سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 425

د طالبانو حکومت د برېښنا شرکت:د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی کابل ته راغلي

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د برېښنا شرکت اعلان کړی چې د اوزبېکستان د انرژۍ وزیر جورابیک میرزا محمدوف او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی عصمت‌الله ایرګاشیف کابل ته په رسمي سفر راغلي دي.

دوی د امارتي شرکتونو د رییس احمدجان بلال او د برېښنا شرکت د عمومي اجرائیوي رییس عبدالباري عمر سره لیدلي دي.

په نږدې شیبو کې تمه ده چې د افغانستان برېښنا شرکت او د اوزبېکستان استازي د څلورو مهمو پروژو تړونونه لاسلیک کړي.

خیبرپښتونخوا؛کوهاټ کې نامعلومو وسله‌والو اووه تنه وژلي

0

د خیبر پښتونخوا په کوهاټ ولسوالۍ کې اووه تنه د نامعلومو وسله‌والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.

پولیس وايي، وژل شوي کسان چې عمرونه یې له ۱۷ تر ۳۱ کلونو پورې ښودل شوي، د ټنډه بند له لیدو را ستنېدل، چې ناڅاپه پرې وسله‌والو ډزې وکړې.

تر اوسه کومې ډلې د پېښې مسوولیت نه دی منلی.

د پاکستان حکومت هم د وژل شویو کسانو هویت نه دی څرګند کړی.

حامد کرزی:پښتونخوا او بلوچستان کې د سیلاب ځپلو خلکو په درد دردمن یم

پخواني ولسمشر حامد کرزي په پښتونخوا او ګلګت کې د سیلابونو له امله خلکو ته په اوښتې مرګ‌ژوبلې خواشیني ښودلې.

کرزي ویلي، چې دی د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د تسلیت مراتب شریکوي.

د یادونې ده، چې هلته د وروستیو سیلابونو له امله تر ۳۵۰ ډېر کسان ووژل شول او ګڼ شمېر نو ټپیان شول.

ډونالډ ټرمپ:ولادیمیر پوتین له اوکراین څخه د ډونېتسک ټوله سیمه غواړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې اوکراین باید د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له روسیې سره هوکړې ته ورسېږي، ځکه په وینا یې «روسیه ستر ځواک دی؛ خو اوکراین داسې نه دی.»

د رویټرز د راپور له مخې، دغه څرګندونې هغه مهال وشوې چې ټرمپ په الاسکای کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره ولیدل.

رویټرز وایي، پوتین د اوکراین د لا نورو سیمو غوښتنه کړې او ټرمپ د هغه غوښتنې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي ته هم رسولي دي.

ویل شوي پوتین ټوله ډونېتسک سیمه غواړي او غواړي چې زېلېنسکي یې ومني.

اسرایيل؛د غزې د شمالي برخو د تخلیې چمتووالی نیسي

0

د رویټرز د راپور له مخې، د اسرایيلو پوځ د غزې د شمالي برخې د تخلیې لپاره چمتووالی نیسي.

چارواکو اعلان کړی چې له نن یکشنبې څخه به د سیمې اوسېدونکو ته خېمې او د لنډمهالي مېشتېدو نور وسایل ورکړي او د غزې سویل ته به یې انتقال پیل کړي.

غزه چې نږدې ۲.۲ میلیونه وګړي لري، د اسرایيلو په خبره د دې لپاره خالي کېږي چې ولسي وګړي خوندي پاتې شي.

په ورته وخت کې د اسرایيلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ټولې غزې د نیولو او لاندې کولو پلان هم پر مخ وړي.

د طالبانو حکومت؛د زمري ۲۸مه، د خپلواکۍ د کلیزې په مناسبت په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړه

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ لمریز کال د زمري ۲۸مه، د سې شنبې په ورځ د هېواد د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ورځې په مناسبت، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

یاد وزارت په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې لیکلي چې دا ورځ د انګریزانو د ښکېلاک پای او د خپلواکۍ د ۱۰۶مې پرتمینې کلیزې سره برابره ده.

فوزیه کوفي خلیلزاد ته:په پاکستان کې د طالبانو د مخالفانو ناسته د باور جوړولو لپاره مثبت ګام دی

د ولسي جرګې پخوانۍ غړې، فوزیه کوفي په پاکستان کې د طالبانو د مخالفو سیاستوالو د ناستې جوړېدل یو مثبت ګام بللی دی.

نوموړې وايي که د سیمې هېوادونه د داسې خبرو زمینه برابروي، باید د خلکو ترمنځ د باور جوړولو لپاره یې هرکلی وشي.

ټاکل شوې دا غونډه د اګست په ۲۵ او ۲۶ وشي چې پکې د ښځو ډلې او د سیاسي ـ مدني ټولنې استازي د افغانستان د راتلونکي او د ښځو پر وضعیت بحث وکړي.

