جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 426

سي‌ان‌‌بي‌ایس:کلاډفلر کې پراخې تخنیکي ستونزې د ایکس، لیګ آف لیجنډز او ګڼو ویبپاڼو فعالیت ګډوډ کړی

0

د سي‌ان‌بي‌ايس د راپور له مخې، نن له سهار راهیسې د Cloudflare په سیستم کې د پراخې تخنیکي ستونزې له امله د ایکس (پخواني ټویټر)، League of Legends او ګڼو نورو ویبپاڼو او اپلیکیشنونو کار ګډوډ شوی او کاروونکي یې د ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

کلاډفلر کمپنۍ ویلي چې د “500 خطاګانو” د زیاتېدو له کبله یې ډېر خدمات بند شول، خو تخنیکي ټیمونه د ستونزې د حل په موخه هڅې کوي.

د سي‌ان‌بي‌ايس د راپور له مخې، شرکت زیاتوي چې ډېری برخې بېرته عادي کېدو ته نږدې دي، خو ښايي ځینې کاروونکي لا هم خطاګانې وویني.

تر اوسه روښانه نه ده چې ستونزه ولې رامنځته شوې، خو دا ګډوډي په نړیواله کچه د میلیونونو کاروونکو پر انلاین فعالیت اغېزمنه شوې ده.

د طالبانو حکومت؛مدینه منوره کې د ټرافیکي پېښې له امله د هندي حاجیانو په وژل کېدو له هند سره خواخوږي څرګنده کړې

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د مدینې منورې په یوه ټرافیکي پېښه کې د هندي حاجیانو د وژل کېدو په اړه خواشیني څرګنده کړې ده.

د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپاره شوي بیان کې د هند له حکومت او خلکو سره د دې غمیزې په تړاو خواخوږي او همدردي شریکه کړې ده.

په یاده پېښه کې ۴۳ هندي حاجیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د طالبانو حکومت؛د صنعت او سوداګرۍ وزیر سبا هند ته په رسمي سفر ځي

یو شمېر باوري سرچینو رسنیو ته ویلي چې د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي به سبا د رسمي سفر په موخه د هند پلازمېنې نوي ډیلي ته روان شي.

ویل کېږي چې نورالدین عزیزي به ددغه سفر پر مهال د هند له دولتي چارواکو سره د سوداګرۍ د پیاوړتیا، د دواړو لورو ترمنځ د صادراتو او وارداتو د پراختیا او ګډو اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو د حکومت او پاکستان ترمنځ اقتصادي اړیکې سختې ترینګلې شوي دي.

د طالبانو حکومت:په تورخم کې ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه چې پاکستان نه راوړل کېده، ونیول شوه

د ننګرهار د طالبانو حکومت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۵۰۰ کیلو ګرامه د کبانو غوښه چې په ناقانونه ډول د تورخم له لارې راوړل کېده، د یو ګډ پلاوي له خوا کشف او ضبط شوې ده.

د ریاست ویاند اجمل سبحاني وایي، دغه غوښه د نیول کېدو وروسته له منځه یوړل شوه.

همدارنګه د یاد ریاست رییس محمد ولي محسن ټینګار کړی چې د «اسلامي امارت» د رهبرۍ له حکم سره سم له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې تړل شوي او سوداګرو ته سپارښتنه شوې چې له قاچاقي راوړنو او ناقانوني کاروبار څخه ډډه وکړي.

د طالبانو حکومت او جاپان؛د لرغونو اثارو د ساتنې او فرهنګي همکاریو په اړه خبرې کړې

د طالبانو حکومت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره کتلي او د افغانستان د لرغونو اثارو د ساتنې او فرهنګي همکاریو په اړه یې خبرې کړې.

په دې ناسته کې دواړو خواوو د تاریخي میراث د خوندي کولو ژمنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا یوازې د افغانستان مسوولیت نه دی، بلکې د نړیوالې ټولنې ګډ مسؤلیت دی.

همدارنګه دواړو خواوو ژمنه کړې چې په راتلونکې کې به خپلې همکارۍ نورې هم پراخې کړي.

