دوشنبه, اپریل 20, 2026
Home Blog Page 423

امرالله صالح:طالبان به سقوط وکړي او افغانستان به بیا ورغول شي

د افغانستان د پخواني ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح پر خپلې “ایکس پاڼې لیکلي، طالبان به حتمي له منځه ولاړ شي او افغانستان به بیا را ژوندی شي.

هغه ویلي، ملي بیرغ به بیا رپانده شي او د طالبانو لنگوټه به هېڅکله د افغانستان د ملي بیرغ ځای ونه نیسي.

صالح زیاتوي، دسیسې لنډ عمر لري او د افغانستان عزت به بېرته راشي.

محمود صیقل:روسیې د طالبانو د ظالم رژیم په رسمیت پېژندلو سره د شوروي تېروتنه بیا تکرار کړه

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخواني استازي محمود صیقل، د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې پر پرېکړه توندې نیوکې کړي دي.

هغه په خپل ایکس په روسي‌ژبه یو یاداښت کې لیکلي چې مسکو د طالبانو د «ظالم رژیم» په رسمیت پېژندلو سره، د شوروي اتحاد هغه ستره تېروتنه بیا تکرار کړې چې په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې د افغانستان د اشغال پر مهال کړې وه.

صیقل خبرداری ورکړی چې دا اقدام به بالاخره د روسیې پر ضد تمام شي او مسکو ته به د یوې بلې «وینې بهوونکې زخم» بڼه غوره کړي.

چین:د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت په رسمیت پېژندنه یو ښه اقدام دی

چین د روسیې له لوري د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې هرکلی کړی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې مائو نینګ ویلي چې بیجینګ د طالبانو له حکومت سره د اړیکو زیاتوالي ملاتړ کوي؛ خو دا یې نه دي ویلي چې چین به هم د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني که نه.

نوموړې ویلي، دا یو نیک ګام دی او چین باور لري، چې طالبان باید له نړیوالې ټولنې جدا نه وي.

سي‌ان‌ان:د طالبانو حکومت هڅه کوي، چې امریکا نه هم رسمیت واخلي

امریکایي رسنۍ سي‌ان‌ان ویلي، طالبان د روسیې له لورې د رسمي پېژندلو وروسته، اوس هڅه کوي چې له خپل پخواني دښمن امریکا څخه هم رسمیت ترلاسه کړي.

راپور زیاتوي چې له ۲۰۲۵ کال د پسرلي راهیسې، چې ډونالډ ټرمپ دوهم ځل ولسمشر شو، دا هڅې ډېرې شوې دي.

په مارچ ۲۰۲۵ کې، طالبانو دوه امریکایان له زندانه خوشې کړل او امریکا هم د درې طالب مشرانو له سرونو میلیونونه ډالر انعام لیرې کړ.

همداراز، د طالبانو حکومت د اپرېل په میاشت کې د یوې دایمي استازولۍ د پرانېستلو وړاندیز امریکا ته کړی، څو د افغانستان چارې تعقیب کړي.

احمدالله علیزی:د طالبانو رسمیت‌پېژندنه که د قدرتونو د سیالیو برخه وي ستونزې جوړوي

د کابل پخواني والي، احمدالله علیزي ویلي، که روسیه د افغانستان د ثبات لپاره طالبان وپېژني، د ستاینې وړ ده؛ خو که دا د نړیوالو سیالیو برخه وي؛ نو هیواد ته به نوې ستونزې راولاړې کړي.

نوموړي خبرداری ورکړی چې افغانستان باید بیا د روسیې او امریکا د سیاسي جګړې ډګر نه شي.

هغه د اوسنیو ستونزو یوازینی حل ملي یووالی او داخلي اتفاق بللی.

د بشري حقونو فعالانو ټولنه:روسیې د طالبانو حکومت رسمیت پېژندلو سره ټول حقونه تر پښو لاندې کړل

د بشر حقونو د فعالانو اتحادیې ویلي چې د روسیې له لوري د د طالبانو حکومت رسميت پېژندنه له نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه ده.

دغه حقوقي بنسټ باور لري چې روسیې په دې کار سره د ملګرو ملتونو منشور، د بشر د حقونو نړیواله اعلامیه، او هغه ټول نړیوال تعهدات تر پښو لاندې کړي چې د ملکي وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو، مذهبي اقلیتونو او قومي لږکیو د ساتنې لپاره وضع شوي دي.

اتحادیې د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا پرېکړه وغندله او له مسکو څخه یې وغوښتل چې خپله پریکړه له سره وارزوي.

دا بنسټ له نړیوالې ټولنې، په ځانګړي ډول د بشر د حقونو نړیوالو مدافع بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې د طالبانو د حکومت د رسمي پېژندنې پر وړاندې چوپ پاتې نه شي.

دادفر سپنتا:د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندل د خواشینۍ وړ اقدام دی

د افغانستان پخواني د بهرنیو چارو وزیر، ډاکټر رنگین دادفر سپنتا، ویلي چې د روسیې له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندنه خواشینوونکی او د حېرانتیا وړ اقدام دی.

نوموړي په خپل ایکس لیکلي: «دا یوازې پیل دی؛ که ملي مقاومت پراخ نه شي، نور هېوادونه به هم د روسیې له پښو پیروي وکړي؛ دا به حتمي وي.»

نصیر احمد اندېشه:د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو د ماتې په معنی ده

په ژنیو کې د افغانستان سفیر نصیر احمد اندېشه وایي، د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو پرېکړه د روسیې او طالبانو دواړو لپاره د ماتې په معنی ده.

هغه په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې روسیې د لومړني هېواد په توګه تېره شپه د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژنده.

نصیر احمد فایق:له روسیې دا ډول تمه د حیرانتیا وړ نه ده

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازی نصیر احمد فایق وایي، که څه هم د روسیې له لوري د طالبانو حکومت په رسمیت پېژندل طالبانو ته یو سیاسي امتیاز ښکاري؛ خو د افغان ولس لپاره به یې ناوړه او اوږدمهاله پایلې ډېرې وي.

نوموړی وایي، روسیې د طالبانو ملاتړ کوو او دا هیڅ د حیرانتیا خبره نه ده، چې دوی اوس په رسمیت وپېژندل.

د یادونې ده، چې دغه ګام د یو شمېر نورو پخوانیو افغان چارواکو غبرګونونه هم را پارولي.

شاه محمود میاخېل:بهرني هېوادونه طالبانو ته دوامداره تکیه نشي ورکولای

جمهوري حکومت کې د ملي دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، چې د افغانستان د تېرو نظامونو ملاتړ بهرنیانو یوازې تر خپلې ګټې پورې کړی دی، چې نه روسانو د خلق ګوند ژغورلی، نه مجاهدین د پاکستان ملاتړ بچ کړل او نه امریکا جمهوریت وژغوره.

هغه وایي، طالبان به هم د دوامداره بهرني ملاتړ تمه ونه‌لري، ځکه چې نه روسیه، نه پاکستان او نه ایران به هغوی ته دوامداره تکیه ورکړي.

میاخېل ټینګار کوي چې افغانان باید پر یو بل اعتماد وکړي، مشروع او قانوني نظام رامنځته کړي، چې د ټول‌منلي اساسي قانون پر بنسټ ټول افغانان پکې برخه ولري.

هغه وايي، یوازې قانونمند حکومت کولای شي د خپلو ګټو پر بنسټ له نورو هېوادونو سره اړیکې جوړې کړي؛ نه دا چې د پټو معاملو له لارې ثبات راشي.