د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد که څه هم د دې ناستې د ترسره کېدو خبر تایید کړی؛ خو د پاکستان کوربه‌توب یې ناسم کار بللی او خبرداری یې ورکړی چې ځینې ګډونوال د طالبانو حکومت د پرځولو ټینګار لري.

عاصم منیر:د طالبانو حکومت دې پاکستاني طالبان زمونږ هېواد ته نه را اړوي

په پاکستان کې د ولسمشر اصف علي زرداري د احتمالي استعفا او د پوځ مشر عاصم منیر د ولسمشر کېدو په اړه وروستۍ اوازې د پوځ مشر پخپله رد کړې دي.

عاصم منیر دا ګنګوسې “توطیه” بللې او ویلي یې دي چې دا د حکومت او چارواکو د مخالفو ډلو کار دی.

هغه په بروکسل کې ویلي: «زه د هېواد د ساتنې لپاره جوړ شوی یم، هېڅ بل مقام نه غواړم، ستره هیله مې شهادت دی.»

منیر ویلي، سیاسي پخلاینه یوازې د رښتینې بښنې په صورت کې ممکنه ده، چې ګومان کېږي اشاره یې د تحریک انصاف بنسټګر عمران خان ته وه.

نوموړي همداراز ډاډ ورکړی چې پاکستان به د امریکا او چین په اړیکو کې توازن وساتي، هند ته یې د نیابتي جګړې د هڅو په اړه خبرداری ورکړی او د طالبانو حکومت ته یې ویلي چې پاکستاني طالبان دې دغه هېواد ته نه اړوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت بیا تل ټینګار کړی چې د پاکستاني طالبانو موضوع د پاکستان کورنۍ ستونزه ده.

فرانس پرېس:وچکالي او سېلابونه په افغانستان کې د زرګونه خلکو د بې‌ځایه کېدو لامل شوي

د فرانس پرېس خبري اژانس ویلي، چې په افغانستان کې د وچکالۍ او ناڅاپي سېلابونو له امله د خلکو د بې‌ځایه کېدو کچه لوړه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې د روان کال له پیل راهیسې تر پنځه میلیونه زیات افغانان د اقلیم د بدلونونو له امله اغېزمن شوي او شاوخوا ۴۰۰ زره کسان بې‌کوره شوي دي.

راپور زیاتوي چې ډېری افغانان په خټو کورونو کې ژوند کوي او د کرهڼې او مالدارۍ له لارې ځانونه ساتي چې دې وضعیت یې د طبیعي پېښو پر وړاندې ډېر زیانمن کړي دي.

بل لورته د طالبانو حکومت د اوبو د مدیریت ځینې پروژې اعلان کړي، خو د وچکالۍ د حل لار یې د خداي اراده بللې ده.

یو لوړ پوړی لویدیځي ديپلومات:شیخ هبت‌الله د خپلو غلطو سیاستونو له امله سراج الدین حقاني خوابدی کړی

یو لوړپوړی لویدیځ ډیپلومات وایي چې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له شیخ هبت‌الله اخندزاده څخه د لنډ مهال واټن اخیستو سره ستر سیاسي تاوان وکړ او دې کار د طالبانو د یو اړخ موقف ته صدمه ورسوله.

دغه دیپلومات د نوم نه اخیستو په شرط ویلي، حقاني ګومان کاوه چې له هبت‌الله اخندزاده څخه واټن نیول به د نړیوال ملاتړ لامل شي؛ خو نړۍ هېڅکله هغه ډلې ته ملاتړ نه ورکوي چې له القاعدې سره اړیکې ولري.

دی زیاتوي، حقاني د طالبانو حکومت له رهبر سره دوه میاشتې اړیکې پرې کړې؛ خو په دغه موده کې هبت‌الله اخندزاده د هغه پوښتنه ونه کړه او کله چې حقاني بېرته د اړیکې هڅه وکړه؛ نو د واک ډېره برخه یې له لاسه ورکړې وه.

ډیپلومات وايي، د حقاني نږدې کسانو ورته ویلي چې هغه باید یا له هبت‌الله سره نږدې پاتې شوی وای، یا یې باید د مخالفت لړۍ پر مخ بیولې وای.

نوموړي ویلي، چې ابراهیم صدر، چې د داخله وزارت مرستیال او د اخندزاده نږدې کس ګڼل کېږي، د حقاني د نه‌شتون پر مهال ټول واک تر لاسه کړی او نور هم پیاوړی شوی.

راپور زیاتوي، صدر له حقاني غوښتي چې د خپلو دفترونو شتمنۍ او نغدې پیسې د طالبانو حکومت ادارې سره ثبت کړي.

دا ډیپلومات ټینګار کوي چې حقاني باید له القاعده او تحریک طالبان پاکستان سره اړیکې پرې کړي.