پاکستاني رسنۍ:د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ خونې له اسلام‌اباد غوښتي چې د مال وړونکو لاریو تګ راتګ ته اجازه ورکړي

پاکستاني رسنیو ویلي چې د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګرۍ خونې په یو تازه بیان کې له اسلام‌اباده غوښتنه شوې چې د افغان سوداګرو د مال وړونکو لاریو تګ راتګ ته اجازه ورکړي.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بار وړونکو موټرو بندښت دواړو لورو ته مالي زیان اړوي او باید د زیان د پراخېدو د مخنیوي لپاره ژر تر ژره پرېکړه وشي.

د ګډې خونې مسوولینو دا هم ویلي چې پاکستان باید له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې بیارغونې او همکاریو ته په کتو بېرته پرانیزي ترڅو سوداګریز بهیر عادي حالت ته ستون شي.

ایران؛د افغانستان او پاکستان د ترینګلتیا د حل لپاره د ډسمبر په منځ کې سیمه‌ییزه غونډه جوړوي

د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سعید خطیب‌زاده له یوه روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې هېواد به یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شخړو د هواري لپاره د ډسمبر میاشت په منځ کې ځانګړې ناسته ترسره کړي.

نوموړي زياته کړې چې په دې غونډه کې به د سيمې ټول ګاونډيان، په ځانګړي ډول روسيه او چين، ګډون ولري.

خطیب‌زاده د غونډې اصلي اجندا د سيمې د مهمو مسایلو ارزونه او د افغانستان د ثبات د ملاتړ لپاره د سيمه‌ييزو همکاريو پياوړتيا بللې ده.

امیرخان متقي؛عباس عراقچي سره تېرو لسو ورځو کې دوهم ځل تلیفوني خبرې کړې

د طالبانو حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو په تېرو لسو ورځو کې دوهم ځل تلیفوني خبرې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویل شوي چې په دغه تماس کې د دواړو هېوادونو اړیکې او د سیمې روان وضعیت تر بحث لاندې نیول شوی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي یو ځل بیا ټینګار کړی چې تهران د سیمې د سولې او ثبات د ساتلو لپاره د ګډ کار بشپړه اراده لري او هېوادونه باید د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د خبرو اترو بهیر پیاوړی کړي.

د بیان له مخې، امیرخان متقي د ترسره شوو ډیپلوماټیکو هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د سیمې دوامدارې مشورې کولی شي د وضعیت په ښه والي کې مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ایران له وړاندې خبر ورکړی و چې د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو لپاره د یوې سیمه‌ییزې ناستې د جوړولو هڅې روانې دي.

شهباز شریف:د اسیا پراختیایي بانک دوه میلیارد ډالر پور راکوي

0

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د کراچۍ د سفر پر مهال ویلي چې د اسیا پراختیايي بانک له هېواد سره یې د دوه میلیارد ډالرو نوی پور منظور کړی.

د ده په وینا، دغه مالي ملاتړ به د اوسپنې پټلۍ د مهمو پروژو د چټکولو سبب شي.

هغه د کراچۍ د اوسپنې پټلۍ د پروژو ارزونه کړې او د کېنټ سټیشن د نوسازۍ پرانیسته یې هم ترسره کړې.

نوموړي ټینګار کړی چې حکومت د رېلوې د عصري کولو په لور ګړندی حرکت کوي او نړیوال مالي مرسته به دغه هڅې نوره هم پیاوړې کړي.

اسوشیټېډ پرېس:په نایجېریا کې وسله‌والو د لیسې ۲۵ نجونې تښتولې؛ یو کارکوونکی وژل شوی

0

د نایجېریا چارواکي وایي چې پرون دوشنبه وسله وال کسان د هېواد په شمال لوېدیځ کې یوې لیسې ته ننوتلي او له ځانه سره یې ۲۵ نجونې زده کوونکې وړې.

د برید پر مهال د ښوونځي یو کارکوونکی هم وژل شوی دی.

د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دې تښتونې مسوولیت نه دی منلی او نه هم څرګنده ده چې تښتوونکو دا کار د کوم هدف لپاره کړی.

په نایجېریا کې د زده کوونکو د تښتونې پېښې نوې نه دي؛ په ۲۰۱۴ کال کې د بوکو حرام ډلې په یوه مشهور برید کې له یوې لیسې څخه نږدې ۲۷۰ نجونې وړې وې چې هغه پېښې نړیوال غبرګونونه راپارولي وو.