چهارشنبه, مې 27, 2026
Home Blog Page 428

حامد کرزی:پر نورستان د پاکستان بریدونه غندم؛ دوی باید د افغانستان ملي حاکمیت ته ژمن پاتې شي

پخواني ولسمشر حامد کرزي پر نورستان د پاکستان بریدونه وغندل.

کرزي پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې پاکستان باید د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی وکړي.

د کرزي يه خبره، اسلام اباد باید له کابل سره نیکو اړیکو جوړولو ته را ودانګي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د پاکستان له لوري پر نورستان بریدونه شوي وو؛ خو د طالبانو حکومت چارواکو یې په اړه څه ونه ویل.

بل لورته ټولنیزو رسنیو کې د یادو بریدونو په اړه خبرونه لاس په لاس شوي وو.

ایټالیا کې؛د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبېدو پېښه کې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه شوي

0

د ایټالیا د لامپدوسا ټاپو ته نېږدې د کډوالو دوه کښتۍ ډوبې شوي چې له امله یې لږ تر لږه ۲۶ کسان مړه او ۶۰ نور ژغورل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې په وینا، په دواړو کښتیو کې شاوخوا ۹۵ کسان سپاره وو چې له لیبیا نه یې اروپا ته سفر کاوه.

د ژغورل شویو کسانو له ډلې ۵۶ نارینه او څلور ښځې دي.

چارواکي وايي، ښايي نور کسان لا هم ورک وي.

د یادونې ده چې د روان کال له پیل راهیسې په منځني مدیترانه کې د اروپا پر لور د تګ پر مهال لږ تر لږه ۶۷۵ کسان ژوند له لاسه ورکړی دی.

پاشدان بند؛نن د طالبانو حکومت له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هرات ولایت د کرخ ولسوالۍ پاشدان بند نن د طالبانو حکومت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نوموړي ویلي، دغه بند د وچکالۍ د کمېدو، د کرنیزو ځمکو د خړوبولو او د بزګرانو د ستونزو د حل لپاره مهم دی.

پاشدان بند د ۵۴ میلیونه متر مکعب اوبو د زېرمه کولو، ۱۳ زره هکټاره ځمکو د خړوبولو او دوه میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

ملا برادر د ملي او سیمه‌ییزو پروژو ملاتړ ته د طالبانو د حکومت ژمنتیا څرګنده کړه او پر پانګوالو یې غږ و
کړی چې په بېلابېلو سکټورونو کې پانګونه وکړي.

متقي اسحاق ډار ته:خوشاله یم، چې تا او ورور ولس ته د خپلواکۍ د ورځې مبارکي وایم

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پاکستان ته د ازادۍ د ورځې مبارکي ورکړې.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ته په یو لیک کې لیکلي، چې دوی د پاکستان ورور ولس ته د دغې ورځې مبارکي ورکوي.

لیک کې راغلي، چې د طالبانو حکومت له پاکستان سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

امیرخان متقي دغه راز اسحاق ډار ته د ښه صحت غوښتنه کړې.

امرالله صالح:د پرسونل ضد او د وسایطو ضد ماینونو د پېرلو پلوی وم

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستيال امرالله صالح ويلي چې دی د پرسونل ضد او د وسايطو ضد ماينونو د پېرلو او د طالبانو پر لارو د پراخ ښخولو پلوي و.

نوموړي افغانستان انټرنیشنال ته په يوه ليکنه کې ليکلي چې د جمهوريت پر مهال د امنيتي ځواکونو له سترو کمزورتياوو يو د ماينونو نه کارول وو، ځکه افغانستان د ماين د نه کارولو تړون لاسليک کړی و.

صالح زياته کړې، د ماينونو کارولو وړانديز يې د ناټو له مخالفت سره مخ شو او له بهره د ماين پېرلو هڅې يې ناکامې شوې؛ خو د سقوط لس ورځې مخکې پخواني ولسمشر غني ورته وويل چې د ماين جوړونې وړانديز شوی ماشين فعال کړي.

د ده په وينا، هغه وخت پېښې چټکې شوې او د پلان بشپړېدل پاتې شول.

نوموړي ټينګار کړی چې غوښتل يې د ماين جوړونې کارخانې جوړې کړي؛ خو وخت او شرايطو يې اجازه ورنه کړه.

د جمهوري نظام د پرځیدو او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د واک ته رسېدو د څلورمې کلیزې په درشل کې ښاغلي صالح په دې لیکنې کې د افغان سیاستوالو، د خلیلزاد په رول او واشنګټن ته د پخواني ولسمشر اشرف غني د سفر په اړه ډېرې ناویلې خبرې کړي.

پاکستان؛کراچۍ کې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو له کبله هوايي ډزو کې ۸۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اګست ۱۴مې د خپلواکۍ د ورځې د لمانځلو پر مهال په بېلابېلو سيمو کې د هوايي ډزو له امله د يوې نجلۍ په ګډون درې کسان وژل شوي او له اويا ډېر نور ټپيان شوي دي.

