چهارشنبه, اپریل 22, 2026
Home Blog Page 447

ترکمنستان او اروپايي اتحادیه؛د افغانستان د وضعیت په اړه غږېدلي

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال احمد قربانوف او د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د آسیا څانګې استازې پاولا پامپولوني د افغانستان د وضعیت او د سیمې د امنیت په اړه خبرې کړې دي.

قربانوف ویلي، ترکمنستان هڅه کوي د سولې او دوامدار پرمختګ لپاره هغه نوښتونه عملي کړي چې د افغانستان د ثبات سبب ګرځي. نوموړي ټینګار کړی چې د بشري مرستو دوام هم د عشق‌آباد د مهمو همکاریزو اقداماتو برخه ده.

دواړو لورو د ستراتیژیکو بنسټیزو پروژو، لکه د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د اورګاډي پټلۍ جوړول او د انرژۍ او ترانسپورت نوي دهلیزونه، مهم وبلل.

کاسپین پست د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په حواله لیکلي، قربانوف او پامپولوني چمتو دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د علاقې وړ موضوعاتو په برخه کې ګډ کار ته دوام ورکړي.

عباس عراقچي:تر څو چې د اسراییلو بریدونه دوام لري، د اټومي پروګرام په اړه خبرې نه کوو

د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي وایي، تر هغو چې د اسراییلو تېری پای ته نه وي رسېدلی، له امریکا یا نورو هېوادونو سره د اټومي پروګرام په اړه خبرې نه کوي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې اروپا هڅه کوي ایران بېرته د خبرو مېز ته راولي.

بل‌خوا د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، اسراییل ته به د بریدونو د درولو لپاره فشار ور نه کړي، او دا هم شک لري چې اروپا دې د ایران او اسراییلو ترمنځ اوربند ته لاره هواره کړي.

ټرمپ زیاته کړې، ایران غواړي له امریکا سره خبرې وکړي، نه له اروپا سره.

ایران؛تهران او قم کې د ریختر په کچه ۵.۲ درجې زلزله شوې

ایراني رسنیو خبر ورکړی، چې څو شېبې وړاندې په تهران او قم کې د زوروې زلزلې ټکانونه محسوس شوي.

دا زلزله د ځمکې په لس کیلومتره ژوروالی کې شوې.

د رسنیو د معلوماتو له مخې، د زلزلې شدت د ریختر په کچه ۵.۲ درجې اټکل شوی دی.

خالد ځدراڼ:زلاله هاشمي په خپله خوښه له کور وتلې، د تښتونې کومه نښه نه لېدل کېږي

د طالبانو حکومت د کابل امنیه قومندانۍ ویاند، خالد ځدراڼ ویلي چې د پخوانۍ سندرغاړې زلاله هاشمي د ورکېدو په اړه خپاره شوي راپورونه او اوازې د طالبانو له‌خوا تر لومړنۍ څېړنې لاندې نیول شوي دي.

نوموړي وضاحت ورکړی چې تر اوسه پورې د پلټنو موندنې ښيي چې زلاله هاشمي د زور یا اجباري تښتونې پرته، پخپله خوښه له کوره وتلې ده.

د هغه په وینا، د تښتونې یا کوم بل زور زیاتي نښې ندي موندل شوي.

ځدراڼ زیاته کړه چې دا موضوع لا هم د طالبانو له‌خوا څېړل کېږي او که اړتیا وي، نو نور جزئیات به له رسنیو سره شریک کړي.

غزه؛مرستو ته راټول شوي ۳۵ فلسطینیان اسرائیلو وژلي

د جمعې په ورځ لږ تر لږه ۳۵ فلسطینیان هغه مهال ووژل شول، چې د غزې په منځ کې د بشري مرستو ترلاسه کولو لپاره راټول شوي وو.

د العودة روغتون سرچینو الجزیرې ته ویلي، دا کسان د اسرائیلي سرتېرو د مستقیمو ډزو له امله وژل شوي، چې د خوړو د صف په کرښه کې ولاړ وو.

له دې سره هممهاله، د اسرائیلو جنګي الوتکو د دیرالبلح لوېدیځ کې یو کور بمبار کړی، چې لږ تر لږه ۸ کسان پکې وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي دي.

ملګرو ملتونو کې؛د چین او پاکستان استازو پر ایران د اسرائیل بریدونه وغندل

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه کې د چین او پاکستان استازو د اسرائیلو له لوري پر ایران برید وغنده او د ژر تر ژره اوربند غوښتنه یې کړې.

د پاکستان استازي ویلي چې دا بریدونه ټولې نړۍ ته ګواښ دي او ټینګار یې کړی چې د سولې لپاره باید یو بل چانس ورکړل شي.

د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې مشر ویلي چې په برید کې کوم جدي اټومي تشعشات نه دي ثبت شوي، خو زیاته کړې چې اټومي تأسیسات باید هېڅکله هدف ونه ګرځي.

ایران؛د اسرائیل په ځینو ښارونو د بالستیک توغندي کارولي

ایران د اسراییلو پر بېلابېلو ښارونو باندې د نوې لړۍ توغندیزې حملې پيل کړې دي.

د راپورونو له مخې، د ایران له لوري تر ۳۰ زیات بالستیک توغندي د تل‌ابیب، قدس او حیفا پر لور توغول شوي دي.

ایراني دولتي رسنیو دغه بریدونه تایید کړي؛ خو تر اوسه د دې حملو د پایلو، احتمالي تلفاتو او مالي زیانونو په اړه کوم رسمي جزئیات نه دي ورکړل شوي.

سراج الدین حقاني:د شیخ هبت الله اطاعت د نظام پر وړاندې د وفادارۍ لومړنی شرط دی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر، سراج‌الدین حقاني، په پکتيا کې يوې غونډې ته ويلي چې د طالبانو حکومت د مشر، شیخ هبت‌الله اخندزاده، اطاعت د نظام پر وړاندې د وفادارۍ شرط دی.

نوموړي ويلي، چې د سړکونو، بندونو او نورو پروژو لپاره صبر ته اړتیا ده.

ښاغلي حقاني دغه راز زیاته کړې، چې د ځينو پرمختيايي پروژو مالي لګښتونه يې خپله برابر کړي؛ خو د منابعو کموالی او داخلي اختلافونه يې د ځنډ سبب شوي.

د سپاه پخوانی قومندان:اوسنی اوربند به د نوې جګړې پیل ته زمینه برابره کړي

د ایران د سپاه پاسداران پخواني قومندان او د نظام د مصلحت د تشخیص شورا غړي محسن رضایي ویلي، چې اوسنی اوربند به د نوې جګړې پیل ته زمینه برابره کړي.

هغه ټینګار کړی چې دښمن دا مهال په کمزوري حالت کې دی، او باید دا فرصت ور نه کړل شي چې د اوربند له لارې بېرته ځواکمن شي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو ورځو راهیسې د ایران او اسرائیلو ترمنځ نښتې دوام لري.

ایران؛د اسراییلو یو شمېر ودانۍ په توغندیو ویشتي

ايران نن سهار د اسرائيلو په سويل کې بئر السبع سیمه په نښه کړې.

اسرائيلي رسنيو هم د ايراني توغندي د لګېدو تائيد کړی؛ خو د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

د یادې سیمې ښاروال ویلي، چې هلته ځینې ودانۍ په نښه شوې دي.

بل لورته اسرائيلو هم نن سهار د ايران بېلابېلې برخې نښه ګرځولې دي.