې ده.

د ازادۍ جبهه:له طالبانو سره د آلمان تعامل د اساسي قانون خلاف دی

د افغانستان د ازادۍ په نوم جبهې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ته په یوه رسمي یادداشت کې لیکلي چې له طالبانو سره هر ډول تعامل او د کډوالو اخراج، د آلمان د اساسي قانون له نه‌بدلېدونکو اصولو او د بشر حقونو له اروپایي کنوانسیون سره په ټکر کې دی.

دا یادداشت چې د اسد په ۳مه خپور شوی، ټینګار کوي چې له طالبانو سره باید یواځې د ملګرو ملتونو تر څار لاندې، او د افغانستان د پخواني حکومت له دیپلوماتانو سره په همغږۍ تعامل وشي.

یادې جبهې خبرداری ورکړی چې دا کار به یو داسې ډله مشروع کړي چې د بشر حقونو او د آلمان د اساسي قانون ښکاره ناقض ده.

بل لورته د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د افغانانو د ستونزو د حل لپاره یې د طالبانو دیپلوماتان منلي دي.

مارکو روبیو:د فرانسې پرېکړه د حماس په ګټه او د سولې پر ضد ده

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې پر طرحې نیوکه کړې او دا یې بې‌ملاحظې اقدام بللی دی.

نوموړي ویلي چې دا پرېکړه یوازې د حماس په ګټه ده او د سولې بهیر شاته بیايي.

روبیو دا څرګندونې په خپل ایکس کې کړي او زیاته کړې یې ده چې د پاریس پرېکړه د اکتوبر د اوومې د قربانیانو سپکاوی دی.

دا څرګندونې داسې مهال شوي چې فرانسې اعلان کړی، چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې به د سعودي عربستان په ګډون د سیمې له هېوادونو سره یو ځای د سولې یو کنفرانس جوړ کړي، څو د دوو دولتونو حل‌لاره وړاندې بوزي.

عربي هېوادونو؛د فرانسې له لوري د فلسطین د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی

0

یو شمېر عربي هېوادونو د فلسطین د رسمیت پېژندلو په اړه د فرانسې له پرېکړې هرکلی کړی دی.

د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت دا پرېکړه «تاریخي» بللې او د فلسطین د خپل برخلیک ټاکلو حق یې ګڼلی.

سعودي عربستان له نورو هېوادونو هم غوښتي چې د فرانسې په څېر فلسطین په رسمیت وپېژني.

قطر، عمان او کویت هم په جلا جلا اعلامیو کې د فرانسې دا ګام مثبت، مشروع او د عادلانه حل پر لور بللی دی.

فرانسوي ولسمشر امانوئل مکرون ویلي، پاریس به د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ کې فلسطین په رسمیت وپېژني.

مسعود پزشکيان:د کرج بند د اوبو کچه ۴۸ متره کمه شوې، خلکو نه د سپما غوښتنه کوو

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان د دغه هېواد د اوبو د بحران په اړه ویلي چې د کرج بند د اوبو کچه ۴۸ متره راټیټه شوې ده.

هغه ویلي، هڅې روانې دي چې د طالقان له اوبو د البرز او تهران د اوبو ستونزه لږه حل شي.

نوموړي زیاته کړې، وضعیت د ثبات وړ دی؛ خو له خلکو یې د اوبو د لا ډېرې سپما غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د ایران د اوبو ستونزه بحراني حالت ته رسېدلې او رژیم باید د اټومي وسلو پر ځای د خلکو ژوند ته لومړیتوب ورکړي.

کریم خرم:د نجونو زده‌کړې د ننني ژوند بنسټیز اصل دی

د پخواني ولسمشر حامد کرزي د دفتر رییس کریم خرم وايي، چې نننۍ نړۍ کې د خپلواکۍ او عزت لپاره علم او تکنالوژي اړینه ده.

نوموړی زیاتوي، چې د وسلو جګړه اوس د فزیکي زور پر ځای د پرمختللي علم او ټیکنالوژۍ له لارې کېږي او هغه هېوادونه چې هوایي دفاع ونه لري، په جګړو کې بریالي نشي پاتې کېدی.

خرم ټینګار کړی چې د ښځو او نارینه‌وو دواړو علم د ننني ژوند بنسټیز اصل دی.