د ځایي پوليسو د معلوماتو له مخې، ډېری ټپيان د مرميو او د ښيښو د ماتېدو څخه ژوبل شوي دي.

پوليس وايي، د دغو پېښو په تړاو له شلو زيات کسان نيول شوي او پلټنې روانې دي.

د یادونې ده چې د کراچۍ په ګڼ مېشتو سيمو کې هر کال د خپلواکۍ په شپه هوايي ډزې د مرګ‌ژوبلې لامل ګرځي.

ډونالډ ټرمپ:که پوتين د اوکراين سولې ته غاړه کېنږدي، له سختو عواقبو به سره مخ شي

0

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خبرداری ورکړی چې که د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراين کې د سولې له هوکړې سره موافقه ونه کړي، له سختو عواقبو سره به مخ شي.

ټاکل شوې ده ټرمپ او پوتين سبا د الاسکا په ايالت کې د اوکراين د درې نيم کلنې جګړې د پای په اړه خبرې وکړي.

ټرمپ ويلي، که لومړۍ ناسته مثبته وي، ښايي ژر د پوتين او د اوکراين د ولسمشر زلنسکي په ګډون بله درې اړخيزه غونډه هم ترسره شي.

هغه د احتمالي عواقبو جزييات نه دي څرګند کړي.

ولادیمیر زلنسکي؛د ډونالډ ټرمپ سره خبرو کې د جګړې د پای سرې کرښې اعلان کړې

0

د اوکراين ولسمشر ولادیمیر زلنسکي د امريکا له ولسمشر ډونالد ټرمپ سره د ويډيويي خبرو پر مهال د جګړې د پای لپاره خپلې سرې کرښې څرګندې کړې دي.

د فرانسې ولسمشر امانويل مکرون ويلي چې ټرمپ منلې ده چې د ځمکې د هر ډول معاملې خبرې بايد د اوکراين په شتون کې وشي.

زلنسکي د جګړې وروسته د امنيتي ضمانتونو لپاره د ټرمپ له ملاتړ خبر ورکړی او د درې اړخيزې ناستې وړانديز يې کړی دی.

ټرمپ هم خبرداری ورکړی چې که پوتين جګړه ونه دروي، روسيه به له جدي پايلو سره مخ شي.

ټاکل شوې ده چې د ټرمپ او پوتين کتنه د اګست په ۱۵مه په الاسکا کې ترسره شي.

سيګار:طالبان او د ملګرو ملتونو ځينې چارواکي د نړيوالو مرستو په ویش کې تباني کوي

د افغانستان لپاره د امریکا د بيا رغونې ځانګړي څارونکي دفتر (سيګار) ويلي چې طالبان د زور او د ملګرو ملتونو له ځينو چارواکو سره په تباني نړيوالې مرستې د خپلې ګټې لپاره اړوي.

د راپور له مخې، طالبان د مرستندويه ادارو فعاليتونه کنټرولوي، مرستې د زياتره پښتنو سيمو ته اړوي، لږکيو ته د لاسرسي مخه نيسي او له کارکوونکو باج اخلي.

سيګار ادعا کوي چې يو افغان مرستندويه ادارې کارکوونکی د دې موضوع د افشا کولو له امله وژل شوی دی.

د اګست ۲۰۲۱ تر اپرېل ۲۰۲۵ پورې افغانستان ۱۰.۷۲ ميليارده ډالره نړيوالې مرستې تر لاسه کړې چې ۳.۸۳ ميليارده يې د امريکا له خوا ورکړل شوي.

راپور همدارنګه د ملګرو ملتونو د ځينو چارواکو له خوا د قراردادونو په بدل کې د رشوت اخيستو تورونه مطرح کوي.

ملګرو ملتونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

فصيح‌الدين فطرت:امريکا زموږ له حکومت ځينې غوښتنې لري؛ خو مونږ يې نه عملي کوو

د طالبانو حکومت لوی درستيز فصيح‌الدين فطرت د طالبانو د بيا واکمنېدو د څلورمې کليزې په مناسبت په يوه مرکه کې د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام هوايي اډې او پوځي نندارې په اړه څرګندونو ته په غبرګون کې هغه «بخيل» وباله.

فطرت ویلي، چې د طالبانو حکومت د ۱۵۰ تر ۲۰۰ زرو سرتېرو پوځ جوړوي چې اوسنی شمېر يې بسنه کوي.

نوموړي ادعا کړې چې امريکا د طالبانو له حکومت ځينې غوښتنې لري؛ خو دوی يې نه عملي کوي او له همدې امله واشنګټن ورته ستونزې جوړوي.

هغه ټينګار کړی چې بګرام هېڅ بهرني هېواد ته نه ورکوي او په دې اړه مذاکرات نه کوي.

راپورونه وايي، امريکا د طالبانو له حکومت غواړي چې د ښځو پر وړاندې خپلې تګلارې او د حکومت جوړښت بدل کړي، خو تر اوسه يې د دوی حکومت په رسميت نه دی پېژندلی.